ملګري ملتونه: غزه کې قحطي جنګي جرم بلل کېدای شي‌

غزه
د عکس تشریح، نوره محمد د غزې یوه روغتون کې بستر ده

له میاشتو میاشتو خبرداریو وروسته،‌ د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شوي رپوټ کې داسې شمېرې او شواهد په ډاګه شوي چې غزه کې بشري کړکېچ د انسانانو په لاس پر رامنځته شوې قحطۍ بدلېدونکی دی.

په دغه رپوټ‌ کې پر اسرائیلو فشار راوړل شوی چې د غزې ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره خپل قانوني مسوولیت تر سره کړي.‌ په رپوټ کې دا غوښتنه هم شوې،‌ چې بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې اړو خلکو ته ورسوي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم چارواکي ولکر ټورک له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل، اسرائیلو ته ډېره ملامتیا مخامخ ده او "د منلو وړ" داسې شواهد شته چې اسرائیل قحطي د غزې جګړه کې د وسلې په ډول کاروي.‌

خو د اسرائیلو د اقتصاد وزیر او نتنیاهو په ګوند کې مهم سیاستوال 'نېر برکت' دغه ډول څرګندونې "بشپړې بې ځایه" بللې دي.‌

د اسرائیلو د نورو چارواکو په څېر نوموړی هم ادعا کوي چې د امریکا او نورې نړۍ مرسته غزې ته رسول کېږي.

خو د غزې او مصر ترمنځ په رفح پوله کې د لویو لاریو اوږده کتارونه ولاړ دي او غزې ته د تللو په تمه دي.

په توکو بار لارۍ یوازې د اسرائیلو له لارې له پېچلو او اوږدو پلټنو وروسته غزې ته پرېښودل کېږي.

له همدې امله د بریتانیا،‌ اردون او امریکا په ګډون ګڼ هېوادونه د هوا له لارې مرستې غزې ته غورځوي.‌

فلسطینیان چې مرستو ته ډېره اړتیا لري، له هوا د غورځولو شویو مرستو تر لاسه کولو لپاره په اوبو او وچه کې هڅه کوي.‌

آن داسې رپوټونه هم شته د هوا له لارې د مرستو د غورځولو پرمهال ځینې کسان مړه شوي هم دي.‌

له هوا د مرستو غورځول

د ویډیو تشریح، یو شمېر کسان د مرستو ترلاسه کولو هڅه کې په اوبو هم لاهو شوي

د امریکا یوه سمندري بېړۍ په انتلانتیک سمندر کې د مرستو رسولو لپاره لنډمهالی بندر جوړوي.‌ که اسرائیلو غزې ته د مرستو رسولو اجازه ورکړې وای،‌ ښايي‌ دې ته هېڅ اړتیا نه وای پیدا شوې.

له جینوا نه د مرکې پر مهال ښاغلي‌ ټورک وویل، داسې نښې را دبره کېږي چې ښيي اسرائیل د مرستو بهیر لا ورو کوي او یا یې د رسېدو مخه نیسي.‌

"د بشري مرستو زما ټول همکاران راته وايي چې بیروکراسي ډېره ده. ډېره خنډونه دي....اسرائیل تر ډېره په دې کې ملامت دي.‌ زه پر دې پوهېږم چې باید کنټرول وي، خو ورځې باید وانخلي."

په غزه کې د بشري کړکېچ په اړه اندېښنې وروسته له هغه لا ډېرې شوې چې هلته د حالاتو په اړه لیکلي اسناد، شمېرې او نقشې خپرې شوې.

له همدې امله د اسرائیلو ملاتړو هېوادونو خبرداري ورکړل چې د حماس پر ضد د جګړې بڼه باید بدله شي او د لا ډېرو ولسي خلکو د مرګژوبلې مخه ونیول شي.‌

غزه
د عکس تشریح، ځینو ماشومانو کې د شدیدې خوارځواکۍ نښې ښکاري

دا وروستی رپوټ د 'اي سي پي'‌ په نامه یوې پېژندل شوې نړیوالې شبکې خپور کړی چې ملګرو ملتونو،‌ خیریه ټولنو او حکومتونونو ته د لوږې اندازې په اړه مالومات ورکوي.‌

په دې رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی و چې که اوربند ونه شي او مرستې ته اجازه ورنه کړل شي، تر راتلونکو اتو اونیو غزه کې قحطي رامنځ ته کېدای شي.‌

د ملګرو ملتونو بشري حقونو دغه چارواکي غوښتنه کړې چې غزه کې دې سملاسي‌ اوربند وشي او بشري مرستو ته دې اجازه ورکول شوي چې ځپل شویو خلکو ته ورسېږي.