د افغانستان له ښځینه خبریالانو سره څه پېښ شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ثنا صافۍ او الیکس لیویس
- دنده, بيبيسي ۱۰۰ ښځې
"د ۲۰۲۱ کال اګست پر ۱۵، له خوبه پاڅېدم او موبایل انټرنېټ مې پرانیست چې وګورم څه پېښ شوي... خلکو ډېرې ویډیوګانې او عکسونه شریک کړي وو. په څو ورځو کې مې یو عکس داسې ولید چې پر هغه څوکۍ چې ما خبرونه ترې ویل یو طالب ویاند ناست و."
شبنم دوران هغه مهال چې لوېدیځ ځواکونه له افغانستان وتل د ملي راډیو تلویزیون (RTA) د خبرونو وړاندې کوونکې په توګه کار کاوه. کله چې طالبانو واک ته د رسېدو هڅې کولې، له نړۍ سره یې ژمنه وکړه چې ښځو ته به د کار، زدکړې او ژوند کولو اجازه ورکوي.
د کابل له سقوط درې ورځې وروسته دوران پرېکړه وکړه چې همدا ژمنه وڅېړي او بېرته خپلې دندې ته ستنه شي. د ملي راډیو تلویزیون دروازې ته ورسېده او طالب وسله والو ساتونکو ودروله. تر دېرشو دقیقو یې استدلال ورسره وکړ چې اجازه ورکړي دننه ولاړه شي:
"لرزېدم ځکه لومړی ځل مې و چې له یوه وسله وال طالب سره مخامخ ولاړه وم او هغه راته ویل، 'دا ځای پرېږده. همدا اوس دا ځای پرېږده. که لاړې نه شې ولم دې."
شبنم بالاخره شاته شوه. له هغې ورځې درې کاله وروسته، په زرګونو ښځینه خبریالانې له دندو وتلې دي. د بې پولې خبريالانو د راپور له مخې، له لسو ښځينه خبريالانو اته يې مجبوره شوي کار پرېږدي. هغه چې پاتې دي هر ډول محدودیتونه او کړاوونه ګالي.
د بي بي سي د ۱۰۰ ښځو لړۍ د یوې برخې په توګه، موږ په افغانستان کې له ښځینه خبریالانو سره خبرې وکړې چې واورو ژوند یې څه ډول دی. دا یې د ځینو کیسې دي.

د عکس سرچینه، RTA Pashto News
په کابل کې لویه شوې، شبنم دوران له خطر سره بلده وه - له دوو ځانمرګو بریدونو چې ځینې همکاران یې پکې وژل شوي بچ شوې. دا هم ورته عادي وه چې هغه څه چې غواړي و یې کړي. کورنۍ یې ملاتړ کاوه. د دې د زدکړې او کار پر حق یې باور درلود.
د خپل کار له دروازې په شړلو غوسه کور ته ستنه شوه. پرېکړه یې وکړه چې نړۍ ته حال ووايي. د طالبانو 'اصلي څېره' ور وښيي.
له خپلې خور یې وغوښتل چې د دې ویډیو ثبت کړي. په ویډیو کې د طالبانو سره د مخامخېدو تجربه بیا کړه او پر ټوېټر/اېکس یې خپره کړه.
ویډیو یې په دوه ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې ډېرو خلکو ولیده. هیلري کلېنټن هم لیدلې وه. نړیوالو خبري چینلونو ورسره تماسونه ونیول.
خو په ورته وخت کې یې، په شاوخوا کې د طالبانو لخوا کور په کور تلاشۍ پیل شوې.
دوران، چې پخوا هېڅکله له افغانستان نه وه وتلى، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو څو ورځې وروسته تېښتې ته اړه شوه.
د اریانا کیسه
تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې ۱۴۰۰ ښځینه خبریالانې وې. اوس داسې انګېرل کېږي چې دا شمېره شاوخوا ۶۰۰ ته راټیټه شوې ده. ډېریو یې د ویرې له امله کارونه پرې اېښي دي.
ډېری هغه مېرمنې چې موږ ورسره خبرې کړې دي نشي کولی د غچ او بدو پایلو له وېرې خپل اصلي نومونه، هویت یا موقعیت څرګند کړي.
هغه څوک چې موږ یې اریانا بولو، لس کاله د هېواد په سوېل کې چې د طالبانو مشرتابه هم پکې مېشت دي، په راډیو کې کار کړی دی.
تر ۲۰۲۱ کال وړاندې، اریانا ازاده وه چې یوازې د خپل ښار شاوخوا سفر وکړي، په کلیوالي سیمو کې له ښځو سره مرکو لپاره ورشي. هغه مور وه چې په څنګ کې یې دنده هم درلوده. اسانه نه وه - ځورونې، غیر مساوي معاش او امنیتي ستونزې یې زغملې - خو کار یې کاوه.
کله چې لوېديځ ځواکونه وتل او طالبانو پرمختګ کاوه، اوازې خپرې شوې چې ښايي جګړه یې ښار ته ورشي. نو خسرګنۍ یې ټینګار وکړ چې باید کار بند کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس اریانا ډېره کمه له کوره بهر وځي - یوازې په اونۍ کې یو ځل د خپلې مور لیدو یا بازار ته راوځي.
کله چې هغه بهر وځي، د طالبانو د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" د سختو قوانینو له پېچلتیا سره ځان برابروي. په رسمي ډول، ښځې باید له خپل کوره له ۷۰ کیلومترو د لرې سفر لپاره یو نارینه سرپرست ولري. ځینې ځایونه شته چې هغوی ته ورتګ منع دی. ان د هغې غږ هم باید وا نه ورېدل شي.
اریانا تر ټولو ډېره د خپلې نهه کلنې لور په اړه وېره لري.
"که حالت همداسې دوام ومومي، زه فکر نه کوم چې هغې ته به د څه کولو اجازه ورکړل شي. هغه به له شپږم ټولګي پورته زدکړې ونه کړي. هغه لا هم کوچنۍ ده، خو حالات درک کوي.
کله کله راته وایي: ''کله چې زه له شپږم ټولګي فارغه شم، ته به راته د فراغت جامې جوړې کړې او بیا به یوازې په کور کښېنم.'"
د ثنا کیسه

د عکس سرچینه، Reuters
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې، د ژورنالستانو کار او ژوند یو دوامداره فشار دی.
ښځې له رسنیو سره له خبرو وېرېږي. له خلکو سره تر خبرو وړاندې باید ځایونه او اشخاص چاڼ کړي چې څوک طالب چارواکي پرې خبر نه کړي. پر تیلیفون راټول شوي مواد باید پاک شي ځکه وېرېږي چې که یې طالبان ودروي نو ښايي ستونزه ورته جوړه شي.
د تېرې چارشنبې په ورځ (لیندۍ ۱۴مه) د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي وو چې د طالبانو حکومتي مامورانو د کابل په ارزو ټلویزیوني دفتر برید وکړ او دغه ټلویزیون یې تړلی او اوه کارمندان یې له ځان سره بوتلل.
د افغانستان خبریالانو مرکز د طالبانو دا ګام د ارزو تلوېزیون او د هغه د کارمنانو له قانوني حقونو ښکاره سرغړونه بللې او د دوی دا کار یې غندلی دی.
ثنا عاطف په هماغه سیمه کې ژوند کوي چې اریانا پکې ده. دا د هغې اصلي نوم نه دی - دا هغه نوم دی چې د "زن ټایمز" لپاره یې په خپلو راپورونو کې کاروي، دا د ښځو په مشرۍ په څو ژبو خبري وېبپاڼه ده چې په شمالي امریکا کې اېډېټ کېږي.
ثنا د داسې هېواد د ژوند د ستونزو په اړه راپورونه ورکوي چې اقتصاد یې له کمزورۍ سره مخ دی، د زېږون او روغتیا خدمتونه پکې تر سخت فشار لاندې دي او د ښځو او همجنسخوښو+ کسانو د وژنو او بندي کولو پېښې پکې راپور شوې دي.
کله چې طالبانو د ثانوي زدکړو لاسرسی محدود کړ، هغه او د "زن ټایمز" ټیم هم د هغو پټو ښوونځیو په اړه راپور ورکوي چې ښځې یې د نجونو لپاره چلوي.
هغوی د مظاهرو، سندرو او نڅا په اړه هم راپور ورکوي - هغه څه چې د "کورني مقاومت" په نوم پېژندل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه ثنا اړباسي چې د سفر لپاره یو محرم یا نارینه ملګری ولري. ډېری وخت هغه خپل کوچنی ورور قانع کوي چې ښوونځي ته لاړ نه شي او له هغې سره د راپور جوړولو لپاره لاړ شي. په بدل کې، له ستنېدو وروسته هغه د خپل ورور په کورنۍ دنده کې مرسته کوي.
د هغې له نژدې کورنۍ پرته هېڅوک نه پوهېږي چې هغه خبریاله ده.
"زه یوه لویه ستونزه لرم؛ ځکه چې کلي کې زموږ ډېری خپلوان طالبان دي. موږ هغوی ته نه شو ویلی چې زه خبریاله یم، ځکه چې وېرېږم که هغوی پوه شي، زما او زما د کورنۍ لپاره به لویه ستونزه جوړه شي."
راتلونکی
موږ د "بایلاین افغانستان" په مستند فلم جوړولو کې له هغو نورو خبریالانو سره هم اړیکه نیولې چې په افغانستان کې فعالیت کوي. دا مستند د بيبيسي نړیوال سروېس لپاره جوړ شوی دی.
موږ وموندله چې په بېلابېلو سیمو کې شرایط توپیر لري. په شمال ختیځ کې یوې خبریالې راته وویل چې هغه لا هم د ښځو لپاره ځانګړي د ټیلیفوني اړیکو پروګرام پرمخ وړي.
هغې وویل، دفترونه اوس جلا شوي دي - نارینه نور له ښځو سره یوځای کار نه شي کولی. که ښځې معلومات راغونډول وغواړي یا پوښتنه ولري، دا کار باید د یوه سړي له لارې وشي.
یوې بلې خبریالې راته وویل، د وېرې او ناڅرګندتیا له امله برخه اخیستونکي ځانونه سانسوروي، دوی اندېښنه لري چې ښایي د طالبانو له قوانینو سرغړونه وکړي.
هر څوک د مالي سرچینو د کمېدو په اړه اندېښمن دي.

په داسې حال کې چې شبنم دوران لږ انګلیسي ویلای شوه، هغه له خپلې کشرې خور او ورور سره یو ځای بریتانیا ته ولېږدول شوه، د هغې لومړنی کار د کبانو په یوه پلورنځي کې و – په وچه کې د ایسار یوه هېواد د ښځې لپاره یوه عجیبه تجربه.
اوس، هغې بیا د خبرونو وړاندې کولو ته مخه کړې او په افغانستان انټرنېشنل ټلوېزیون کې - چې دفتر یې بریتانیا کې دی او د یوه سعودي سوداګر په نوم ثبت دی- خپله ځانګړې خپرونه لري.
خو دا سفر یې اسانه نه و. هغې موږ ته وویل کورنۍ یې، چې اصلا په افغانستان کې پاتې ده، د طالبانو لخوا هدف ګرځېدلې ده. د هغې پلار چې د پوځ یو پخوانی پیلوټ دی څو ځله له وهلو ټکولو سره مخ شوی (طالبان په دې کې له خپل لاس لرلو انکار کوي) او اوس پر پښو د ګرځېدو توان نه لري.
د هغې ټول نژدې خپلوان اوس له افغانستانه بهر دي. هغه وایي، دوی لا هم د طالبانو له خوا پیغامونه ترلاسه کوي (هغه پخپله هم). خو اوس، له نسبي خوندیتوب څخه د هغې مور او پلار د هغې له هغې بریا خوند اخلي، چې د یوې افغان ښځینه خبریالې په توګه د چوپه خوله پاتې کېدو منلو ته چمتو نه وه.
نور د بيبيسي نړیوال سروېس په "بایلاین افغانستان" مستند فلم کې اورېدلی شئ، 'Byline Afghanistan' ولټوئ.

