هند او پاکستان یو ځل بیا د یوه او بل ډېپلوماتان شړلي دي

په داسې حال کې چې هند او پاکستان تېره اوونۍ هم ورته کار کړی و، اوس یې بیا د یوه او بل ډېپلوماتان شړلي دي.

پرون چهارشنبه (مې ۲۱ /غويي ۳۱) هند په ډيلي کې د پاکستان د عالي کمیسون یو کارکوونکی "ناغوښتل شوی کس" وباله. په وینا یې، هغه تر خپل ماموریته هاخوا فعالیتونو کې ښکېل و او په ۲۴ ساعتونو کې یې له دغه هېواده د وتلو امر ورته وکړ.

نن یې په بدل کې پاکستان هم ورته عمل کړی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د هند د عالي کمیسون یو غړی "ناغوښتل شوی کس" بللی او په ۲۴ ساعتونو کې یې د پاکستان د پرېښودو امر ورته کړی.

پر دغه کس هم تور پورې شوی چې ګواکې داسې فعالیتونه یې کول چې د ماموریت اړوند یې نه وو.

د یادولو ده چې تېره اوونۍ (مې ۱۴/غويي ۲۴) هم دواړو هېوادونه همداسې کړي وو او د یوه او بل یو یو ډېپلومات یې له خپل هېواده شړلی و. هغه مهال هم دواړو هېوادونو ویلي وو چې ګواکې د مقابل لوري د عالي کمیسون کارکوونکی د "ډېپلوماتیکو نورمونو" خلاف فعالیتونو کې ښکېل و.

د هند او پاکستان تر منځ د پهلګام او ورپسې تر پوځي اقدام او اوربند وروسته سیاسي او ډېپلوماتیکې ناندرۍ لا هم روانې دي.

تېره میاشت د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو تر برید وروسته دغه هېواد په پاکستان کې مېشتې وسله‌والې ډلې 'جیش محمد' ته د پړې ګوتې ونیوله او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په ګډون یې په بېلابېلو سیمو کې بریدونه وکړل.

وروسته د پاکستان له لوري هم ځوابي بریدونه وشول او بلاخره د امریکا په منځګړیتوب یې تر منځ اوربند وشو. خو دواړه هېوادونه یو بل له اوربنده پذ سرغړونې تورنوي او چارواکي یې د یوه بل پر ضد بیانونه ورکوي چې د دغو ډېپلوماتانو شړل د دغو ناندریو په لړ کې یو تازه ګام دی.

"څوک مو په اټومي وسلو نه شي‌ وېرولی"

وړمه ورځ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل ملت ته په وینا کې په نامستقیم ډول پاکستان ته په اشارې وویل چې "څوک یې په اټومي وسلو نه شي وېرولی" او ګواکې "سېندور عملیات" د هند نوی نورم دی.

ښاغلي مودي وویل چې اوس هند ځان ته درې لارې ډېرې روښانه کړې دي، "لومړۍ دا چې که پر هند ترهګریز برید وشو نو موږ به په خپل ډول، پخپلو شرطونو او پخپل ټاکل شوي وخت ځواب ورکوو. دویمه دا چې څوک مو په اټومي وسلو نه شي وېرولی او درېیمه هم دا چې موږ ترهګر او د ترهګرو ملاتړو ته په یوه سترګه ګورو."

مودي‌ همدا راز وویل چې نړۍ هم د هند دا "نوې څېره" منلې او مخکې ورسره ځي.

خو پاکستان بیا د ښاغلي مودي دا خبرې "پاروونکې" بللې او رد کړې یې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، "د مودي څرګندونې د سیمې د امن لپاره روانې هڅې له خطر سره مخامخولی شي" او ګواکې پاکستان "په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو اراده لري."

دغه وزارت همدا راز ویلي چې هند دې "کومه تېروتنه نه کوي. موږ یې کړنې او چلند په ډېر دقت سره څارو او له نړیوالې ټولنې هم د ورته کار غوښتنه کوو."

پاکستان د اوبو اړوند "سېند طاس تړون" ته په اشاره ویلي چې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره به اړین ګامونه اوچتوي.

که څه هم دواړو هېوادونو د امریکا له منځګړیتوبه مننه کړې خو هند ویلي چې کشمیر یې کورنۍ موضوع ده او بویه چې له پاکستاني اړخ سره په ګډه حل شي.

د یادولو ده چې د کشمیر یوه برخه د هند او بله د پاکستان تر کنټرول لاندې ده او دواړه هېوادونه پرې دعوه لري او پر سر یې وخت ناوخت نښتو ته خبره رسېږي.