د جاپان سفارت: د ناکامورا خیریه کارونه به دوام ولري

ناکامورا

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، تتڅو ناکامورا تېره اوونۍ جلال اباد کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو

د افغانستان په ختیځ کې د جاپاني مرسته کوونکي تتڅو ناکامورا له وژل کېدو وروسته، په کابل کې د جاپان سفارت تمه ښودلې چې د هغه د بیا رغونې کارونه به دوام ولري. ډاکتر ناکامورا شپږ ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې له پنځو تنو نورو همکارانو سره یو ځای ووژل شو.

د هغه مړینې په افغانستان کې د ننه او د نړۍ نورو برخو کې هم پراخ غبرګونونه راوپارول.

په کابل کې د جاپان سفیر میټسوجي سوزوکا په یوه غونډه کې د ناکامورا وژنه غیري انساني عمل وباله او ویې ویل چې هغه د افغانستان خلکو ته اتل او د جاپان ملت لپاره د ویاړ وړ کس و.

ښاغلي سوزوکا وویل:

"موږ کولای شو تمه ولرو چې د هغه پروژه به نه یوازې په ګمبېری دښته کې دوام ولري، بلکې د هغه د کار ډول به د ګران افغانستان په نورو سیمو کې هم پراخ شي. د جاپان دولت تل هڅه کړې ده چې له افغان ملت سره همکاري وکړي او موږ باور لرو چې په راتلونکې کې به هم دې همکاریو ته دوام ورکړو ".

جاپان

د عکس سرچینه، Amarkhil Facebook

د عکس تشریح، کابل کې د جاپان سفیر وایي، هېواد یې تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی

د جاپان سفیر دا خبرې په کابل کې هغې غونډې ته وکړې چې د ملي ثبات په نامه یوې ټولنې جوړه کړې وه.

په ورته وخت کې تېره ورځ د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو د ناکامورا د وژنې په تور د دوو تنو د نیول کېدو خبر هم ورکړ. افغان چارواکي وايي چې د ډاکټر ناکامورا د وژنې په د دوی څېړنې دوام لري.

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل تېره اوونۍ وویل، د تېڅو ناکامورا د وژنې پلان له افغانستانه بهر چمتو شوی و.

د ښاغلي ناکامورا له وژل کېدو دوې ورځې وروسته ښاغلي میاخېل د دغې پېښې په تړاو ډېر جزیات نه ور نه کړل، خو دومره یې وویل چې د دغې پېښې په تړاو یې ځینې شواهد موندلي دي.

افغان حکومت د شنبې پر ورځ د ډاکټر تېڅو ناکامورا مړی د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغه کورنۍ او خپلوانو ته وسپاره، او وروسته جاپان ته ولېږدول شو.

د ناکامورا تابوت د افغانستان په بیرغ پوښلی و، او افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپله د هغه تابوت ته اوږه ورکړه او تر الوتکې یې ورساوه.

د ناکامورا د جسد وړلو لپاره د هغه میرمن، لور او یوشمیر نور خپل خپلوان او ملګري پرون جمعه کابل ته راغلي وو.