اسرائيل وايي، ځان ډاډمنوي چې غزې ته رسېدلې مرستې د حماس ګوتو ته نه ورځي

ghaza

د عکس سرچینه، REUTERS / COGAT

په داسې حال کې چې اسرائيلي چارواکي وايي، پرون پر مرستو بار د ملګرو ملتونو ۹۳ لارۍ غزې ته ننوتې دي خو ملګري ملتونه وايي چې لا هم د اسرائيلو اجازې ته په تمه دي چې دا مرستې ترلاسه او پر اړمنو یې ووېشي.

د اسرائیل پوځ پر خواله رسنۍ په یوه پيغام کې ویلي، "وسله‌وال ځواکونه به غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د اسانۍ رامنځ‌ته کولو لپاره هر راز هڅو ته دوام ورکړي او ځان به ډاډمن کړي چې دا مرستې د حماس ترهګرې ادارې لاس ته نه ورځي."

په سیمه کې د اسرائيلي پوځ د حکومتي فعالیتونو همغږي کوونکې اداره 'کوګاټ' وايي چې په دې مرستو کې اوړه، د تي‌خورو ماشومانو لپاره ځانګړي خواړه، درمل او روغتیايي توکي شامل دي.

دې ادارې همدا راز ویلي چې پر مرستو بار دا لارۍ "تر امنیتي پلټنو وروسته" د 'کریم شالوم' له لارې غزې ته ننوتلې.

ملګري ملتونه هم وايي چې له تېرو ۱۱ اوونيو بنديز وروسته که څه هم د مرستو لارۍ د غزې له پولو اوښتې دي خو لا تراوسه په غزه کې هېڅ ډول مرستې نه دي وېشل شوې.

د ملګرو ملتونو وياند سټېفن ډوجارېک ويلي، د مرستو يو جوپه "څو ساعته" انتظار وه چې اسرائيل سیمې ته د لاسرسي اجازه ورکړي "خو له بدمرغه هغوی ونتوانېدل دغه توکي زموږ ګودام ته ورسوي."

لارۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

اسرائيلو د تېرې يکشنبې په ورځ موافقه وکړه چې "محدود" خواړه به غزې ته چې نړيوالو کارپوهانو د قحطۍ د ګواښ خبرداری ورکړی پرېږدي.

سټېفن ډوجارېک ويلي، د مرستو وېش بهير "پېچلی" شوی دی. نوموړي د مرستو رسېدل مثبت پرمختګ بللی خو وايي دا "په سمندر کې د يوه څاڅکې" په څېر دی.

د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي چې د غزې د سخت بشري کړکېچ کابو کولو لپاره هره ورځ په مرستو بار ۶۰۰ لاريو ته اړتيا ده.

د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت مسوولینو‌ په خبره د اسرائیلو او حماس ترمنځ‌‌ په جګړه کې تر دې دمه ۵۳۴۸۶ فلسطینیان وژل شوي دي.

د یاد وزارت د شمېرو له مخې ۳۶۴ نور کسان هم ټپیان شوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ مې راهیسې د ټپیانو ټولټال شمېر ۱۵۱،۳۹۸ ته رسیږي.

ghaza

د عکس سرچینه، Reuters

د حماس یوې لوړپوړه سرچینې د یکشنبې په ماښام بي‌بي‌سي ته ویلي چې "د اسرائيلو د سرټمبګۍ له کبله په دوحه کې د اوربند په اړه روانو خبرو کې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه دی شوی."

سرچینې ویلي، حماس دې ته لېوالتیا ښودلې چې ټول اسرائيلي یرغمل په یو وار خوشي کړي خو "په دې شرط چې د اوربند یو جامع او تل‌پاتې تړون وشي؛ هغه څه چې اسرائيل یې په پرله‌پسې دول ردوي، ځکه چې مذاکره کوونکی پلاوی یې د مهمو مسئلو په اړه د پرېکړو واک نه لري."

سرچینې همدا راز ویلي، "اسرائيل یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د هر فرصت مخه نیسي" او حماس بیا په ټینګار سره "هېڅ راز لنډمهاله او جزوي جوړجاړی نه مني."

چارواکي وايي چې حماس داسې یو "جامع تړون" غواړي چې پر بنسټ یې د ټولو اسرائيلي یرغملو د خلاصون په بدل کې ټاکل شوی شمېر فلسطیني بندیان باید خوشي کړل شي، دایمي اوربند وشي، له غزې تړانګې اسرائيل په بشپړ ډول ووځي او هلته بشري مرستې ور پرېښودل شي.

خو سرچینې وايي چې، "اسرائيل غواړي د لنډمهاله اوربند په بدل کې په یوه یا دوو جوپو کې خپل یرغمل ترلاسه کړي."

له نږدې لسو اوونيو بنديز وروسته اسرائيلو غزې ته په داسې حال کې د "اړينو خوراکي توکو" د لېږد اجازه ورکړې چې هلته یې "په لویه کچه د ځمکنیو عملیاتو" د پيلېدو اعلان هم کړی.

په دې وروستيو کې په غزه کې د خوارکي توکو د کمښت او د اسرائيلو له خوا د بنديز له کبله پر دې هېواد فشار زيات شوی دی.

مرستندويه ادارو خبرداری ورکړی چې د غزې ۲.۱ ميليونه وګړي ښايي له قحطۍ سره مخ شي. له غزې د خوارځواکو ماشومانو عکسونه او ويډيوګانې خپرېږي.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان نول بيروټ له اسرائيلو غوښتي چې غزې ته "له ځنډ پرته په سملاسي توګه او لویه کچه" د مرستو د لېږد اجازه ورکړي.

د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتياهو له دفتر يوه بيان کې ويل شوي چې اسرائيل به د غزې خلکو لپاره "د اړتيا وړ خوارکي توکو لېږد اجازه ورکړي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د خوړو د کمښت کړکېچ رامنځته نشي".

په بيان کې زياته شوې چې اسرائيل به "د بشري مرستو په وېش کې د حماس کنټرول ترلاسه کولو د هڅو مخنيوي لپاره هم ګامونه پورته کړي."

په دې وروستيو کې اسرائيلو پر غزه هوايي بريدونه زيات کړي دي. د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۶۷ کسان وژل شوي او ۳۶۱ تنه نور ټپیان دي.

يوې مېرمنې د غزې له خان يونس څخه بي بي سي ته ويلي چې هلته حالات "ډېر سخت" دي. دا وايي په داسې حال کې چې د اوړو، خوړو او ګازو له سخت کمښت سره مخ دي د بمباريو له کبله يې هېڅ خوب نشي کولی.

د غزې د بېړنو حالاتو اداره وايي، په جنوب د المواسي پنډغالي کې تېره شپه د بريد له کبله ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي

د غزې په شمال کې ټول روغتونونه له فعالیته لوېدلې

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د غزې په شمال کې ټول درې دولتي روغتونونه "له فعالیته لوېدلي" دي، ځکه چې اسرائیل د سیمو نیولو لپاره خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، اسرائیلي ځواکونو په بیت لاهیا کې د اندونیزیا لخوا جوړ شوی روغتون محاصره کړ او "سختو ډزو سره یې روغتون ته د نویو ناروغانو، روغتیاپالانو او توکو رسولو مخه ونیوله". غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت مسوولین وایي، دغه روغتون په شمال کې وروستی هغه و چې فعالیت یې کاوه.

بلخوا د حماس له خوا د نوي اوربند د وړانديز له مخې دا ډله چمتو ده چې نور يرغمل کسان خوشي کړي. حماس دغه وړانديز د شنبې په ورځ له تازه خبرو اترو وروسته کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيلو پوځ په غزه کې نوي پوځي عمليات پيل کړي دي.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

یوه فلسطیني چارواکي بي بي سي ته ويلي، حماس هوکړه کړې چې نهه يرغمل به د ۶۰ ورځني اوربند او د فلسطيني بنديانو د خوشي کولو په بدل کې پرېږدي.

د ياد چارواکي په وینا، د نوي وړانديز له مخې به هره ورځ غزې ته د مرستو د ۴۰۰ ګاډو د ورتګ اجازه ورکول کېږي او د همدا ډول به ناروغاو ته اسانتيا برابرېږي چې له سيمې ووځي. اسرائيلو په بدل کې د پاتې يرغملو په اړه کره معلومات غوښتي دي.

د اوربند د نويو خبرو اترو دا پړاو د قطر او امریکا د منځګړو په مرسته د پلازمېنې دوحې په ښار کې د شنبې په ماسپښين پيل شوی.

تراوسه اسرائيلو په رسمي ډول د دې وړانديز ځواب نه دی ورکړ خو له خبرو اترو مخکې يې ويلي وو چې نه له غزې خپل ځواکونه وباسي او نه به د جګړې د پايته رسولو ژمنه کوي.

بي بي سي ته معلومه شوې چې په وړانديز کې به دا شرطونه شامل نه وي.

دا وړانديز په داسې حال کې شوی چې د اسرائيلو پوځ د شنبې په ورځ په غزه کې د نويو عملیاتو اعلان وکړ.

په وروستيو څو ورځو کې اسرائيلو په غزه کې مرګونه بريدونه ترسره کړي. د ژغورونکو په وينا له تېرې پنجشنبې راهيسې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي چې په هغو کې پر روغتونونو او د کډوالو پر پنډغالو بريدونه هم شامل دي.

له هغه راهیسې چې د اسرائیلو او حماس تر منځ دوه مياشتنی نازک اوربند مات شو اسرائيلو د مارچ پر ۱۸ بيا بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې يې زرګونه کسان وژل شوي دي.

مرستندويه ادارې وايي، د غزې بشري کړکېچ لاپسې خراب شوی، اسرائیل له تېرو لسو اوونيو راهيسې غزې ته د خوړو او نورو مرستو پر ورتګ بنديز لګولی دی.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د روانې مياشتې په پيل کې د پراخو بريدونه ګوتڅنډنه کړې وه او ويلي يې وو چې د غزې شمالي برخې نيسي او حماس به له منځه وړي.

غزه کې د ننه يوې خبريالې غاده القرد بي بي سي ته ويلي چې "د غزې په شمال او ختيځ کې هوايي بريدونه، ډزې، ډرون بريدونه او حتی چادونې روانې دي."

نوموړې حالت "ډېر وېروونکی" بللی دی.

دې زياته کړې، چې د لوړو بيو له کبله کورنۍ يې يوازې يو ځل خواړه خوري، اسرائيل يې تورن کړي چې خواړه د وسلې په توګه کاروي. هغه تور چې د ملګرو ملتونو چارواکو هم تائيد کړی دی.

مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د غزې ۲.۱ ميلیونه وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي، داسې ويډيوګانې او راپورونه خپرېږي چې ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ ويلي وو چې په غزه کې "ډېر خلک له سختې لوږې" کړېږي خو د اسرائيلو حکومت دا تورونه رد کړي چې ګواکې په غزه کې د خوړو کموالی دی.

یوې بريتانوۍ ډاکترې وېکټوريا روز چې د خان يونس په ناصر روغتون کې کار کوي، بي بي سي ته ويلي، "ټيم يې ډېر ستری شوی" او د روغتون کارکوونکو "ډېر وزن له لاسه ورکړی" دی.

نوموړې ويلي، "ماشومان ډېر ډنګر شوي، ډېر داسې ماشومان دی چې غاښونه يې غورځېدلی دي."

"ډېری ماشومان د سوځېدو ژور ټپونه لري، د دې کچې لوږې او کمزورتيا له کبله يې د مېکروبي کېدو ګواښ لوړ شوی او د رغېدو توان يې ډېر کم شوی دی."

اسرائيلي ځواکونه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائيلو لومړي وزير د مې پر پنځمه ويلي وو چې اسرائيل په غزه کې پراخو عملياتو ته تياری نيسي او هغه وخت به پيلېږي چې ولسمشر ټرمپ د منځني ختيځ سفر بشپړ کړي. نوموړی د جمعې په ورځ له منځني ختيځه تللی دی.

په همغه ورځ د غزې شمالي او مرکزي برخو اوسېدونکو ته ويل شوي وو چې له خپلو کورونو او پناه ځايونو ووځي. مرستندويه ادارو دا کار نژدې ناشونی بللی ځکه چې ګڼ شمېر خلک له وړاندې بې کوره شوي دی.

د شنبې په ورځ د اسرائيلو پوځ وويل، "تر هغه به عملیات ونه دروي چې نور حماس ګواښ نه وي او ټول يرغمل بېرته کورونه ته ستانه شوي نه وي." اسرائيلي پوځ ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې "په غزه کې له ۱۵۰ ډېرې موخې په نښه کړې دي."

د اسرائيلو دا پراخ عمليات د ملګرو ملتونو او ځينو اروپايي مشرانو له خوا غندل شوي دي.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) مشر فېلېپ لازاريني ويلي، "د نورو څومره فلسطينيانو ژوند به د هوايي بریدونو، لوږې او د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له کبله له منځه ولاړ شي؟"

"زموږ تر سترګو لاندې ظلمونه په یوه نوي عادي کار بدلېږي، په بې پروايۍ سره د نه زغملو وړ حالت د زغملو وړ ګړځي."

له نویو بريدونو وروسته د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش، د اسپانیا لومړي وزير پېډرو سنچېز او د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انټونيو تاجاني د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې ده. د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ويلي دا نوي عمليات د غزې د خلکو لپاره "کړکېچن بشري وضعيت نور هم خرابوي" او د پاتې يرغملو پر وړاندې ګواښ زياتوي.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.

په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا نژدې ۵۳ زره فلسطینیان چې ډېری یې ملکيان دي وژلي دي.