ولې د همالیا د غرونو لیدل ورځ تر بلې سختېږي؟

BBC World Service environment correspondent Navin Singh Khadka trekking with mountains visible behind him
  • Author, نوين سېنګ کډا
  • دنده, بي بي سي

زه د نيپال په پلازمېنه کټمنډو کې رالوی شوی يم. د هماليا غرونه مې ليدلي. له هغه راهيسې چې له دې ځايه وتلی يم ما د ځمکې پر مخ د لوړو غرونو ښکلې او په زړه پورې ننداره له ياده نه ده وتلې. هر ځل چې کټمنډو ته ځم غواړم چې ښايسته غرونه يو ځل وګورم خو اوس بخت هغسې ياري نه کوي.

د روان کال په اپرېل کې چې زه په کوم هوټل کې اوسېدم، په داسې ارتفاع واقع وو چې که هوا روښانه وی غرونه ترې ښکارېدل خو د دوو اوونيو پر مهال هېڅ داسې يوه ورځ رانغله چې هوا دې روښانه وي او زه دې د غرونو ننداره وکړی شم.

حتی د کټمنډو له ناګرګوټ سيمې چې له ښاره بهر پروته ده يوازې لوګی ترسترګو کېده، داسې لکه غرونه چې هېڅ نه وي. د یوه هوټل څښتن يوګېندرا شاکيا چې له ۱۹۹۶ هلته هوټل چلوي وايي، "زه لکه د پخوا په څېر نور دا ځای د لمر راختلو، لمر پرېوتلو او هماليا په توګه نه ګورم".

د دې ښکلو منظرو د ورکېدو اصلي لامل د سیمې په فضا کې سخته ککړتیا ده چې د لوګي بڼه يې غوره کړې ده.

View of a hill in the foreground with Himalaya mountains and some peaks visible in the background

د عکس سرچینه، Yogendra Shakya

د عکس تشریح، د هماليا د غرونو لړۍ هغه مهال چې هوا روښانه وه
View of a hill in the foreground with nothing visible behind, due to haze
د عکس تشریح، د هوا خرابوالي پر مهال د هغې اوسنۍ منظره

په هغو هېوادونو کې لکه نيپال، هند، پاکستان او بوټان چې د همياليې غرونو لړۍ په کې غځېدلې، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک يې ليدو ته ورځي، د غر ختونکو یوه لارښوده لکي چهېتري وايي، "تېر کال يو ځل اړ شوو چې د غر ختونکو يوې ډلې ته تاوان ورکړو، ځکه زموږ لارښود ونشوای کړای چې د لوګي له کبله دوی ته د هماليې غرونه ور وښيي."

ساينسپوهان وايي په سيمه کې لوګی ډېر شوی او تر ډېره دوام کوي چې له امله يې خلک ننداره نشي کولی. دوی دا حالت اقلیمي بدلون پورې تړلی بولی.

An image of Fishtail mountain in Nepal with clear skies clearly seen from the road

د عکس سرچینه، Yunish Gurung

د عکس تشریح، په نيپال کې په روښانه ورځ د غرونو ننداره
A similar image of Fishtail mountain in Nepal but now with hazy skies obscuring the view
د عکس تشریح، ورته غرنۍ لړۍ چې په لوګي پوښتل شوې ده، نژدې له ورته ځایه اخیستل شوی عکس

نهيلي سيلانيان

يو اسټراليايی سيلاني جان کارول چې له ۱۹۸۶ راهيسې له لسو ځلو ډېر يې نيپال ته سفر کړی وايي، "دا ډېره د خواشينۍ وړ وي چې غرونه ونه ګورئ."

نوموړی وايي، "لس کاله مخکې داسې نه وو خو اوس لوګی داسې ښکاري چې هر څه يې لاندې کړي وي او دا زموږ لپاره چې دلته راځو ډېره خواشينوونکي ده."

د غر ختنې د ټولنې د يو ځايي مشر کرېشنا کې سي په وینا، د غر ختنې صنعت له سختو ستونزو سره مخ دی. نوموړي بي بي سي ته وويل، "زموږ د ټولنې غړي شرکتونه نهيلي دي، ځکه که د هماليې غرونه نه ليدل کېږي، کاروبار بندېږي. ډېر اوس دا فکر هم کوي چې خپل کاروبار بدل کړي."

دوامداره لوګی

په مرکزي هماليه کې چې د هند په شمال کې ده د هېماچل او اتراکهنډ ايالتونو هوټل واله او د ګرځندوی شرکتونه وايي اوس لوګی لا پسې زيات شوی او د پخوا پرتله ډېر ژر بېرته راګرځي.

مليکا وردي چې په اوتراکهنډ کې د ګرځندوی په برخه کې کار کوي وايي، "اوس وچ موسمونه اوږده وي، بيا ناڅاپي سخت بارانونه وشي چې د پخوا په څېر منظم نه دي. کله چې باران نه کېږي، لوګی هم ډېر وخت پاتې کېږي."

په پاکستان کې د هميالې غرونو لړۍ تر ډېره د لوګي له اغېزو خونده وي ځکه چې له ښارونو په لرې واټن کې پراته دي خو ځايي خلک وايي هغه غرونه چې پخوا به له پېښور او ګلګت ښه ښکاره ليدل کېدل اوس ډېر کم ليدل کېږي.

د چاپېريال ساتنې ادارې پخوانی مشر اصف شجاع وايي، "لوګی اوس ډېر وخت پاتې کېږي او هغه غرونه چې پخوا به مو ليدل اوس نه ښکاري."

Lucky Chhetri, one of the pioneer women trekking guides in Nepal poses in front of the Himalayas which can be clearly seen

د عکس سرچینه، Lucky Chhetri

د سوېلي اسيا يو شمېر ښارونه هر کال د نړۍ تر ټولو د ډېرې ککړې فضا لرونکو ښارونو په سر کې راځي. په ډېری سيمو کې د زهرجنې هوا کچه د خلکو روغتیا ته سخت زيان رسوي او د سفرونو ګډوډي، د ښوونځيو او پوهنتونونو د بندېدو لامل کېږي.

له وساېطو، فابريکو لوګي خپرېدل، دوړې، د کثافاتو سوځېدل دا ټول د کال په اوږدو کې د هوا د ککړتيا اصلي سرچينې بلل کېږي. د وچ موسم پر مهال د شمالي هند، پاکستان او نيپال کروندګر کرنيز پاتي شوني سوځي او د ځنګلونو د اورونو لوګی په فضا کې خپرېږي.

Three tourists with their backs to the camera sit at a table and look at the view of the Annapurna mountain range in the Himalayas

د عکس سرچینه، Yuvaraj Shrestha

په کټمنډو کې يوه تازه څېړنه ښيي چې له ۲۰۰۰ کال راهيسې په منځنۍ کچه د ډسمبر، جنورۍ او فبرورۍ نژدې ټولې ورځې بشپړ لوګی وي خو د ۱۹۹۰ کلونو په لسيزه کې دا ۶۰ سلنه و.

کارپوهان وايي، د اقلیم بدلون له کبله هماليه ښايي د نړۍ تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې غرنۍ سيمه وي، ځکه دا د نړۍ په تر ټولو ګڼ مېشت سيمه کې موقعيت لري.

له دې وروسته ښايي د هماليې ښکلې منظرې تر ډېره په عکسونو، انځورونو او پوسټ کارډونو کې وموندل شي.