د امریکا پخوانی ولسمشر جو بايډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د پخوانی ولسمشر جو بايډن دفتر د يکشنبې په ورځ ويلي چې نوموړی د پروسټاټ سرطان پر ناروغۍ اخته شوی او اوس يې دا ناروغي هډوکو ته خپره شوې ده.
جو بايډن چې ۸۲ کلن دی وروسته له هغه يې د سرطان تشخيص شوی چې تېره اوونۍ يې تشو ميتيازو يا ادرار کې د ستونزو له کبله ډاکتر ته مراجعه کړې وه.
د ښاغلي بايډن د پروسټاټ سرطان د ګليسن له نهو تر لسو درجو ښودل شوی چې د بريتانيا د سرطان د څېړنو بنسټ په وينا دا "لوړې درجې" دي چې په چټکۍ د خپرېدو وړتيا لري.
د بايډن دفتر ويلي، کورنۍ يې اوس د درملنې غوراوي په پام کې نيسي او په وینا يې دا سرطان د هورمون حساس ډول دی، يعنې داسې شونتيا شته چې کنټرول شي.
د نوموړي د ناروغۍ د خبر له خپرېدو وروسته د امریکا دواړو لويو سياسي ګوندونو جمهوريپال او ديموکرات له لوري خواخوږي او ملاتړ ورسره څرګند شوی دی.
ولسمشر ټرمپ د خپلې ټولنيزې رسنۍ ټروت سوشل پر خپل اکاونټ ليکلي، چې دی او مېرمن يې مېلانيا ټرمپ د بايډن د ناروغۍ له امله خواشيني دي.
نوموړي زياته کړې، "موږ جيل بايډن [د جو بايډن مېرمن] او د هغې کورنۍ ته تودې او نېکې هيلې استوو. موږ جو ته د ژر او ښې روغتیا هيله کوو."
د ډيموکراټ ګوند غړي رو کهانا پر اېکس ليکلي چې دی د بايډن او د هغې کورنۍ ته دعا کوي. نوموړي ويلي، "زه باوري يم چې دوی به د دې ننګونې پر وړاندې په زغم او وقار سره مبارزه وکړي."
دا خبر شاوخوا يو کال وروسته له هغه راځي چې بايډن د خپلې روغتيا او د عمر په اړه د اندېښنو له کبله د ۲۰۲۴ کال له ولسمشريزو ټاکنو تېر شو. نوموړی د امریکا د تر ټولو ډېر عمر ولسمشر پاتې شوی دی.
بايډن د ولسمشرۍ لپاره د ډيموکراټ ګوند د نوماند په توګه په يوه ټلويزيوني مناظره کې د جمهوري غوښتونکي نوماند او اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر وړاندې د کمزورې کړنې له امله له سختو نيوکو سره مخ شوی و. وروسته بيا د ډيموکراټ ګوند له لوري د هغه پر ځای مرستياله ولسمشره کاملا هرېس نومانده شوه.
د کلېوېلنډ کلېنک له مخې پروسټاټ سرطان د پوستکي له سرطان وروسته په نارينه وو کې په دويم نمبر تر ټولو عام دی. د امريکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز وايي، له هرو ۱۰۰ نارينه وو ۱۳ به په ژوند کې يو ځل له دې سرطان سره مخ کېږي.
بايډن له سپنې ماڼۍ وتلو وروسته تر ډېره په عامه توګه لږ راڅرګندېږي.
په اپرېل مياشت کې يې د معلوليت لرونکو د ملاتړ يوې امریکايۍ ټولنې له خوا جوړ شوي کنفرانس ته یوه مهمه وينا وکړه.
همدا ډول هغه په مې مياشت کې له بي بي سي سره هم يوه مرکه لرله چې له سپينې ماڼۍ وتلو وروسته يې لومړنۍ مرکه وه. همدلته نوموړي ومنله چې د ۲۰۲۴ کال له ټاکنو تېرېدل ورته "سخته پرېکړه" وه.
په وروستيو مياشتو کې د بايډن د روغتيا په اړه پوښتنې راپورته شوې وې.
له ډېرو کلونو راهيسې بايډن د سرطان د څېړنو پلوی و. په ۲۰۲۲ کال کې ده او مېرمنې يې جيل بايډن د سرطان موونشاټ په نامه يو نوښت پيل کړ چې موخه يې تر ۲۰۴۷ کال پورې د سرطان له کبله د څلور ميليونه کسانو د مړينې مخنيوی و.
د بایډن مشر زوی بيو بايډن په ۲۰۱۵ کال کې د مغزي سرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.