په وسلو ګواښل: اسرائیلي ځواکونو د سوریې سوېل کې د بي‌بي‌سي ټیم نیولی

فراس کیلاني په دمشق کې د سوریې د امنیتي ځواکونو مخې ته ولاړ دی، دوه ورځې مخکې له دې چې هغه د اسرائیلي ځواکونو لخوا په جنوب کې ونیول شي.
د عکس تشریح، فراس کیلاني په دمشق کې د سوریې د امنیتي ځواکونو مخې ته ولاړ دی، دوه ورځې مخکې له دې چې هغه د اسرائیلي ځواکونو لخوا په جنوب کې ونیول شي.
  • Author, فراس كيلاني
  • دنده, د بي بي سي ځانګړی خبریال، لندن

په سوریه کې د مې د نهمې نېټې یو ارام پسرلنی سهار وو چې د بی‌بي‌سي ټیم له دمشق نه د درعا ولایت د نوى ښار پر لور وخوځېد، چې له هغه ځایه د ۱۹۶۷م کال راهیسې د اشغال شوي جولان لوړو ته لاړ شي. موږ اووه کسان وو: زه د راپور ورکوونکي په توګه چې د برېتانیا تابعیت لرم، دوه عراقیان د بی‌بي‌سي له بغداد دفتره او څلور سوریایان - درې يې خپلواک کارکوونکي او یو د بی‌بي‌سي عکس اخیستونکی له دمشق نه.

هدف دا و چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې د نوي حکومت د هغې هڅې په اړه راپور چمتو کړو چې غواړي د سوریې پوځ بېرته جوړ کړي؛ هغه پوځ چې په تېره ډیسمبر میاشت کې د بشار الاسد له تېښتې وروسته ړنګ شواو اسرائیلو یې ډېرې وړتیاوې له منځه یوووړې او د جولان د پولو په اوږدو کې یې د خوندي سیمې د جوړېدو اعلان وکړ، قنیطره ښار یې ونیو او د جبل‌الشیخ څوکه یې لاندې کړه، هغه څوکه چې د سوریې، لبنان، اردن او اسرائیلو پراخې سیمې ترې څارل کېدی شي.

له نوى نه موږ د الرفید سرحدي ښارګوټي ته لاړو، هلته د ملګرو ملتونو د اوربند څارنې د ځواکونو (اندوف) له یوه مرکز سره نژدې د فلم ‌اخیستو لپاره تم شوو. ما له یوې مسؤلې سره خبرې وکړې او و مې غوښتل چې موږ ته دې د مرکز دننه فلم‌اخیستو اجازه راکړي یا دې له نړیوالو ځواکونو سره یوه سیمه‌ییزه ګزمه تنظیم کړي. هغې بخښنه وغوښته او راته ویې ویل چې دا کار اوس مهال ممکن نه دی، او دا چې اسرائیلي لوري زموږ د هویت په اړه پوښتنه کړې او هغوی ته ویل شوي چې موږ د بی‌بي‌سي ټیم یو.

موږ په هغه سیمه کې خپلې دورې دوام ورکړ چې د سوریې له لوري هېڅ ډول امنیتي حضور پکې نه لیدل کېده، خو د اسرائیلو موجودیت یوازې د هغو لوړو سیمو تر نیولو محدود و چې تل‌پاتې د څارنې پوستې پکې جوړې شوې دي.

وروسته مو پرېکړه وکړه چې د پولو ترڅنګ شمال ته د قنیطرې پر لور ولاړ شو، خو د هغې پر لور تلونکی سړک د اسرائیلي لوري له خوا بند شوی و، نو یوه بله لار مو ونیوله چې د خان‌أرنبه ښارګوټي ته تلله او له هغه ځایه قنیطرې ته لاړو.

له قنیطرې څو کیلومتره مخکې، د اسرائيلي ټانکونو نښې په څرګند ډول د سړک پر اوږدو ښکاره شوې او اغزن تارونه د سړک دواړو خواوو ته غځېدلي وو، خو په سیمه کې د اسرائيلي پوځ هېڅ ښکاره حضور نه تر سترګو کېده.

نیول او تلاشي

اسرائیل په دسمبر کې د اسرائیلو د اشغال شوي ګولان لوړو او سوریې ترمنځ د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې غیر نظامي بفر زون ته سرتېري واستول.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسرائیل په دسمبر کې د اسرائیلو د اشغال شوي ګولان لوړو او سوریې ترمنځ د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې غیر نظامي بفر زون ته سرتېري واستول.

شاوخوا دوه سوه متره وړاندې، ما له یوه همکار سره یو ځای وکوت، داسې یو خنډ مو ولید چې د لوېدیځې غاړې له خنډونو سره یې ورته والی درلود: دوه کانکریټي ستنې او یو ژېړ اوسپنیز مانع چې سړک یې بند کړی و. د خنډ ښۍ خوا ته څو د میركاوا ټانکونه ولاړ وو چې د یو ټانک پر سر د اسرائیلو بیرغ رپېده.

نژدې سل متره چې له خنډه واوښتو، مو یو د څارڅلی ولید چې دوه اسرائيلي سرتېري پرې ولاړ وو. یوه همکار مې یو سرتېري ته اشاره وکړه او هڅه یې وکړه د خپلې خبريالۍ کارت په ښودلو ورته وښيي چې موږ یو خبري ټیم یو، خو هغه له لرې زموږ د څار لپاره له یوه نظامي دوربین کار اخیسته، پرته له دې چې څه عکس‌العمل وښيي.

زه بېرته موټر ته ستون شوم او له عکاسه مې وغوښتل چې کامره راوړي، په دې هیله چې کار ژر خلاص کړو او لاړ شو. هغه هم سمدلاسي فلم ثبتول پيل کړل، ما د سیمې بدلونونه تشریح کول، له بشار اسد وروسته، د اسرائیلو له خوا د دې سیمې تر نیولو او د سوریایي پوځ د بیا جوړولو د مخالفت په اړه، په ځانګړي ډول د درعا، قنیطرې او سوېداء په برخو کې.

ما لا خبره ښه نه وه پای ته رسولې چې یو سپین موټر زموږ خوا ته رانژدې شو. څلور اسرائيلي سرتېري ترې راکوز شول، په وسلو سمبال وو او زموږ پر لور یې منډه کړه. هغوی زموږ شاوخوا راټول شول او ټوپکونه یې زموږ پر سرونو نیولي وو. دوی راته وویل چې کامره د سړک پر غاړه کېږدو. ما هڅه وکړه ورته ووایم چې موږ د بي بي سي ټیم یو، خو وضعیت په داسې چټک ډول بدل شو چې تمه یې نه کېدله.

یوازې څو ثانیې وروسته مې ادارې ته یو پیغام واستاوه چې اسرائيلي پوځ موږ نیولي یو، خو ژر تر هغو زموږ ټول موبایلونه او برېښنایي وسایل ضبط کړل. وروسته بله اسرائيلي ګزمه د څلورو سرتېرو سره چې "همر" موټر ورسره و راورسېده او زموږ موټر یې په خورا دقت تلاشي کړ.

ټیم تړل شوی او سترګې یې تړل شوې وې

د بي بي سي د ټیم یوه غړي د هغه ټوکر عکس واخیست چې سترګې یې پرې تړل شوې وې
د عکس تشریح، د بي بي سي د ټیم یوه غړي د هغه ټوکر عکس واخیست چې سترګې یې پرې تړل شوې وې

موږ د مانع بلې غاړې ته ولېږدول شوو او هلته ژر تلاشي شوو. وروسته موږ ته وویل شول چې د دوی پر موټر پسې روان شو: مخ ته مو یو "همر" موټر روان و او شاته بل موټر. موږ د قنیطرې ښار وواهه او د هغې سرحدي نقطې ته ورسېدو چې قنیطره له جولان سره بېلوي. هلته، سرتېرو د اخیستل شوو عکسونو کتل پیل کړل، په داسې حال کې چې یو سرتېری له څلورو مترو واټنه ټوپک زما پر سر نیولی و. دا حالت تر دوو ساعتونو زیات دوام وکړ. د همدې مودې په ترڅ کې، له کامرې ترلاسه شوي عکسونه اشغال شوي جولان ته واستول شول. شاوخوا یوه ساعت وروسته، یو سرتېری را نه وغوښتل چې له موټره ښکته شم او په یوه موبایل وصل شوې اړیکې ته ځواب ورکړم.

زه نه پوهېدم چې خبرې کوونکی څوک دی او کوم امنیتي ارګان سره تړاو لري. هغه په ماته عربي پوښتنه وکړه چې ولې د اسرائيلي ځواکونو د ځایونو عکسونه اخلئ؟ ما د خپل کار وضاحت ورکړ او ورته مې وویل چې ما تر اوسه لس ځل نه زیات د ژورنالیستي دندو لپاره اسرائیل ته سفر کړی او زه بریتانوی پاسپورټ لرم. هغه وعده وکړه چې موضوع به مسئول افسر ته ورسوي. زه بېرته موټر ته ستون شوم او ټوپک بیا زما پر سر راوګرځول شو.

له یوې ګړۍ نور انتظار وروسته، بل موټر له پولې راورسېده، له هغه کسان راکښته شول چې له یونیفورم ښکارېدل پوځي نه وو، شاید د یوه امنیتي ارګان غړي وو. همدلته حالات ناڅاپي خراب شول: هغوی له موټره بندونه تاو کړل او سترګې پټوونکي ماسکونه را واغوستل او راته یې وویل چې زه دې لومړی راښکته شم.

زما تر ټولو ستره اندېښنه د ټیم نورو غړو ته وه، ځکه څلور یې سوریایان وو او دوه عراقیان او که هغوی اسرائیلو ته انتقال شي، نو لویو ستونزو سره به مخ شي.

د ډلې مشر او د هغه همکارانو ترمنځ ژر بحث وشو او بیا یې زه، چې هغه مشر په فصیحه فلسطیني لهجه خبرې کولې، زما لاس ونیو او یوه کوټې ته یې بوتلم، چې پخوا د سوریایي پوځ له لوري کارېدله. ځمکه له ماتو ښیښو او خځلو ډکه وه. ښکاره وه چې دوی د "ښه محقق – بد محقق" تکتیک تعقیبوي. هغه وویل چې له ما سره به جلا ډول چلن کېږي، زه به ونه تړل شم او سترګې به مې نه را تړل کېږي، برعکس د نورو ملګرو.

ما باور ونه کړ او ومې پوښتل: ولې دا کار کوئ، سره له دې چې پوهېږئ موږ د بي بي سي خبري ټیم یو؟ هغه وویل غواړي مرسته وکړي چې ژر خلاص شو، خو باید د دوی له غوښتنو سره سم عمل وکړو. څو شېبې وروسته، بل سړی راننوت او راته یې وویل چې ټول کالي (بې له زېر جامو) وباسم. ما لومړی انکار وکړ، خو هغوی ټینګار وکړ او د ناوړه عواقبو ګواښ یې وکړ. ما کالي وویستل، هغه زما زېر جامې مخ او شا وکتلې، کالي یې په ډېر دقت تلاشي کړل، بیا یې راته وویل چې بېرته یې واغوندم او بیا یې یو مفصل تحقیق پیل کړ، چې حتی زما د اولادونو نومونه او عمرونه هم پکې وو.

وروسته چې له خونې راووتلم، نو له یوه سخت تصویر سره مخ شوم: د ټیم ټول غړي تړل شوي وو او سترګې یې پټې وې. ما د ډلې مشر ته خواست وکړ چې هغوی خوشې کړي، هغه وعده وکړه چې د تحقیق له ختمېدو وروسته به دا کار وکړي. هغوی یو - یو هماغې کوټې ته بېول کېدل.

هغوی به بېرته راوتل، تړل شوي، خو سترګې یې نه وې تړل شوې. دا پروسه تر دوو ساعتونو زیاته وغځېده. د ټیم ټول موبایلونه وکتل شول، ډېر شخصي عکسونه پاک کړل شول او لپ‌ټاپونه هم تلاشي شول.

شپه راغله او کله چې تحقیق ختم شو، د ډلې مشر زموږ خواته راغی او موږ ته یې ګواښ وکړ که بیا د اسرائیلو پولې ته نژدې شو، نو له سختو عواقبو سره به مخ شو. هغه موږ ته ډاډ راکړ چې د ټولو هغو ځایونو عکسونه چې موږ ورغلي وو، له کامرې او موبایلونو پاک کړل شول او ویې ویل که یو عکس هم پاتې وي او خپور شي، نو دوی به موږ پیدا کړي، ځکه زموږ ټول معلومات یې را نه اخیستي او لري یې.

نږدې اووه ساعته وروسته، شاوخوا نهه بجې شپه، دوو موټرو موږ د ښار نه دوه کیلومتره بهر یوه کلیوالي سیمه کې پرېښودو. هغوی زموږ پر لور یو بکس وغورځاوه چې زموږ موبایلونه پکې وو او ژر ولاړل.

موږ په تورتم کې ورک پاتې وو، نه موبایل سیګنال و، نه انټرنټ او نه پوهېدو چې چېرته یو. موټر ته مو دوام ورکړ چې یوه کوچني کلي ته ورسېدو. ځايي ماشومانو موږ ته د لویې لارې لوری وښود، خو راته وویل چې هره تېروتنه موږ د اسرائيلي ډزو هدف ګرځولای شي. تر لسو دقیقه وېرې او اندېښنې وروسته، لویه لاره مو وموندله او تر ۴۵ دقیقو وروسته دمشق ته راورسېدو.

بي بي سي د خپل ټیم له دغه چلن سره د اسرائيلي پوځ پر ضد رسمي شکایت ثبت کړ، خو ددې راپورتر خپرېدو پورې یې هېڅ ځواب نه و ترلاسه کړی.