ټرمپ وايي، امریکا به د پولادو او المونیم پر وارداتو تعرفه دوه برابره کړي او ۵۰٪ ته به یې ورسوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې له چهارشنبې به امریکا د پولادو او المونیمو پر وارداتو خپله اوسنۍ تعرفه له ۲۵ سلنه ۵۰ سلنې ته دوه برابره کړي.
ټرمپ د پنسلوانیا ایالت پیټسبرګ په یوه غونډه کې وویل، دغه ګام به د پولادو د سیمهییز صنعت او ملي تولید زیاتوالي کې مرسته وکړي او پر چین به تکیه کمه کړي.
همدارنګه یې وویل، د امریکا پولادو شرکت (یواېسسټیل) او د جاپان نیپون پولادو شرکت ترمنځ به د شاوخوا ۱۴ میلیاردو ډالرو پانګونه په دې سیمه کې د پولادو د تولید لپاره وشي. که څه هم ټرمپ ددې معاملې په اړه غږېږي، خو د دې شراکت جزئیات لا روښانه نه دي.
دغه اعلان د ټرمپ د تعرفو په اړه د نظر بدلونونو وروستی پړاو دی، چې له جنورۍ میاشتې راهیسې یې بیا واک ته له رسېدو راهیسې په ډاګه کړی دی.
ټرمپ د پولادو کارګرو په غونډه کې وویل: "هېڅوک به له کاره ګوښه نه شي او هېڅ تولید به بهر ته انتقال نه شي او د امریکا د پولاد هر کارګر به ژر تر ژره ښه مستحق ۵۰۰۰ ډالره بونس ترلاسه کړي."
ولسمشر خپل ډېر وخت د دې خبرې لپاره ځانګړی کړی و چې څنګه یې پیټسبرګ کې په ۲۰۱۸ کال واک ته له رسېدو سره د ۲۵سلنه تعرفو په لګولو د امریکا د پولادو جوړوونکی تر ټولو ستر شرکت یواېسسټیل "ژغورلی"، هغه وویل د ۵۰٪ تعرفو زیاتوالی به د دې شرکت د بقا تضمین وي.
هغه وویل: "په ۵۰٪ تعرفه کې به دوی نور له دې خنډه تېر نه شي".
دا اعلان داسې مهال کېږي چې د ټرمپ د نړیوالو تعرفو د قانوني کېدو په اړه یوه قضایي جګړه روانه ده، چې د استیناف محکمې یې تر اوسه دوام ته اجازه ورکړې ده.
د پولادو او المونیم وارداتي مالیې د دې قضیې له امله نه دي اغېزمنې شوې.

د عکس سرچینه، PA Media / Getty Images
دغو تعرفو په نړیوالو بازارونو او سوداګرۍ کې ګډوډي رامنځته کړې، د امریکا او چین تر منځ یې اړیکې نازکې کړې او د دواړو هېوادونو تر منځ د یو بل پر ضد یې د تعرفو جګړه پیل کړې، چې ښايي اوږده موده دوام وکړي.
ټرمپ په جمعه په چین تور پورې کړ چې د تعرفو په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ له وروستي اوربند یې سرغړونه کړې ده. چین په ځواب کې امریکا په ناسمو کړنو تورنه کړې ده.
واشنګټن او بېجینګ په جینوا کې له خبرو وروسته په موقت ډول د یو بل پر ضد تعرفې موقتي کمې کړي.
خو ټرمپ په جمعه وویل چین "کاملا له موږ سره خپله موافقه ماته کړې ده". هغه جزییات ورنه کړل، خو وروسته د امریکا د سوداګرۍ استازي جیمیسون ګریر وویل چین د تړون له مخې د غیر تعرفې خنډونه نه دي لرې کړي.
د امریکایي رسنیو په وینا، جاپان پلان لري چې په ۱۴ میاشتو کې ۱۴ میلیارد ډالر پانګونه وکړي.
بېجینګ په جمعه په مستقیم ډول د امریکا تورونو ته ځواب ورنه کړ، خو له امریکا یې وغوښتل چې "د چین پر وړاندې تبعیضي محدودیتونه ودروي".