د خلیلزاد پر مېرمن نیوکې: 'افغانستان د بهرنیو او افغان مېرمنو لپاره یو ډول نه دی'

شېرېل بېنارډ له خپل مېړه زلمی خلیلزاد سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شېرېل بېنارډ له خپل مېړه زلمی خلیلزاد سره
  • Author, تورپېکۍ غرنۍ
  • دنده, بي بي سي

"مېرمن کریسټي! که افغانستان ته د سفر نیت لرې، زه به درته یو ډېر عالي رستورانټ دروپېژنم. هلته به تاته یوه ډله زړه راښکونکې نجونې هرکلي ته ولاړې وي او په ای پېډ به د خوړو مینیو درته وړاندې کړي."

افغانستان ته د تلو په تړاو دا وړاندیز شېرېل بېنارډ د امریکا د کورنيو چارو د امنیت وزیرې، "کریسټي نوم" ته کړی دی.

اغلې بېنارډ د خلیلزاد مېرمن ده، چې پخوا یې د رند په نامه څېړنیز مرکز کې د څېړونکې په توګه کار کاوه.

هغې د افغانستان له سفره بېرته ستنېدو وروسته د "افغان کډوال باید له بېرته ستنېدو و نه وېرېږي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې چې نېشنل انټرسټ‌ کې خپره شوه، ادعا کړې چې "افغانستان خوندي" دی.

دې ادعا کړې چې افغانستان ډېر ښه پېژني او افغانان هڅوي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه هېواد چې د ښځو ډېره کمه برخه پکې له روغتیا، پوهنې او امنیت پرته نورو برخو کې د کار کولو اجازه نه لري.

اغلې بېنارډ د بي بي سي فارسي ټلویزیون په (۶۰دقیقې) خپرونه کې د خپلې مقالې ننګه وکړه او ویې ویل، د کابل په تړاو یې خپلې مشاهدې د ډېرو رسنیو له ریپوټونو سره توپیر لري. هغې ټینګار کړی چې ښځې په بېلا بېلو اقتصادي برخو کې فعالې وې او جامې یې له هغه ډېرې رنګارنګ وې چې په رسنیو کې ښودل کېدې. شېرېل زیاته کړې چې د امنیت په اړه یې ارزونې یوازې د کابل د کوڅو د لیدلو پر اساس نه دي، بلکې د نړیوالو بنسټونو او علمي مطالعاتو د ریپوټونو پر اساس دي. د دې په باور، د امریکا هغه پرېکړه چې دغه هېواد کې یې د ځینو افغان کډوالو په اړه چې د " لنډمهاله خوندیتوب حالت" کړې، توپیري چلند نه دی او افغانستان کې د امنیت ښه‌والي څرکونه لیدل کېږي.

دغې مقالې د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.

د دې غبرګونونو تر شا دوه لاملونه دي: یو دا چې په مقاله کې یې داسې ادعاوې کړي چې د افغانستان بشپړ انځور په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت یې هغه ډول چې دی، نه دی بیان کړی.

دویم دا چې شېرېل بېنارډ د زلمي خلیلزاد مېرمن ده. هغه پخوانی امریکايي ډیپلوماټ چې د امریکا او طالبانو تر منځ یې د قطر په دوحه کې د افغان سولې د بهیر مشري کوله.

ډېر شمېر افغانان چې ښايي د غبرګونونو یوه برخه هم وي، خلیلزاد ته غوسه دي او په دې باور دي چې د ده تر مشرۍ لاندې یې د دوحې خبرو اترو له لارې طالبانو ته د دې زمنیه برابره کړه، چې تر کابله راورسېږي او واک تر لاسه کړي.

دا هغه تورونه دي چې خلیلزاد تېر کې په وار - وار رد کړي دي.

اغلې بېنارډ په دې مقاله کې لیکلي، له شپږم پورته د نجونو پر زدکړو بندیز "ناورینوونکی" دی، خو په خبره یې "خصوصي ښوونځي شته چې له زدکړو محرومو نجونو لپاره ښايي ښه غوراوی وي."

خو اصل کې داسې نه ده، نجونو لپاره خصوصي ښوونځیو کې هم له شپږم پورته د زدکړو اجازه نشته او هغه مرکزونه چې "له شپږم پورته" زدکړې پکې کېږي اصل کې دیني مدرسې دي چې یو څه عصري مضمونونه هم پکې تدرېسېږي.

شېرېل بېنارډ
د عکس تشریح، شېرېل بېنارډ د بي بي سي فارسي ټلویزیون په (۶۰دقیقې) خپرونه کې د خپلې مقالې ننګه وکړه او ویې ویل، د کابل په تړاو یې خپلې مشاهدې د ډېرو رسنیو له ریپوټونو سره توپیر لري

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریې بارکزۍ بي بي سي ته د شېرېل بېنارډ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي: "کاش مېرمن بېنارډ لیدلي وای چې ښځې کار نه شي کولی. بشري حقونه نشته. افغان مېرمنې په زندانونو کې دي. ان په لوړ غږ خندلی او غږېدلی نه شي. ښوونځیو او پوهنتونونو ته نه شي تللی. د بهرنیو ښځو لپاره یو ډول افغانستان دی او د افغان ښځو لپاره بل ډول."

هغې زیاته کړې چې دا د افغانستان هغه رښتینی وضعیت دی چې نه یوازې شېرېل بلکه هېڅوک پرې سترګې نه شي پټولی.

خو مېرمن بېنارډ په خپله مقاله کې دې ټکي ته هم اشاره نه ده کړې چې له دولسم ټولګي پورته به د نجونو برخلیک څه وي.

دوی ته هېڅ داسې هیله نه ده ورکړل شوې چې د دولسم ټولګي له فراغت وروسته دې پوهنتون کې د لوړو زدکړو پیل ته په تمه شي.

اغلې بېنارډ په خپله مقاله کې د دې یادونه هم نه ده کړې چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم پورته زدکړې نه شي کولی.

تېر کال یونسکو اعلان کړی و چې د طالبانو واک ته له رسېدو درې کاله وروسته ۱،۴ میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې شوي دي.

اوس مهال افغانستان کې په هېڅ پوهنتون کې ان یوه نجلۍ هم نشته چې لوړې زدکړې وکړي.

ډېرو افغان ښځو دفترونو کې پر کار د بندیز له امله غیررسمي کارونو ته مخه کړه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ډېرو افغان ښځو دفترونو کې پر کار د بندیز له امله غیررسمي کارونو ته مخه کړه

"که ښځه په ښار کې لاسي ګاډۍ چلوي دا یې ازادي نه ده، مجبوریت دی"

شېرېل بېنارډ افغانستان د ښځو لپاره خوندي هېواد بللی او ټینګار کوي چې له ازادۍ برخمنې دي.

هغه وايي، "ځینې ښځې مې لېدلې چې ټیکری په سر له محرم پرته بهر ګرځېدلې."

مدینه چې دلته یې د خوندیتوب لپاره نوم مستعار یادوو او افغانستان کې اوسېږي بي بي سي ته ویلي، ​​د زلمي خلیلزاد ښځه افغانستان ته له یوه بهرني تابعیت سره راغلې وه او خپل لیدلوری او فکر لري.

"افغانستان ته له بهر هېوادونو راغلو ښځو ته انساني حقونه ورکول کېږي، د افغان ښځو پرتله څو برابره ازادي لري. بازار کې لوڅ مخ ګرځېدلی شي او له محرم پرته سفر کوي، ان طالبانو سره ګډ مجسلونه کوي خو افغان ښځو ته دا اجازه نشته. ښايي د کابل ډېرو کمو سیمو کې ښځې ټیکریو کې بهر د وتلو اجازه ولري."

مېرمن بېنارډ د خپلې مقالې په یوه برخه کې لیکلي، "کابل کې مې د ګرځېدو پر مهال بازار کې سوداګرې ښځې ولیدې، رستورانتونو کې ښځینه خدمتګارانې وې او یو شمېر ښځو ښار کې پر سړک لاسي ګاډۍ چلولې او ځینې مېوې او توکي یې پکې پلورل."

خو مدینه یې په ځواب کې وايي، "ښځې که په ځینو برخو کې کار هم کوي ګڼو محدودیتونو او ستونزو سره مخامخ دي.‌ په دولتي ادارو کې د کار اجازه نه لري،‌ که یوه ښځه په ښار او بازار کې کراچۍ چلوي دا یې ازادي نه ده، مجبوریت یې دی او اړه ده چې خپلو ماشومانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. افغانستان کې ښځه د زدکړو حق نه لري،‌ خو د لاسي ګاډۍ چلولو اجازه لري. ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري، دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه لري، خو د سړک پر غاړه د خېر غوښتو اجازه لري."

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د افغان ښځو وضعیت د محدودیتونو له امله ډېر بدل شوی دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د افغان ښځو وضعیت د محدودیتونو له امله ډېر بدل شوی دی

مېرمن بېنارډ داسې حال کې په خپله مقاله کې د نجونو د ازادۍ او کار یادونه کوي، چې شاوخوا څلور کاله وړاندې د ښځو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون نورو بېلابېلو وزارتونو او دولتي ادارو کې لږ تر لږه سل زره ښځو دنده ترسره کوله.

د افغانستان د پخواني نظام د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې یوازې کابل کې د ښځینه کارمنانو شمېر له ۳۷ زرو ډېر وو او په ولایتونو کې دا شمېر بیا ۷۰ زرو ته رسېده.

تازه ریپوټو کې راغلي چې د پوهنتون د هغو ښځینه کارمنانو دندې له منځه وړل شوي چې مخکې به یو څه اندازه تنخوا په کور ورکول کېده.

د اروپايي ټولنې په وینا، د افغان ښځو څنډې ته کېدو د دغه هېواد اقتصاد ته له ۹۲۰ میلیونه ډالر ډېر زیان اړولی دی.