د غزې له هغو ماشومانو سره د بيبيسي ملګرتیا چې د درملنې لپاره اردن ته لېږدول کېدل
- Author, فرګل کین
- دنده, ځانګړی خبریال
موږ د لمر د لوېدو په خوږو وړانګو کې الوتنه کوله. لاندې کلیو او وړو ښارګوټو کې څراغونه بل وو. دا یوه ارامه او سولهییزه منظره وه، چېرې چې خلک روان وو، ګاډي یې چلول، بې له دې چې تل اسمان ته وګوري.
موږ د اردن د پلازمېنې عمان د شاوخوا سیمو پر فضا الوتنه کوله، چې صفاء صلحا خپل موبایل راپورته کړ، چې زه یې یو پیغام ولولم.
دا د غزې یوه مور لیکلي و:"یا خدایه، اردن څومره ښکلی دی!"
دې کسانو د سړک له لارې د اردن سرحد ته ځان رسولی و. زه هلته ورسره یو ځای شوم، چې د سفر وروستی پړاو - د چورلکې له لارې تر عمان – یو ځای تېر وکړو.
صفاء ډېر لږ انګلیسي ویلای شوه او بیا هم د هیلیکوپټر شور خبرې ناشونې کړې وې.
هغې بل پیغام راښکاره کړ: "مونږ به دا (هیلیکوپټر) هره ورځ لیدله او دا به د بمبارۍ او وژنې لپاره راتله. خو نن احساس ډېر مختلف دی."
د هغې تر څنګ د هغې ۱۶ کلن زوی یوسف ناست و. هغه د خپلو وروستيو عملیاتو داغ پر سر وښود. موسکی شو او خبرې کول یې غوښتل – د غزې په اړه نه بلکې د عادي ژوند په اړه. ویې ویل چې له هیلیکوپټر سره خوښ دی او فوټبال یې خوښ دی. یوسف ډېر خوشاله و او له ما سره یې موټی وجنګاوه.
د هغه څنګ ته ۹ کلنه سما عواد ناسته وه – کمزوري او وېرېدلې، د خپلې مور، اسرا، لاس یې نیولی و. سما د دماغ تومور لري او په عمان کې به جراحي کېږي.
کله چې موږ ځمکې ته راښکته شو او د هیلیکوپټر شور ختم شو، اسرا وویل:
"هیله لرم چې دلته یې تر ټولو غوره درملنه وشي."
ما هغې نه یوه داسې پوښتنه وکړه چې ما ته له وړاندې د انځورونو له لارې ځواب شوې وه، خو هېڅکله له مخامخ چا نه چې تازه له هغه ځایه راغلی وي.
غزه اوس څنګه ده؟
اسرا ځواب ورکړ:
"ډېره وېروونکې ده. بیانول یې ناشوني دي. په بېلابېلو کچو وحشتناک حالت لري. خو خلک هڅه کوي چې ژوند ته دوام ورکړي."

څلور ناروغ ماشومان له دوولسو میندو، پلرونو یا سرپرستانو سره یو ځای اردن ته ولېږدول شول. هغوی د چهارشنبې په سهار له غزې د امبولانس له لارې ووتل او پرته له درېدلو یې د اسرائیلو له لارې سفر وکړ، چې سرحدي پولې ته ورسېدل.
د ماشومانو د ایستلو دا پلان لومړی ځل د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اردن د پاچا عبدالله تر منځ د فبرورۍ په یوه غونډه کې اعلان شو.
اردن اعلان کړی چې غواړي ۲۰۰۰ ناروغ ماشومان درملنې لپاره خپل هېواد ته راولي. تر اوسه یوازې ۳۳ ماشومان اردن ته ایستل شوي، چې هر یو یې له یوه مور، پلار یا سرپرست سره راغلی.
اردني سرچینو ویلي چې اسرائیلو ځنډونه او محدودیتونه لګولي او دې چارې - د جګړې له بیا پیل سره - د ایستلو پروسه سخته کړې ده. نور ناروغ غزهوال هم د اسرائیلو له لارې نورو هېوادونو ته استول شوي دي.
موږ دا اندېښنې د اسرائیلي حکومت له اړوندې ادارې کوګات (په سیمه کې د حکومتي فعالیتونو همغږې کوونکي) سره شریکې کړې، هغوی موږ ته وویل:
"د کال له پیل راهیسې او په تېرو اونیو کې په ځانګړي ډول، د هغو غزهوالو شمېر زیات شوی چې د اسرائیلو له لارې د درملنې لپاره بهر ته ایستل شوي دي."
کوګات وویل چې زرګونه ناروغان او ملګري یې اردن، متحده عرب امارات، امریکا او نورو هېوادونو ته استول شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي:
"په غزه کې روانه جګړه د دغو ایستنو د پلي کولو لپاره یوه لویه ننګونه ده."
اسرائیلو په مارچ کې وروستۍ اوربند مات کړ او پر هغو اهدافو یې بریدونه وکړل چې دوی یې د حماس پټنځي بللي.
غزه لا هم د خپلو اوسېدونکو لپاره یوه تنګه سیمه ده، چې هلته لوږه او مرګ واکمن دی. هغه کسان چې د درملنې لپاره له دې سیمې وځي، یوازې استثنايي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د غزې ۲.۱ میلیونه نفوس د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ دی. د دې سازمان د بشري مرستو مشر تام فلېچر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښتنه کړې چې په غزه کې د "نسلوژنې د مخنیوي" لپاره لاس په کار شي.
دا ډېر قوي څرګندونې دي، په ځانګړي ډول له داسې یوه کس نه چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له سختو او محافظهکارانه دودونو سره روزل شوی او پخوا یې د سفیر او د حکومت د لوړپوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.
د اسرائیلو لخوا لګول شوی بندیز اړینو بشري مرستو ته د خلکو د لاسرسي مخه نیولې. دا بندیز او دوامداره بمبارۍ د اسرا ابو جامع هغه څرګندونه توجیه کوي چې غزه یې داسې سیمه بللې چې "په خبرو کې نه شي بیانېدلی".

هغه ماشومان چې د چهارشنبې په ورځ له غزې اردن ته ورسېدل، اوس په عمان کې د نورو ټپیانو او ناروغو ماشومانو له کوچنۍ ډلې سره یوځای شي، چې په بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي.
موږ له جنورۍ میاشتې راهیسې د حبیبه العسکري قضیه تعقیبوو، هغه له خپلې مور رعنا سره راغلې وه، په دې هیله چې ډاکټران یې د درېیو غړیو – دوو لاسونو او یوې پښې – د ګانګرین ناروغۍ مخه ونیولی شي.
خو دا انتان، چې د یوې نادرې پوستي ناروغۍ له امله رامنځته شوی و، ډېر زیات خپور شوی و. حبیبه د درېیو غړیو د پرې کولو سخته جراحي تېره کړه.
کله چې ما دا اونۍ بیا له حبیبې او د هغې له مور رعنا سره ولیدل، نو دا کوچنۍ نجلۍ د خپلې پاتې شوې پښې په ګوتو د خپلې مور په موبایل کې ماشومانه لوبې کولې او پرده یې ښکته پورته کوله. دا نجلۍ هغه وېرېدلې ماشومه نه وه، چې ما پنځه میاشتې مخکې د چورلکې په ایستلو کې لیدلې وه.
رعنا وویل: "هغه یو پیاوړې انسانه ده."
حبیبې ته به ژر مصنوعي غړي (لاسونه او پښه) ولګول شي. دې لا له اوسه پرېکړه نه ده کړې چې باید وګرځي او تل له خپلې مور غواړي چې غېږ کې یې ونیسي چې ټوپ ووهلی شي.
رعنا هیله لري چې یوه ورځ به حبیبه بېرته غزې ته بوځي. مور او لور دا مهال په عمان ښار کې خوندي او تر پاملرنې لاندې دي، خو د دوی ټوله نړۍ، کورنۍ او ګاونډیان هلته په کنډوالو کې پاتې دي.
د حبیبې د روغتیا په اړه اندېښنې رعنا مجبوره کړې چې سملاسي د بېرته تلو فکر ونه کړي.
رنا وایي: "زموږ کور نشته. که بېرته ولاړو، چېرې ولاړ شو؟ موږ به بېرته یوې شګلنې خیمې ته ستنیږو... [خو] زه ریښتیا غواړم بېرته ولاړه شم. غزه ښکلې ده، له هر څه سره سره چې پرې تېر شوي. زما لپاره به غزه تل تر ټولو ارزښتناکه ځای وي- پر ټوله ځمکه."
هغوی به بېرته ولاړ شي - خو جګړه به وي که سوله؟ هېچا ته نه ده معلومه.
د الیس ډویارډ، سوها کاور، نیک میلارډ او ملاک حسونه لخوا د اضافي راپور ورکولو سره.