وینزویلا کې د سیاسي بندیانو د ربړونې خونې: "داسې ځایونو کې مو ساتي چې ساه په کې نشئ ایستلی"

د عکس سرچینه، Daniel Arce-Lopez/BBC
"هغوی زه شکنجه او وکړولم خو خاموشه کولی مې نشي. یوزایني څه چې راته پاتې دي زما غږ دی."
دا د وان يه نوم د یوه ځوان کیسه ده چې شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري. هغه ادعا کوي چې د وینزویلا امنیتي ځواکونو تېر کال د جولای پر ۲۸ د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال له نیولو کېدو سره په فزیکي او رواني ډول ربړولی.
دی یو له هغو سلګونو کسانو و چې د نیکولاس مادورو د بریا له اعلان سره د لاریونونو پر مهال ونیول شول. د ټاکنو د پایلو پر بهیر له اعلان وړاندې څوک نه وو خبر، ځکه خو سیاسي مخالفین یې او ډېر هېوادونه په دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو خبره کوي. د حکومت له لوري د نیولو شویو کسانو د شمېرو اعلان حیرانوونکی و. تېر کال اګسټ کې مادورو وویل " ۲۲۲۹ ترهګر یې نیولي دي."
وان د نومبر نیمايي کې هغه مهال له زندانه ازاد شو چې مادورو چارواکو ته وویل د نیونو پر مهال "بې عدالتۍ" دې سمې شي.
بي بي سي له هغه سره په ویډیويي بڼه خبرې وکړې. د هغه د خوندیتوب لپاره یې موږ د قضيي د ځینو اړخونو یادونه نه کوو او نوم یې هم بدلوو. دا ځوان ادعا لري چې له ډېرو زندانیانو سره ناوړه چلند کېږي، غورځول شوي او پاتې شوني خواړه ورکول کېږي او ډېر تورن کسان په تړلو خونو کې زولانه ساتل کېږي.
هغه خپل داسې اسناد بي بي سي ته وښودل چې د کیسې پخلی کوي او د نورو نا دولتي ادارو د شکایتونو له اسنادو او شواهدو سره هم سمون خوري. وان چې یو حکومت ضد سیاسي فعال دی وايي، د ټاکنو ورځ د خلکو لپاره یوه هیله وه چې ګواکې یو بدلون به راشي. خو پر هماغه یکشنبه نیمه شپه د مادورو د بري اعلان د هغو خلکو غوسه وپاروله چې د بدلون لمانځنو ته یې تیاری کاوه، هغوی حیران شول. زرګونه وینزویلایان لارو کوڅو ته ووتل او پایلې یې له درغلیو سره تړلې وبللې.

د عکس سرچینه، Reuters
سیاسي مخالفینو او نړیوالو ادارو له لاریونو کونکو سره د پولیسو چلند وغانده، د لاریونونو پر مهال له ۲۰ ډېر کسان مړه شول. مادورو او د هغه د حکومت ځینو چارواکو پر خپلو سیاسي مخالفینو تور پورې کړ چې "ښي لاسي توندلاري" او "ترهګرې" ډلې دې مړینو کې ښکېلې دي.
په وینزویلا کې مېشته یوه نا دولتي موسسه فارو پینال هم د ۲۳ داسې کسانو پېښې ثبت کړي چې نیول شوي او بیا ورک شوي. ګونزالو هیمیوب چې یو فعال او د فورو پینال ادارې مرستیال دی بی بی سی ته وویل، "هېڅوک نه پوهیږي چې دا مهال دوی چیرې دي او موږ په بشپړ ډول ډاډه یوو چې دوی نیول شوي دي."
د وینزویلا حکومت د لاریون پر مهال د ورکو شویو کسانو په تړاو رپوټ ته ځواب نه دی ورکړی.
هیمیوب وايي" خپلسرې نیونې وې. داسې ثبونه شته چې ځيني خلک پر دې نیول شوي چې د مخالفې سیاسي ټلوالې د یوه مشر اډمونډو ګونزالیز د بري لمانځنې یې کولې، او پر خواله رسنیو یې لیکل کړي وو. هغه د نیونو په تړاو له داسې څه هم پرده پورته کړه چې وايي "موږ داسې پېښې هم لرو چې ځینو کسانو په لاریونونو کې ګډون نه و کړی خو د څه کار له امله لاریون ته نژدې وو او هغوی هم نیول شوي."
وان ادعا لري چې دی همدغه وروستۍ بڼه نیونو کې و.
"اجباري کمپونه"

د عکس سرچینه، Daniel Arce-Lopez/BBC
دا ځوان سیاسي فعال وايي، په کار پسې روان و چې یوه ډله یې مخې ته ودرېده، مخ یې ور وتړه او ویې واهه، ورته ویل یې چې "ته ترهګر یې. " هغه ویل "مولټوف کوکټیلز او پیټرول یې راباندې واړول او بیا یې بند خونې ته یوړم."
هغه د څو اونیو لپاره د وینزویلا په یوه عادي زندان کې ساتل شوی و تر هغه چې د پلازمینې کاراکاس سوېل لویدیز شاوخوا ۱۴۰ کیلومترۍ کې یوه بدنام زندان توکورون ته ولېږدول شو.
هلته یې داسې بدې ورځې ولیدې چې د ژوند تر ټولو بده تجربه یې ده. وان وايي "کله چې یې توکورون ته یوړو، موږ یې بربنډ کړو، ویې وهلو، او زموږ سپکاوی یې وکړ. پر موږ بندیز و چې سر باید پورته نه کړو او ساتونکو ته ونه ګورو موږ باید سرونه پر ځمکه ټیټ نیولی وای."
وان په یوه داسې خونه کې له پنځه نورو کسانو سره ساتل کېده چې درې په درې متره کې وه، شپږ بسترې پر دوه درې پوړيزه کټونو کې وې، یوه ټانکۍ او پایپ په یو کونج کې پراته و چې د حمام کار ترې اخستل کېده."
هغه د دغه زندان په اړه ویل، "په توکورون کې مې داسې احساسوله چې د زندان پر ځای د اجباري کمپ (کانسنټرېشن کمپ) کې یم." وايي کټونه یې لکه کانکریټي قبرونه داسې و چې نازکه توشکونه پرې غوړېدلي وو. "هغوی موږ په فزیکي او رواني ډول ربړولو. خوب ته يې نه پرېښودو، هر وخت راتلل او راته به یې ویل، پورته شې په لیکه ودرېږئ. موږ به یې سهار شاوخوا پنځه بجې د خونو شاته کتار ودرولو. ساتونکو به زموږ د کارتونو او شمېرو پوښتنه کوله."
وان ویل، شاوخوا شپږ بجې به یې د شپږو دقیقو لپاره اوبه راپرېښودې چې موږ حمام وکړو. "شپږ دقیقې د شپږو کسانو لپاره او یوازې یو حمام چې اوبه یې یخې وې او هېڅ وخت مو نه مونده چې صابون وکاروو ځکه بیا به ټوله ورځ په صابون لړلي وو."
وايي بیا به مو سباناري ته انتظار کاوه، چې کله به شاوخوا شپږ او کله به ۱۲ بجې راوړل کېده. ماښامنۍ به کله پر ۹ بجو د ماښام وه او کله سهار دوه بجې. "ډوډۍ ته له انتظار پرته بل هېڅ به نه و چې ویې کړو. موږ به دننه په دغه وړه بند خونه کې ګرځېدو او کیسې به مو کولې؟ کله به پر سیاست هم غږېدو خو خورا په ټیټ غږ ځکه که ساتونکو اورېدو نو بیا یې سزا راکوله."
"د وهلو ټکولو وخت"
وان وايي ډېر زندانیان دغه حالت ستړي کړي وو او لکه د زامبي په څېر به برېښېدل. " موږ ته يې له معمول سره سم خواړه راکول، پاتې شوني خواړه به وو لکه څوک چې مارغانو یا سپیو ته غورځوي، یا هغه چې تاریخ تېري وي او نور یې نه کاروي." وايي ځینو زندانیانو ته به پرلپسې له معمول سره سم وهل ټکول کېدل، د چنګښو په څېر مزل به یې پرې کاوه چې لاسونه به یې پښو کې ور اچولي وو.
هغه د دغو بند خونو په اړه وايي، "هلته هغه کسان بېول کېدل چې سر زوري او باغیان به وو، یا به پر سیاست غږېدل یا به یې له کورنۍ سره د اړیکې لپاره د ټلیفون غوښتنه وکړه. وان وايي د توکورون زندان په یوه داسې بندخونې ته ولېږل شو چې دوه ورځو کې به یو وار خواړه ورکول کېدل. "ډېره تیاره بندخونه وه يو متر په يو متر کې وه، ډېر به وږی وم. څه چې به زما ذهن ته راتلل د دې نا انصافیو په اړه فکر کول و او بیا به مې ویل چې یوه ورځ به له دې ځایه وځم."
د ادولفو کټ په نوم یوه بله خونه د هغه زنداني په نوم جوړه شوې چې هلته مړ شوی و. "تیاره، له اکسیجن پرته یوه وړه خونه ده. کله چې دې هلته د څو دقیقو لپاره دننه کړي، ساه نشئ اخیستلی، بې هوښه شې، په نهیلۍ کې دروازه ټکوئ. زه یې هلته دننه کړم، پنځو دقیقو کې مې داسې فکر وکړ چې زه مړ کېږم."
د بشر ضد جرمونو رپوټونه

د عکس سرچینه، Daniel Arce-Lopez/BBC
دغه ځوان وايي، زندان کې یوازې ۱۰ دقیقې درې ځله په یوه اونۍ کې زندانیان بهر د تمرین لپاره ایستل کېږي، ډېر بندخونو کې پاتې وي. د فورو پینال ادارې مرستیال هیمیوب وايي، په توکورون زندان کې حالت خورا ناوړه دی ان بندیان خپلو اساسي حقونو لکه حقوقي وکیل او نور ډېر څه ته لاس رسی نه لري.
"دوی ټول دولتي وکیلان لري، حکومت پوهېږي که چېرې شخصي وکیلانو ته موقع ورکړي او هلته چارواکي نه وي هغوی به د سرغړونو ټول بهیر مستند کړي."
د تېر کال اکټوبر کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د وینزویلا د ټاکنو پر مهال د بشري حقونو د جدي سرغړونو او وروسته په لاریونونو کې د سیاسي تاوتریخوالي، په جبري ډول د امنیتي ځواکونو له لوري نیونې او د خلکو نادرکه کېدل، یو اړخیزو پرېکړې، اعدامونو او نورو پېښو په اړه رپوټونه ورکړل.
اوس د جرمونو نړیواله محکمه د وینزویلا حکومت له لوري د شویو احتمالي بشر ضد جرمونو پلټنه کوي.
د وینزویلا حکومت دغه تورونه ردوي او وايي، "دا پلټنې په قصدي ډول د جرمونو نړیوالې محکمه کې د سیاسي موخو لپاره کارول کېږي."
بي بي سي د دغه هېواد له لوی څارنوالۍ د مرکې غوښتنه وکړه خو د دې رپوټ تر خپرېدو یې ځواب رانکړ.
"زه نور له حکومته نه ډارېږم"

د عکس سرچینه، Getty Images
وان وايي ډېر زندانیان په توکورون زندان کې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ لسمې ته په تمه دي چې ازاد به شي.
د ولسمشریزو ټاکنو د هوکړې له مخې پر دغه نېټه به واک ولېږدي.
د اپوزیسیون یا مخالفې سیاسي ټلوالې مشر اډمونډو ګونزالیز ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې هغه به په اسپانیه کې له جلاوطنۍ هېواد ته ستون شي چې د نوي ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړي.
مادورو وايي پر وړاندې يې یوه دسیسه روانه ده چې دی له واکه وپرځوي او ګواښنه کوي که هر څوک د واک لېږد هڅه وکړي، "بیه به یې پرې کړي."
وان وايي د پښېمانۍ احساس لري ځکه لا هم سلګونه ملګري یې په زندانونو کې دي. هغه وايي له ټولو ګواښونو سره سره به بیا هم د جنورۍ پر لسمه له نورو کسانو سره یوځای د د اډمونډو ګونزالی په ملاتړ واټونو ته د لاریون لپاره ووځي .
تېر کال، پرووا نادولتي موسسې د اپوزیسیون د سیاستوال اډون سانتوس مړینه وغندله، چې د اکتوبر په ۲۵ دوه ورځې وروسته له هغه مړ وموندل شو چې عیني شاهدانو ویل د پټ مخو خلکو یوه ډله یې ولیدله، چې ویل کیږي امنیتي ځواکونه و او هغه یې ونیوه.
وان وايي، "نه ډارېږم" خو که څه پېښیږي نو ځیني یادښتونه یې پرایښي دي.