په مرکزي اسیا کې د لینن تر ټولو ستره مجسمه له خپله ځایه لېرې کړل شوه

  • Author, او ایان ایکمان دانې ایبرهارد
  • دنده, بي بي سي

قرغیزستان چارواکو د شوري اتحاد انقلابي مشر ولادیمر لینن هغه مجسمه له خپله ځایه لېرې کړې، چې فکر کېده په ټوله مرکزي اسیا کې تر ټولو ستره مجسمه وه.

دا ۲۳ متره لوړه مجسمه ۵۰ کاله مخکې هغه مهال نصب شوې وه، چې قرغیزستان د شوروي اتحاد غړی جمهوریت و او روانه اونۍ له خپله ځایه لېرې کړل شوه.

پر یکشنبه خواله رسنیو کې خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د شوروي انقلابي مشر مجسمه د کرېن په وسیله له خپله ځایه لېرې شوې او نژدې پر ځمکه پرته ده.

په داسې حال کې چې دا وروستیو کې د شوروي پخوانیو ډېرو غړو هېوادونو د خپل ملي هویت برالا کولو اقدامات کړي، له روسیې سره پر خپلو پخوانیو اړیکو پر اهمیت ټینګار نه کوي، خو ځايي چارواکي د لینن مجسمې لېرې کول ډېره مهمه پېښه نه بولي.

قرغیزستان کې به چارواکي پوهېږي، چې دا پرېکړه به متحده روسیه خوابدې کوي، چې همدا تېره اونۍ یې په مسکو کې د یوه بل شوروي مشر جوزیف سټالین نوې مجسمه ځای پر ځای کړه.

د اوش شار ښاروالۍ، چې له پلازمېنې بیشکیک وروسته په وچه کې د ایسار قرغیزستان دویم لوی ښار دی ویلي، د ښار ''تاریخي او ښکلایزې ظاهري بڼې'' رغاونې په ترڅ کې د مجسمې بې ځایه کول یو ''عادي فعالیت'' دی.

ښاروالۍ په دې ترڅ کې د لینن هغو مجسمو ته هم اشاره کړې، چې په روسیه کې لېرې کړل شوې دي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د لینن لېرې کړل شوې مجسمې پر ځای به د بیرغ لګولو لپاره ځای جوړ شي، ځکه پلازمېنه بیشکیک کې هم د لینن مجسمو پر ځایونو همداسې بیرغونه لګول شوي وو.

د شوروي اتحاد له منځه تلو وروسته ۳۴ کاله مخکې قرغیزستان د یو خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شو. خو په دې هېواد کې له مجسمو پرته هم د شوروي اتحاد یادګارونه اوس هم لیدل کېږي. د بېلګې په توګه په دې هېواد کې د غره یو څوکه چې دویمه تر ټولو ستره ده، اوس هم د لینن څوکې په نامه یادېږي.