د سپټمبر پنځمه د خیریه کار نړیواله ورځ

  • Author, پاینده څرګند
  • دنده, بي بي سي

نن د سپټمبر پنځمه، د خیریه کار نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه په دغه ورځ ټوله نړۍ هڅوي چې د خیر په کار کې سره یو موټي شي چې وکړی شي بې وزلي له منځه یوسي.

ملګري ملتونه وايي خیریه کارونه، که د اشخاصو له خوا وي او یا هم د نادولتي سازمانونو له خوا، ټولنیزې اړیکي پیاوړې کوي او د ټولګډونې او پايېدونکې ټولنې په جوړښت کې مرسته کوي.

دغه سازمان وايي عین لیدلوری په داوطلبانه ډول مرستې ته حاضرېدلو او وګړپالنه یا بشردوستۍ کې نغښتی دی.

د ۱۹۹۷ کال د سپټمبر پنځمه وه چې د خیر ښېګڼې په کارونو مشهوره او د نوبل سولې جایزې ګټونکې، هندۍ Mother Teresa ومړه، نو ملګرو ملتونو د هغې په درناوي دا نېټه د خیریه کار ورځ ونوموله.

دې ۴۵ کاله د ناروغانو، یتیمانو او بې وزلو لاسنیوی لومړی په هند او بیا په نورو هېوادونو کې وکړ.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې د خیریه کارونو تجربه لري.

تر ټولو وروستۍ او په کوچنۍ کچه، د هغو بهر مېشتو او په کور دننه افغانانو بشرپالې مرستې دي چې له بې وزلو افغانانو سره یې کوي.

خو ګڼو نا دولتي موسسو یا NGO ګانو په افغانستان کې له کلونو راهیسې، اوږدمهالي او لنډمهالي فعالیتونه کړي دي.

سره له دې چې پر ځینو موسسو د فساد او نور تورونه ول، خو په تېرو څلورو لسیزو کې په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې د خیریه موسسو د ژوند ژغورونکو فعالیتونو نښې شته.

په افغانستان کې د ځینو بشرپالو انسانانو کارونه د ملګرو ملتونو وینا چې وايي خیریه کارونه د پاییدونکو ټولنو په جوړښت کې مرسته کوي تصدیقوي.

ښه بېلګه یې جاپانی ډاکتر ناکامورا دی چې تر وژل کېدو وروسته یې هم، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د اوبو سپمولو سرته رسېدلې پروژی او په دې ډګر کې یې له خلکو سره پوهاوی پاتې شو.