د غزې جګړه: بریتانیا له اسرائیلو سره سوداګریزې خبرې وځنډولې او سفیره یې احضار کړې

د عکس سرچینه، د بریتانیا پارلمان
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسرائیلو سره یې خپلې سوداګریزې خبرې ځنډولې دي. د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي وايي، بریتانیا د اسرائیلو له حکومت سره د یوه نوي سوداګریز تړون په اړه خبرې اترې ځنډولې دي.
هغه په پارلمان کې وویل: "موږ د اسرائیلو له حکومت سره د نوې ازادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې ځنډولې دي. موږ به د ۲۰۳۰ کال د دوه اړخیزې لارې نقشې لاندې له دوی سره همکارۍ ته بیاکتنه وکړو."
د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت له دغه اعلان لږ وروسته وویل چې په لندن کې یې د اسرائیلو سفیره تزیپي هوتوولي احضار کړې او خپل احتجاج یې ور اورولی. د منځني ختیځ لپاره د دغه وزارت مرستیال همیش فالکنر به اسرائیلۍ سفیرې هوتوولي ته ووایي چې "غزې ته د مرستو د ۱۱ اونیو بندیز ظالمانه او د نه منلو وړ دی."
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي وویل چې د بنیامین نتنیاهو د حکومت کړنو بریتانیا اړ کړه چې ننني ګامونه پورته کړي. هغه د اسرائیلو خلکو ته په خطاب کې وویل، "په غزه کې د جګړې ترسره کول ستاسو له حکومت سره زموږ اړیکې زیانمنوي."
هغه وویل، که چیرې اسرائیل په غزه کې خپلو وروستيو پوځي بریدونو ته دوام ورکړي او " له خنډ پرته د مرستو رسول" ډاډمن نه کړي نو د بریتانیا حکومت به نور ګامونه پورته کړي.
ښاغلي لامي وویل: "زموږ له ټولو هڅو سره سره، د اسرائیلو د حکومت دا ناوړه کړنې او بیانونه دوام لري."
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، "دوی اسرائیل په ټوله نړۍ کې له خپلو ملګرو او شریکانو ګوښي کوي، د اسرائیلو د خلکو ګټې کمزورې کوي او د نړۍ په سترګو کې د اسرائيلو د دولت انځور ته زیان رسوي."
له دې ګامونو وړاندې د بریتانیا لومړي وزیر کیير سټارمر وویل، بریتانیا او د دوی فرانسوي او کاناډایي شریکان "د اسرائیلو له خوا د تاوتریخوالي له ډېرېدو ویره لري."
هغه همدا راز په پارلمان کې د خبرو پر مهال، په ټینګه د اوربند غوښته وکړه او ویې ویل "د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو یوازینۍ لاره" اوربند دی او دا چې غزې ته دې بشري مرستې ډېرې شي.
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل "دا جګړه ډېره اوږده شوه. موږ نشو کولی د غزې خلک وږي وساتو."

د عکس سرچینه، Getty Images
په کور دننه اسرائیلو کې د غزې د جګړې پر وړاندې غبرګونونه په پراخېدو دي. د اسرائیلو د پارلمان یو غړی او د حکومت سیاسي مخالف وايي اسرائیل " په یوه منفور دولت بدلیږي" او دغه هېواد یې د ماشومانو له وژنې په خوند اخیستو تورن کړ.
پرون د اسرائیلو له عوامي راډیو سره په یوه مرکه کې، د اسرائیلو د ډیموکراټ ګوند مشر یایر ګولان وویل "یو هوښیار هېواد د ولسي وګړو پر وړاندې په جګړه کې نه ښکېلېږي، د ماشومانو له وژنو خوند نه اخلي او د وګړو ایستل د هدف په توګه نه غوره کوي."
د اسرائیلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د دغه اسرائیلي سیاستوال خبرې غندلي او پر ایکس پاڼه یې لیکلي " یهودي ضد، نفرت خپرونکي تورونه" چې د اسرائیلو پر دفاعي ځواکونو لګول شوي.
د بریتانیا د حکومت دا تازه ګامونه داسې مهال رامخې ته کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلیچر بي بي سي ته ویلي وو چې که مرستې ورته ونه رسیږي نو په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به ۱۴۰۰۰ ماشومان مړه شي.