BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د بریتانیا ځانګړو ځواکونو یوه پوځي څنګه بریتانیا ته د ۱۵۸۵ افغانانو د ننوتلو مخه ونیوله؟
د تازه افشا شویو اسنادو پر بنسټ، د بریتانیا ځانګړو ځواکونو یوه افسر په شخصي ډول د هغو ۱،۵۸۵ افغانانو د بیا میشتېدو غوښتنلیکونه رد کړي چې له ځانګړو ځواکونو سره یې د باور وړ اړیکې درلودې. هغه فایلونه، چې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په محکمه کې افشا کړل، ښیي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو بې نومه افسر د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې هغه ته راجع شوی هر غوښتنلیک رد کړ، چې دا عمل "یوه چټکه لړۍ" بلل شوې ده. د دفاع وزارت محکمې ته ویلي ښايي دا افسر له هغو قضیو سره تړاو ولري چې د ځانګړو ځواکونو د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه تر روانې څېړنې لاندې دي.
په داسې حال کې چې اسرائیل له ډیپلوماتیک "څونامي" سره مخ دی، ټرمپ چوپ پاتې دی
دا اونۍ د اسرائیل پر ضد د ډیپلوماتیکو فشارونو بڼه بدله وه او ډېر یې له مخکې نه وو اټکل شوي. له غزې سره د اسرائیل د کړنو له نړیوالو غندنو نیولې، تر دې چې په واشنګټن کې د اسرائیلي سفارت دوه ځوان کارمنان ووژل شول، دا اونۍ د یهودي دولت لپاره - که په نرمه ووایو، یوه تونده او لانجمنه اونۍ وه. دا فشارونه د دوشنبې ماښام هغه وخت پیل شول، چې بریتانیا، فرانسې او کاناډا په ګډه غزه کې اسرائیل "شدید اقدامات" وغندل. خو په داسې حال کې چې نور لوېدیځ مشران خپلې غوسې څرګندوي، ټرمپ تقریبا هېڅ نه وايي.
د ټرمپ د ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفو له ګواښ وروسته اروپايي ټولنې د "درناوي" غوښتنه وکړه
د ټرمپ له څرګندونو وروسته د اروپايي اتحادیې د سوداګرۍ کمیشنر وویل دا ۲۷ غړو بلاک ژمن دی چې له امریکا سره د "درناوي" پر بنسټ یو سوداګریز تړون ته ورسېږي، نه د "ګواښونو" پر بنسټ. د اروپايي اتحادیې د سوداګرۍ کمیشنر ماروش شېفچووېچ د امریکا له سوداګریز استازي جېمزن ګریر او د سوداګرۍ له وزیر هوارډ لټنیک سره له تېلیفوني خبرو وروسته وویل: "اروپایي اتحادیه پوره ژمنه ده او غواړي یو داسې تړون ترلاسه کړي چې دواړو لوریو ته ګټه ورسوي."
د خلیلزاد پر مېرمن نیوکې: 'افغانستان د بهرنیو او افغان مېرمنو لپاره یو ډول نه دی'
افغانستان ته د تلو په تړاو دا وړاندیز شېرېل بېنارډ د امریکا د کورنيو چارو د امنیت وزیرې، "کریسټي نوم" ته کړی دی.اغلې بېنارډ د زلمي خلیلزاد مېرمن ده، چې پخوا یې د رند په نامه څېړنیز مرکز کې د څېړونکې په توګه کار کاوه. هغې د افغانستان له سفره بېرته ستنېدو وروسته د "افغان کډوال باید له بېرته ستنېدو و نه وېرېږي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې چې نېشنل انټرسټ کې خپره شوه، ادعا کړې چې "افغانستان خوندي" دی.
ځانګړي مطالب
روغتیا
د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره
د منځني ختیځ کړکېچ
د اقلیم بدلون
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۴ می ۲۰۲۵, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, Second Eye, ۰۹:۲۹, ۲۴ می ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۲۳ می ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۲۳ می ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.