'پاملرنه' مؤسسه: له ښځینه کارمنو پرته افغانستان کې فعالیت راته ګران دی

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د پاملرنې نړیوالې مؤسسه وايي، دوی د طالبانو له لوري په کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ښځینه کارمنانو د کار بندولو پرېکړه غندي.
په افغانستان کې د پاملرنې مؤسسې مرستیالې مشرې ریشمه ازمي بي بي سي ته وویل، "دا بندیز له هغو انساني اصولو کاملاً سرغړونه ده چې موږ یې پلی کوو او نیمايي هغه نفوس ته زموږ د رسېدنې مخه ډب کوي چې افغان ښځو او نجونو ته د ښځو په لاس خدمات وړاندې کوي".
اغلې ازمي وايي، په بشري چارو کې د ښځو نه ګډون په هېواد کې د ټولو بشرپالو فعالانو لپاره لویه اندېښنه ده.
دا وايي، هڅه یې دا ده چې په ګډه له چارواکو سره دې ستونزې ته د حل موندلو یوه لاره چاره ومومي، چې په حلېدو سره به یې ټولو اړمنو افغانانو ته – که نارینه دي یا ښځې خپل ملاتړ او مرستې وغځول شي.
پاملرنه مؤسسه وايي په ختمېدونکي ۲۰۲۲ کال کې یې کابو د اوه سوه زره اړمنو افغانانو – چې تر نیم میلیون ډېرې پکې ښځې او نجونې وې، لاسنیوی کړی چې په وینا یې له ښځو او نجونو سره مرسته کول د دوی د پروګرام اصلي موخه وه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
ریشمه ازمي وايي، له ښځینه کارمنو پرته دوی ته افغانستان کې فعالیت کول ګران دي:
"له ښځینه مرستندویانو کارمنو پرته هغو ښځو او نجونو ته زموږ رسېدل ناممکن دي چې مرستو ته اړتیا لري."
پاملرنه مؤسسه وايي، دوی د افغانستان په نهو ولایتونو کې دا مهال کابو نهه سوه کارمنان لري، چې اته دېرش سلنه یې ښځې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاملرنې مؤسسې دې مرستیالې مشرې دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې تازه د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي) په افغانستان کې د خپل فعالیت درولو اعلان کړی.
دغې کمېټې ویلي، د دوی له کابو اتو زرو کابو څلوېښت سلنه کارمنان ښځې دي.
وړاندې، افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د کار له بندیز وروسته دریو لویو غیر دولتي موسسو (اینجوګانو) دغه هېواد کې خپل فعالیت وځنډاوه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
"سېف ده چیلډرن" یا د ماشومانو د خوندیتوب اداره، د ناروې کډوالو شورا او "کېیر انټرنیشنل" یا (پاملرنه) په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، له "ښځینه کارکوونکې پرته" خپل فعالیت ته دوام نه ورکوي.
د سېف ده چلډرن مؤسسې اجرائيوي مشر ډېوېډ رایټ ویلي: "ښځو او ماشومانو ته د لاسرسي لرلو لپاره، تاسو ښځینه روغتیايي کارمنانو لرلو ته اړ یاست. که تاسو دغه کارمنانې ونه لرئ، تاسو به دې خلکو ته لاسرسی ونه مومئ. نو اصلا دا موږ ته ممکنه نه ده که زموږ ښځینه همکارانې کار ته راونه وځي، موږ دې خپل کار مخته بوتللی شو."
نوموړی وايي، په لوړه کچه خبرې او هڅې روانې دي چې طالبان دا پرېکړه بېرته واخلي.
خو طالبانو د دوی د پرېکړې نړیوالې غندنې رد کړې دي او وايي ټولې نادولتي ادارې چې غواړي افغانستان کې خپل فعالیتونه وکړي، باید د هېواد قانون ته غاړه کېږدي.
د افغانستان د مدني ټولنې ګډ کاري ګروپ بي بي سي ته ویلي چې ګڼو افغان مؤسسو هم پرېکړه کړې چې خپل فعالیت ودروي.
د افغانستان د مدني ټولنې د ګډ کاري ګروپ غړې نګینې یاري بي بي سي ته وویل، دا چې ملي مؤسسې هم تر ډېره پر نړیوالو بنسټونو تکیه دي ګڼو یې د فعالیت د درولو پرېکړه کړې.
آغلې یاري زیاته کړه چې د دغو پرېکړو ډېر زیان د افغانستان زیانمنېدونکو خلکو ته رسېږي.