ځانګړي پلټونکي ته د بایډن توند غبرګون: "زما حافظه ستونزه نه لري"

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د هغو اسنادو د څېړلو په اړه سخته نیوکه کړې چې د نوموړي د حافظې وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.
بایډن د پنجشنبې په ماښام په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "زما حافظه ستونزه نه لري."
نوموړی له دې کبله تر پوښتنې لاندې راغی چې ادعا شوې د خپل زوی د مرګ نېټه یې په یاد نه وه خو بایډڼ په تونده لهجه وویل: "هغه اصلا په کوم جرائت دا موضوع یاده کړې؟"
یادې څیړنې دې پایلې ته رسیدلې، چې ښاغلي بایډن محرم اسناد "په قصدي ډول وساتل او افشا یې کړل" خو ځانګړي څارنوال پرېکړه کړې چې هغه تورن نه کړي.
یاد ځانګړی پلټونکي رابرټ هیر د عدلیې وزارت لخوا ټاکل شوی و او په څېړنو کې دا وموندله چې ښاغلي بایډن د مرستیال په توګه د دندې تر ترسره کولو وروسته د افغانستان په تړاو د نظامي او بهرنۍ پالیسۍ اړوند محرم اسناد له ځان سره ساتلي و.
دا یادو څېړنو ۳۴۵ مخیز راپور په څو برخو کې ستوغې جملې لري لکه دا چې د ولسمشر بایډن حافظه یې د پام وړ محدودیت لرونکې ګڼلې ده.
ځانګړي پلټونکي رابرټ هیر د یادو څېړنو په لړ کې پنځه ساعته له ښاغلي بایډن سره مرکه کړې وه.
نوموړي ویلي، د ښاغلي بایډن په یاد نه وه، چې کله د ولسمشر مرستیال و (۲۰۰۹ څخه ۲۰۱۷) یا ان دا یې هم په یاد نه وه چې زوی یې کله مړ شو.
ښاغلي بایډن چې سخت احساساتي شوی و د پېښو په اړه د ده د حافظې اړوند د دې راپور موندې رد کړې.
" ریښتیا ووایم، کله چې هغه له ما دا پوښتنه وکړه ما له ځانه سره فکر وکړ، چې دا موضوع له دوی سره هیڅ تړاو نلري. زه اړتیا نلرم چې څوک ما ته یادونه وکړي، چې زوی مې کله مړ شوی. "

د عکس سرچینه، DOJ
د پلټونکي وروستي راپور کې راغلي، د ده لپاره ستونزمنه وه، چې په رسمي ډول جو بایډن د محرمو اسنادو په ساتلو تورن کړي ځکه بایډن کیدای شي محکمه کې هم هغه ډول ځان څرګند کړي لکه موږ چې د مرکې پر مهال ولید، یو عمر خوړلی سړی چې فکر یې تیت او پرک دی.
په هر حال د نومبر میاشتې ټاکنو په را نژدې کېدو سره د ښاغلي بایډن عمر رایه ورکوونکو لپاره یوه د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.
خو ښاغلی بایډن وايي، چې د خپل لوړ عمر سره سره د ولسمشر کیدو لپاره تر ټولو وړ دی.
د امریکا ولسمشر وايي: "زه ښه نیت لرم. زه زوړ یم. زه واقعا پوهېږم چې زه څه کار کوم. ما دا هېواد بیا راپورته کړ. " او زیاته یې کړه، "زه د هغه مشورې ته اړتیا نلرم."
پداسې حال کې چې ښاغلي بایډن هڅه وکړه د خپل عمر او ذهني کره والي په اړه شکونه رد کړي ، هغه په ناخبرۍ کې یوه تېروتنه وکړه.
د پنجشنبې په ماښام د خبري غونډې په ترڅ کې د غزې په جګړه کې د پرمختګونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي د مکسیکو ولسمشر یې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح سیسي سره ګډوډ کړ.
بایډن وویل: " فکر کوم، لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، د مکسیکو ولسمشر سیسي په پیل کې نه غوښتل چې د بشري مرستو لپاره دروازې پرانیزي. ما ورسره خبرې وکړې. ما هغه قانع کړ."