طالبان او سینما: د افغانستان د انځوریز تاریخ حافظه چې اوس یې نوم او بڼه بدله شوې

د عکس سرچینه، AFGHAN FILM
- Author, رویین رهنوش
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومت په تازه ګام کې د "افغان فلم" ادارې نوم پر سمعي او بصري ریاست بدل کړی دی. د رپوټونو له مخې د دغې ادارې څرنګوالی یا ماهیت هم بدل شوی او چارې به یې تر پخوا توپیر ولري.
افغان فلم هم له تاريخي او هم د هنر او سینما له پلوه د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري. د نړیوالې جګړې او د افغان- انګرېز جګړې د پېر مستند فلمونه او په ۱۹۱۹ کال د شاه امان الله غازي د واکمنۍ پیلېدو سره د هغه سفرونه هم په دې ارشیف کې خوندي دي.
دا ارشیف له داسې مستندو فلمونو هم ډک دی چې د افغانستان وروستي پاچا محمد ظاهر شاه او د ولسمشر سردار محمد داود په واکمنیو کې جوړ شوي دي. د افغانستان تاریخي - کلتوري بنسټونو نور هنري او مستند فلمونه، همدارنګه پر دغه هېواد د خلق ډیموکراټیک ګوند د خلق او پرچم څانګو د واکمنۍ مهال ډېر مستندونه هم د افغان فلم ارشیف کې خوندي شوي دي.
د سینما کره کتونکی حسین دانش وايي "افغان فلم د افغانستان یو هغه ماډرن مرکز و چې خلک په کې خپل ډېر انځوريز یادونه لري. په واقعیت کې د افغانستان تصویري حافظه په افغان فلم کې وه او ساتل کېده یا یې هم يوه برخه هلته تولید شوې ده."
هغه وايي، د افغان فلم له جوړېدو مخکې د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې د مطبوعاتو خپلواکې ادارې چوکاټ کې د عکاسۍ او فلم اخیستلو ځانګړې څانګه جوړه شوې وه. په ۱۹۵۰ کال کې دوه امریکايي استادان کابل ته لاړل چې د مطبوعاتو خپلواک ریاست ماموران د عکاسۍ او فلم اخیستلو برخه کې وروزي. یو دوه استادان له هنده هم بلل شوي وو.
روزل شویو کسانو د هغه وخت خپرونو لپاره د بېلابېلو دولتي پېښو انځور او د افغانستان د پاچا او لومړي وزیر د سفرونو فلم اخیست.
خو په افغانستان کې د فلم "مینځل" او پر ویډیو بدلول ناشوني وو. له امریکا سره د تړون له مخې د ۱۵ کلونو لپاره فلمونه د چاپ او تنظیم لپاره د هند له لارې امریکا ته لېږل کېدل. درې څلور میاشتې وخت یې نیوه چې فلمونه یې تیار او افغانستان ته واستول شي.

د "افغان فلم" بنسټ
په ۱۹۶۵کال کې محمد ظاهر شاه په کابل کې د امریکا له سفیر وغوښتل چې په افغانستان کې د فلم مینځلو لابراتوار جوړ کړي. د امریکا د هغه وخت ولسمشر په تایید د متحده ایالتونو نړیوالې پراختیايي ادارې دا پروژه پر غاړه واخیسته. په همغه کال کې د افغان فلم ادارې بنسټ کېښودل شو.
د دریو کلونو په تېرېدو سره د امریکا حکومت په مرسته په ۱۹۶۸ کال کې افغان فلم او د تولید سټوډیو جوړه شوه.
د شاهي دربار مسلکي عکاس سلطان حمید هاشم د افغان فلم مشر وټاکل شو. روزل شوي کسان او هغه افراد چې د مطبوعاتو اداره کې یې د کار تجربه لرله، په افغان فلم کې یې دندې پیل کړې. ویل کېږي پخپله شاه هم د سینما هنر ته لېوال و او کله کله به د افغان فلم تالار کې فلم لیدو ته کېناسته.
خو په پیل کې هنري او داستاني فلمونه تولیدېدل. هغه وخت له سیاسي، کلتوري او ټولنیزو پېښو "نیوز ریل" یا خبري ریلونه تولیدېدل او سینماوو کې د بهرنیو فلمونو تر خپرېدو هر ځل مخکې نندارې ته وړاندې کېدل.
همدارنګه ځینې مستند فلمونه هم تولیدېدل.

افغانستان کې لومړنی هنري فلم
افغانستان کې لومړنی هنري فلم په ۱۹۶۹ کال کې د روزګاران په نامه دریو برخو کې جوړ او د کابل سېنماوو کې نندارې ته وړاندې شو. ور پسې افغان فلم د ګرځنده ادارې په نامه چوکاټ رامنځ ته کړ، چې د پروجکتور او جنرېټر په کارولو سره یې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته خبري پېښې او کله کله هم فلمونه نندارې ته وړاندې کول.
د افغان فلم پخواني چارواکي وايي، د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې یې له ۱۹۶۷ کال نیولې بيا په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ تر پیله پورې یې ۳۷ داستاني او له سلو ډېر مستند فلمونه جوړ کړي دي.
یو باور دا هم دی چې د تولید، منځپانګې او چارو له مخې د افغان فلم د غوړېدو وخت د خلق ډیموکراټیک ګوند په مشرۍ د پخواني شوروي د ملاتړي حکومت د واکمنۍ کلونه وو، ځکه له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۲پورې هر کال درې یا څلور فلمونه تولیدېدل. ډېرو کسانو سېنما ته مخه کړه او په دې برخه کې ډېر کسان هم په چکسلواکیا، بلغاریا او پولنډ کې وروزل شول.
په شاده ګل مشهور د کونډې زوی سریال، ټوکي اختر، مجسمې خاندي او د سړیو قول وي په نامه فلمونه په دې دوره کې د افغان فلم خورا مشهور سېنمايي کارونه دي.
خوپه هغو کلونو کې د ډېرو فلمونو منځپانګه تبلیغاتي وه او حسین دانش په دې هکله وايي: "د حکومت لپاره دغو تبلیغاتي فلمونو تر یوه بریده د افغان فلم نوم بد کړ."

د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې د افغان فلم د ارشیف ژغورل
په اتیایمه میلادي لسیزه کې د افغانستان ځینو فلمونو د پخواني شوروي اړوند جمهوریتونو او د ختیځ جرمني په جشنونو کې جایزې هم وګټلې. اول ځل د لطیف احمدي مهاجر مرغان فلم د اسیا- افریقا- لاتینې امریکا جشن کې د سولې او دوستۍ جایزه وګټله. خو دا جایزې د سیالۍ پر ځای تر ډېره هڅوونکې وې.
د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال افغان فلم خپلواکه اداره وه. په هغه پسې او د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داود وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره یو ځای شوه.
بېلابېلو دورو کې سلطان حمید هاشم، صمد اصفي، خالق علیل، عبد الواحد نظري، صدیق برمک (دوه ځلې)، لطیف احمد (دوه ځلې)، ابراهیم عارفي او صحرا کریمي (د جمهوري نظام وروستیو کلونو کې) د افغان فلم مشري کړې ده.
د افغان فلم چارې تل له هغه سیاسي چاپېریال او بدلونه اغېزمنې شوي چې افغانستان کې د رژیمونو بدلون سره رامنځ ته شوی دی.
د برهان الدین رباني په مشرۍ اسلامي دولت کې افغان فلم خپلې چارې روانې وساتلې، خو د عروج فلم د لومړۍ او دویمې برخې په څېر د هغه وخت ډېرو فلمونو کې ښځو ته هېڅ رول ور نه کړل شو.
کورنیو جګړو کې څو هاوان ګولۍ د افغان فلم پر ودانۍ ولګېدې، خو سینماګران د افغان فلم او د افغانستان سينما لپاره تر ټولو سخته دوره د طالبانو حاکمیت په تېره د دغه ډلې لومړی ځل واکمني بولي.
هغه وخت د طالبانو مشرتابه د افغان فلم د ارشیف له منځه وړلو فرمان صادر کړ. خو بیا هم د دغه ادارې ځینې کارکوونکو د فلمونو اصلي نسخې او د افغان فلم ارشیف خوندي او د طالبانو له سترګو پټ وساته، چې له منځه وړلو هڅه یې کوله.

د افغانستان د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني په امر په ۲۰۱۸ کال کې ارګ ته د افغان فلم د ارشیف لېږدولو ته ځینې فرهنګیانو غبرګون وښود او مخالفت یې ورسره وکړ. د دغه ادارې ارشیف اوس هم ارګ کې دی او مخکې طالبانو ویلي چې پر ځای او خوندي دی.
حسین دانش وايي د پانګونې نشتوالی په ځانګړي ډول تېرو شلو کلونو کې، د مسلکي او روزل شوو ډایرکټرانو کمښت او امنیت د دې ادارې په مخ کې خورا سترې ننګونې وې "په دې دلیل چې ویل به یې بحث ازاد دی هرڅه چې کوئ، ویې کړئ، نو د جمهوریت دورې حکومتونو د افغانستان د سینما ستونزوې ته پام ونه کړ."
د ده په خبره، په ۱۹۷۰ کال کې کابل د څلور سوه زرو وګړو لرلو سره د سینما او تیاتر ۱۸ تالارونه درلودل، په هرات، بلخ، کندوز، مزار شریف، بغلان او څو نورو ښارونو کې هم سینماوې فعالې وې، خو په ۲۰۲۰ کال کې کابل یوازې پنځه فعال سېنمايي تالارونه درلودل.