'غزه د ځمکې پر مخ تر جهنم بدتره شوې ده'

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) مشره وايي، ''غزه د ځمکې پر مخ تر جهنم بدتره شوې ده.'' د بي بي سي له خبریال جیریمي بوین سره مرکه کې میرجانا سپولجاریک وايي، د غزې له اوسېدونکو انساني کرامت اخیستل کېږي او نړیوال بشري قوانین د له منځه تلو په حال کې دي.

په جینیوا کې د سره صلیب مرکزي کمېټې په مرکزي دفتر کې د بي بي سي له خبریال سره مرکه کې اغلې سپولجاریک وویل، بشریت ناکامېږي، دولتونه داسې هېڅ څه نه کوي، چې جګړه ختمه شي، د فلسطینیانو ستونزې پای ومومي او یا هم یرغمل شوي اسرائیلیان خوشي شي.

نوموړې زیاتوي، په غزه کې چې څه کېږي، دا د منلو وړهيڅ یو اخلاقي، قانوني او بشري معیارونو سره برابر نه دي.

ای سي ار سي یوه نړیواله اداره ده، چې په جګړه ځپلو سیمو کې خدمت کوي. دا سازمان په غزه کې له ۳۰۰ ډېر کارکوونکي لري، چې ډېری یې فلسطینیان دي.

دا سازمان د غزې په سویلي سیمه رفح کې یو جراحي روغتون لري او دا د مرستو وېش هغو ځایونو ته تر ټولو نژدې روغتیايي مرکز دی، چې په دا وروستیو ورځو کې په کې ګڼ شمېر فلسطینیان ووژل شول.

د مرستو وېش دغه مرکزونه د غزې بشري مرکز یا (جي ایچ ایف) اړوند دي، چې امریکا متحده ایالات او اسرائیل ملاتړ ورسره دی.

په رفح کې د ای سي ار سي روغتون چارواکي وايي، پرون ګهیځ دوی ته ۱۸۴ داسې ټپیان وروړل شوي وو، چې ۱۹ کسان هلته له رسېدو مخکې مړه شوي وو او اته نور بیا هلته له رسېدو یو څه وروسته مړه شول.

دا روغتون یو کال مخکې تاسیس شوي او مسوولین یې وايي، په یوه پېښه کې د ټپیانو دا شمېر تر ټولو زیات دی، چې دوی ته وروړل شوي دي.

ای سي ار سي د جینیوا کنوانسیون له مخې رامنځته شوې ډېره مهمه اداره بلل کېږي.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا تاسیس شوې اداره په جګړو کې د ملکي خلکو خوندیتوب برخه کې کار کوي.

د مرستو مرکزونو تړل کېدل

د سره صلیب مشرې دا څرګندونې داسې حال کې مخې ته راځي، چې نن په غزه کې د مرستو وېش مرکزونه تړلي دي او اسرائیلي پوځ خبرداری ورکړی، چې دې ځایونو ته غځېدلې لارې به ''دجګړې ډګر'' په توګه بلل کېږي.

پر سې شنبې د مرستو وېش یوه مرکز ته نژدې د اسرائیلي پوځیانو په ډزو کې ۲۷ فلسطینیان ووژل شول.

ځايي چارواکو چې د حماس ملاتړ ورسره دی، دا پېښه د غزې بشري مرستو مرکز یا جي ایچ ایف مرستو وېش مرکز ته نژدې درېیمه ورته پېښه ده، چې په یوه اونۍ کې رامنځته کېږي.

اسرائیلي دفاعي ځواکونو ای ډي ایف د دې پېښې په هکله وویل، د دوی ځواکونو له هغه وروسته په دې کسانو ډزې وکړې، چې په وینا یې ''ځینې مشکوک کسان یې وپېژندل، چې له ټاکلې لارې واوښتل او د دوی پر لور د پرمختګ په حال کې وو.''

اسرائیل کې جګړې ضد لاریون

بل لور په اسرائیل کې د جګړې یوې مخالفې ډلې فعالان وايي، د دوی په درې ورځني لاریون کې لسګونو کسانو ګډون کړی.

دا د فعالانو یوه کوچنۍ ډله ده، چې له جګړې سره مخالفت کوي، شمېر یې په ډېرېدو دی او یهودان او فلسطینیان پکې شامل دي.

دې ډلې پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، د دوی مارچ به له تل ابیب نه د غزې تر پولې پورې د یوه ''تحریک'' برخې په توګه لاریون وکړي.

دا ډله د جګړې ختمولو او یرغمل اسرائیلیانو خوشي کېدو غوښتنه کوي.