وروستی, غزهوال بيبيسي ته: 'ماشومان له لوږې ژاړي - میندې یې د مړولو لپاره هېڅ نهلري', پر مرستو د اسرائیلو له بندیز لاندې د غزې د ژوندي پاتې کېدو زړه بوږنوونکې کیسې

د عکس سرچینه، Getty Images
بيبيسي له هغو کسانو سره خبرې کړي چې د اسرائیلو له لس اونیز بندیز سره مخ دي – هغه بندیز چې ټول خوراکي توکي، درمل او نور بشري مرستندویه مواد یې بند کړي او همداراز هوايي بریدونه لا هم دوام لري.
د روغتیايي چارواکو او ژغورونکو په وینا، د پنجشنبې له سهار راهیسې لږ تر لږه ۱۱۴ کسان د اسرائیلي هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ورځې په اوږدو کې، بيبيسي د اسماعیل ابو عوده له مور سره خبرې وکړې. اسماعیل یو شپږ کلن ماشوم دی چې د خوراکي توکو د وېش په مرکز کې د خلکو ګڼه ګوڼه کې یې خپله هڅه وکړه چې خپلې کورنۍ ته خواړه راوړي، خو تش لاس ستون شو.
مور و پلار هم وايي چې ماشومان یې د بمباریو له غږ سره ژاړي او دوی د شدیدې خوارځواکۍ له امله د خپلو ماشومانو لپاره د شیدو پوډر پیدا کولو کې سختې ستونزې لري.
یوې بلې کورنۍ ویلي چې دوی یوازې د ورځې یو ځل خوړو لپاره خواړه لري.
BBC له لسو بېلو مرستندویه بنسټونو سره چې په غزه کې کار کوي، خبرې کړې او ټولو تایید کړې چې د اسرائیلي بندیز له امله بشري وضعیت په چټکۍ سره کړکېچنېږي.
خو د اسرائیلو حکومت بیا ټینګار کوي چې په غزه کې د خوړو کمښت نشته او ادعا کوي "اصلي ستونزه دا ده چې حماس مرستې غلا کوي او پلوري یې".
د اسرائیلي صدراعظم د دفتر ویاند، ډېوېډ مِنسر دا تورونه چې اسرائیل مرستې د یوې نظامي ستراتیژۍ د برخې په توګه بندوي، د ملګرو ملتونو له خوا "تکراري او ناسمې ادعاوې" وبللې.
دا ټینګار په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارې او نړیوالې مرستندویه موسسې پر دې ټينګار کوي چې د غزې ۲،۱ میلیونه نفوس له قحطۍ سره مخ دی او د خوارځواکۍ د لوړېدو روانه کچه ښيي چې ښايي پر ټول نسل اغېز وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images