چارواکي وايي، د اسرائیلو امنیتي کابینې د غزې د 'نیولو' پلان تصویب کړی

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ډېوېډ ګرېټن
- دنده, بي بي سي، بيت المقدس
د يوه اسرائیلي چارواکي په وینا د دغه هېواد امنیتي کابینې د حماس پر ضد د خپلو پوځي عملیاتو د پراخولو پلان منظور کړی دی، چې پکې د غزې "نیول" او د هغو د سیمو کنټرول شامل دی.
د اسرائیلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو ویلي، کابینې د حماس د له منځه وړلو او د پاتې يرغملو کسانو د خوشي کولو په موخه د "پیاوړو عملياتو" پرېکړه کړې ده.
نوموړي ويلي چې د غزې وګړي به ولېږدول شي خو دا يې نه ده روښانه کړې چې څومره سيمه به لاندې کوي.
د اسرائيلو کابینې همداراز یو پلان تصویب کړی چې له مخې به يې مرستې د خصوصي شرکتونو له لارې رسول کېږي. له دې سره به د مرستو دوه مياشتنی بنديز چې د ملګرو ملتونو په وينا د خوړو د سخت کمښت لامل شوی پايته ورسېږي.
خو ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ادارې وایي، دا وړاندیز د بشري اصولو خلاف دی او دوی به له دې سره همکاري ونه کړي.
بل پلو د حماس یوه چارواکي ویلي، چې دوی به د اسرائیلو "فشار" ته غاړه ټيټه نه کړي.
کله چې د اسرائیلو د عملیاتو پراخولو په اړه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وپوښتل شول، هغه یو ځل بیا ژمنه وکړه چې فلسطینیانو ته د خوراکي توکو په رسولو کې به مرسته کوي.
په همدې مهال د بریتانیا حکومت ویلي، چې "د اسرائیلو د پوځي عملیاتو پراخولو ملاتړ نه کوي". اروپایي ټولنې هم د زغم غوښتنه کړې او اندېښنه یې ښودلې چې دا کار به "فلسطینیانو ته نوره مرګژوبله او کړاوونه" راوړي.
د اسرائیلو امنیتي کابینې د یکشنبې په ماښام د غزې د عملیاتو چې د مارچ پر ۱۸ د دوه مياشتنې اوربند وروسته د اسرائيلو له خوا پیل شول ناسته درلوده.
یو اسرائيلي چارواکي چې د دوشنبې په سهار یې خبریالانو ته معلومات ورکول، وویل وزیرانو په متفقه توګه د اسرائيلي پوځ د لوی درستیز جنرال ایال زمیر له لوري وړاندې شوی پلان چې "په غزه کې حماس ته ماتې ورکول او د برمته کسانو خوشي کول دي" تصويب کړ.
چارواکي زیاته کړه، "پلان کي د نورو شیانو ترڅنګ د غزې نیول، د سیمو کنټرول، جنوب ته غزې وګړو لېږدول، حماس ته د بشري مرستو د رسېدو مخنیوی، او پر حماس ځواکمن بریدونه شامل دي."
د اسرائیلو رسنیو راپور ورکړی چې د پلان لومړۍ مرحله به د غزې د نورو سیمو نیول او د اسرائیلي ټاکل شوې "حایلي سیمې" پراخول وي. دا به اسرائیلو ته فرصت ورکړي چې له حماس سره د نوي اوربند او د برمته شویو د خوشي کولو په تړون کې برلاس ولري.
وروسته، یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي وويل چې دا پلان به تر هغه نه عملي کېږي ترڅو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مې له ۱۳مې تر ۱۶مې سیمې ته سفر نه وي بشپړ کړی. هغه دا د حماس لپاره یو "یو فرصت" وباله چې نوي اوربند او د برمته شویو د تبادلې تړون ته غاړه کېږدي.
ټرمپ به سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او قطر ته سفر وکړي.
په همدې مهال د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسرائیلو د ماليې وزیر ښي اړخي بېزالېل سموټرېچ د دوشنبې په ورځ په بيت المقدس کې یوه کنفرانس ته ويلي، چې اسرائیل به "د غزې تړانګه ونیسي".
اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال کې د غزې ترڅنګ لوېدیځه غاړه هم نيولې وه. په ۲۰۰۵ کال کې خپل ځواکونه او مېشت خلک له غزې وايستل، خو ملګري ملتونه لا هم غزه د اسرائیلو تر اشغال لاندې سیمه ګڼي، ځکه اسرائيل لا هم د غزې د سرحدونو، فضایي حریم او ساحل کنټرول په لاس کې لري.
همدا ډول وروسته د دوشنبې په ورځ، د اسرائیلو دفاعي ځواکونو وویل چې پراخ شوی عملیات به د غزې ډېری فلسطینیان بېځایه کړي.
خو ګوتنيونکي وایي، دا پوځي عمليات به د پاتې يرغمل شويو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي او حکومت ته یې سپارښتنه کړې چې له حماس سره يوې هوکړې ته ورسېږي.
د حماس چارواکي محمود مرداوي یو ځل بیا ویلي چې دوی "یوه بشپړه هوکړه غواړي، چې پکې بشپړ اوربند، له غزې بشپړ وتل، د غزې بیا رغونه او د دواړو لورو ټولو بندیانو خوشي کول شامل وي".
د غزې شمالي برخې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي چې دوی په زوره جنوب ته له لېږدېدو سره کلک مخالفت دي، ځينو يې ویلي، د دې پر ځای دوی غوره بولي چې د خپلو ویجاړو شویو کورونو تر څنګ مړه شي.
د غزې يو ۷۶ کلن اوسېدونکی احمد وايي، "د ۲۰۲۳ اکټوبر کې، ما له خپلو ماشومانو، لوڼو او لمسیانو سره، چې ټول ټال شاوخوا ۶۰ کسان وو، کډه وکړه. په هغه سيمه کې چې اسرائيلو ورته خوندي سيمه ويله، موږ د نه زغملو وړ شرايط تېر کړل. دا ځل نه وځو، حتی که اسرائیل زموږ پر خیمو هم برید وکړي."
د پنځو ماشومانو پلار ۴۸ کلن اسامه توفيق وايي، "د اسرائیلو ګواښونه به موږ ونه ډار کړي. موږ به په غزه کې پاتې شو."

د عکس سرچینه، EPA
اسرائيلي چارواکي همداراز ویلي چې امنیتي کابینې "د بشري مرستو احتمالي وېش" هم منظور کړی دی.
دغه امنیتي چارواکی وایي مرستې به د پراخو پوځي عملیاتو سره پیل شي، او پوځ به جنوبي رفح کې یوه سیمه جوړه کړي چې فلسطینیان به تر پلټنو وروسته هلته ورتلی شي.
خو د بشري مرستو د همغږۍ ډلې چې د ملګرو ملتونو ادراې هم په کې شاملې دي وايي، اسرائيلي چارواکي هڅه کوي "د شته مرستو د وېش سیستم وتړي" او له موږ غواړي چې "د اسرائیلو د پوځ له خوا ټاکل شویو شرایطو لاندې، د اسرائیلو له مرکزونو مرستې تقسیم کړو".
دغې ډلې خبرداری ورکړی چې دا پلان د بنسټیزو بشري اصولو خلاف دی او داسې ښکاري چې د ژوند ژغورونکو توکو کنټرول د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي".
اسرائیلو د مارچ پر دويمه د خپلو پوځي عملیاتو له بیا پیلېدو دوه اونۍ وړاندې، غزې ته ټولې بشري مرستې او نور اکمالات بند کړل.
د ملګرو ملتونو په وینا، اوس د غزې خلک د لوږې او خوارځواکۍ له نوي ګواښ سره مخ دي، ځکه چې ګدامونه خالي دي، نانوايي بندې دي، او د ټولنیزو پخلنځیو مواد مخ په خلاصېدو دي.
د کلابندۍ له کبله له وړاندې ځپل شوی روغتيايي سيستم لا کمزوری شوی دی.
ملګري ملتونه وایي، اسرائیل د نړیوالو قوانینو له مخې مکلف دی چې د غزې د خلکو لپاره مرستې برابرې کړي. خو اسرائیل وایي دوی د نړیوالو قوانینو سره سم عمل کوي او د مرستو هېڅ کمښت نشته.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.
په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا ۵۱۰۰۰ فلسطینیان چې ډېری یې ملکيان دي وژلي دي.