پنځه لاملونه چې د کمالا هرېس د ماتې لامل شول

کامالا هرېس

د عکس سرچینه، Getty Images

ډونلډ‌ ټرمپ د امریکا ټاکنې وګټلې او مرستیالې ولسمشرې کمالا هرېس ته یې ماته ورکړه.

ټرمپ یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته تاریخي ورستون شو. د هغه بریا حیرانوونکې نه وه. ډېرو یې تمه لرله او د ۲۰۲۰ کال ټاکنو برعکس دا ځل له پیله مخکښ و.

د سیالۍ په کلیدي ایالتونو کې ډېرو امریکایانو د هرېس پر ځای ټرمپ ته رایه ورکړه. هرېس وروسته له هغې ټاکنو کې د دیموکراتانو نومانده شوه، چې جولای کې ولسمشر بایډن له نوماندۍ تېر شو.

په ۲۰۱۶ کال کې ولسمشریزو ټاکنو کې د هیلري کلېنټون له ماتې وروسته دا دویمه ښځینه نومانده ده، چې ټرمپ ماتې ورکوي.

دلته مو له هغو پنځو لاملونه خبروو چې ولې هرېس د ټرمپ له خوا ماتې وخوړه.

اقتصاد

امریکا کې د ژوند د لګښتونو لوړېدو ډېر امریکایان اندېښمن کړي دي. اقتصاد د رای ورکوونکو لپاره د اندېښنې وړ موضوع بلل شوې.

له کورونا وبا وروسته امریکا کې انفلاسیون یا ګراني داسې کچې ته رسېدلی، چې له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې نه وه لیدل شوې.

ډونلډ ټرمپ دا پوښتنه مطرح کوله چې "ایا ستاسې وضعیت د څلور کاله مخکې وخت پرتله ښه شوی؟"

په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په کچه ډېرو رای ورکوونکو واک کې پاتې شوی ګوند له واکه لیري کړی، چې تر ډېره یې لامل د کورونا وبا وروسته د ژوند د لګښتونو لوړېدل یاد شوي دي. داسې ښکاري، چې امریکایان هم د یوه بدلون د راتلو تږي دي.

په هرو څلورو امریکایانو کې یوازې یو د خپل هېواد له اوسني وضعیته راضي دی. دوه پر دریمه برخه یې له اوسني اقتصادي وضعیته ناخوښ دي.

د فورین پالیسۍ ورځپاڼې مقاله لیکونکی مایکل هیرش وايي: "د انفلاسیون کچه د بایډن د لوړو لګښتونو د پروګرامونو له امله لوړه شوه، چې تر پایه پرې خلک خوښ نه وو. همدې د رای ورکوونکو نا راضایتي ډېره کړه او دا د دې لامل شو، چې دا احساس د هرېس په نوماندۍ کې هم پر خپل ځای پاتې شي."

د سي اېن اېن په وینا،‌ له نیمايي ډېرو رای ورکوونکو ویلي، ټرمپ ته د اقتصاد د مدیرېریت برخه کې پر هرېس لومړیتوب ورکوي.

د بایډن نه خوښول

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

هرېس له ټاکنیزې سیالۍ د بایډن تر وتلو وروسته ځان بدله شوې نومانده معرفي کوله. دا چې د بایډن مرستیاله وه، خو هڅه یې کوله چې ځان ترې جلا وښيي.

د ټاکنو په دې سیالۍ کې یې د خلکو تر منځ محبوبیت څلوېښت سلنه و.

سره له دې چې د انفلاسیون او مکسیکو او د امریکا تر منځ پر پوله د کړکېچ له امله ډېر امریکایان له بایډن خوښ نه،‌ خو دا ورته وفاداره پاتې شوې او ملاتړې یې وه.

د سیاسي شنونکو په وینا، دا بیا هغه وخت لا روښانه شوه، چې هرېس د ABC The View خپرونه کې راښکاره شوه.

ډېرو فکر کاوه چې دا به د هغې لپاره یو ښه فرصت وي، چې هغو امریکایانو ته ځان ښه وروپېژني چې له شالید یې نه دي‌ خبر .

خو پر ځای یې دغې دیموکراتې نوماندې هڅه کوله چې، ووايي بایډن سره څه توپیرونه لري.

وروسته یې بیا دا ومنله چې "ذهن ته څه نه ورځي."

د امریکا د پخواني ولسمشر سلاکار ډیویډ اکسلرود د هرېس دا څرګندونې، چې بیا وروسته یې د ټرمپ ټاکنیز کمپایني ټیم پر ضد وکارولې، نوموړې لپاره "ناورین زېږدونکې" یادې کړې.

سرچینو بي بي سي ته ویلي، دیموکرات ګوند کې د "کړکېچ یو انځور" هم شته.

د دیموکرات ګوند یو سیاسي فعال واشنګټن کې د بي بي سي خبریالې ایوان ولز ته ویلي، دا ګوند باید "پیل کې ډي سي کې د هغو ځانګړو ډلو او کسانو مخه ونیسي چې د نورو عامو خلکو پرتله ځان لوړ ګڼي."

نورو بیا په داسې حال کې چې د ټاکنیز کمپاین د منډو ترړو ستاینه یې هم کوله خو ویل یې چې دې ګوند د خلکو ذهن کې خپل ناسم انځور پریښي.

دا بیا هغه وخت لاپسې زیات شي، چې د ژوند د لګښتونو د کچې لوړېدو ته یې پام ورواوړي.

ټولنیز موضوعات

امریکا ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

له اقتصاد ورهاخوا، ټاکنې تر ډېره د احساسي موضوعاتو له مخې هم ترسره کېږي.

دیموکراتانو د جنین پر سقط حساب کاوه، چې رای ورکوونکي تر اغېز لاندې راولي. داسې حال کې چې د ټرمپ ټینګار بیا پر کډوالۍ و.

د "پیو" څېړنیز مرکز د یوې نظر پوښتنې له مخې رایه ورکوونکو د ناقانونه کډوالۍ په اړه هم ژوره اندېښنه لرله، چې د جو بایډن تر واک لاندې حکومت کې ریکارډ کچې ته رسېدلې وه او همدا لامل و چې په ټرمپ د خلکو باور زیات کړي.

دا په امریکا کې د جنین سقطولو د حق له بدلون وروسته لومړنۍ ټاکنې دي. د دې حق ملاتړ په ښځو کې د هرېس د پلویو شمېر زیات کړ. د ادیسون رېسرچ د نظر پوښتنو له مخې له دې امله د هرېس د ښځینه ملاتړو شمېر تر ۴۴ او ۵۴ سلنه لوړ شو.

د ټرمپ بیا ۵۴ سلنه ملاتړي سړي او ۴۴ سلنه یې ښځې وې.

خو د سقط د حق موضوع چې د ۲۰۲۲ کال په ټاکنو کې څومره اغېزه درلوده، اوس دومره نه وه.

د ستنفورد پوهنتون یو لوړ پوړی بریتانیایي الاصله امریکايي څېړونکی او تاریخ لیکونکی نایل فرګوسن وايي: "امریکايي رای ورکوونکو په ښکاره د تېرو څلورو کالو پالیسۍ رد کړې."

هغه استدلال کوي چې امریکایانو د هغه سیاست مخالفت وکړ، چې اقتصادي پالیسي یې ناکامه وه، ګراني په کې زیاته شوه، او منځني ختیځ کې د جګړې لامل شو.

هغې د بي بي سي راډیو فور ته ویلي: " د بایډن دې کار نه یوازې سپین پوټکي امریکایان، نه یوازې کارګره طبقه، بلکې د لاتین امریکایانو او اسپانیايي وګړو په ګډون یې د هېواد په کچه ټول خلک له ځانه پردي کړل."

دیموکرات ګوند واضح او ښکاره پیغام ترلاسه کړی: د امریکا خلک دا سیاستونه او پالیسۍ نه غواړي. هغوی له انفلاسیون پرته امنیت او سوله غواړي. هغوی یقینا په ټولنیزو پالیسیو کې "کارګر" نه غواړي.

د تور پوټکو او لاتیني رای ورکوونکو ضعیف ملاتړ

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

سپېنې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ بیا راګرځېدل هغه وخت یقیني شول چې، د پېنسیلوانیا او د هغې ۱۹ انتخاباتي رایی یې وګټلې.

دا هغه ایالت دی، چې له ۱۹۸۸ کال راهیسې دیموکرتانو یوازې یو ځل له لاسه ورکړي. هغه هم کله چې ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې هېلاري کلېنټون ته ماتې ورکړه.

د هرېس کمپاین ډله په دې هیله په سن بېلټ ایالیتونو لکه اریزونا، نوادا، جورجیا او شمالي‌ کارولینا کې ډېره فعاله وه چې منځلاري جمهوري غوښتونکي او هغه کسان راخپل کړي چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې د اختلافاتو له امله نهیلي شوي، خو دې هڅو یې هم پایله ور نه کړه.

د دیموکراتانو تور پوټکي، لاتیني او ځوانه طبیقه ملاتړي هم ډېر کم شول. د هرېس هڅې چې په تحصیل کړیو سیمو کې یې د پوهنتونو ملاتړ کاوه او غوښتل یې دیموکرات مېشتو سیمو کې د ټرمپ لاسته راوړنې د خلکو له پامه وغورځوي، کافي نه وې.

ایډېسن ریسرچ د نظر پوښتنو له مخې، هرېس د تور پوټکو په ۸۶ سلنه رایو کې ۱۲ سلنه او په ۵۳ سلنه لاتین وګړو رایو کې یې ۴۵ سلنه رایې ګټلي.

داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې د بایډن د نوماندۍ پر مهال دا شمېر لوړ و. نوموړي د تور پوټکو ۸۷ سلنه او د لاتیني وګړو ۶۵ سلنه رایې خپلې کړې وې. خو برعکس ټرمپ بیا د لاتین وګړو ډېرې رایې ګټلې دي.

هرېس په ۲۰۲۰ کال کې د بایډن د بریا پرتله په جمهوري غوښتونکو کلیوالي سیمو کې هم ډېر ملاتړ نه درلود. او هلته یې ۲۰۱۶ کال کې د کلینټون سره مساوي ملاتړ درلود.

پر ترمپ ډېر تمرکز

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

۲۰۱۶ کال کې تقریبا هیلاري کلېنټون ته ورته، هرېس هم د نوماندۍ په دوره کې د ټرمپ پر نامناسب والي ډېر تمرکز وکړ.

هغې په کمپاینې غونډو کې د ټرمپ په اړه پر پخوانیو ادعاو استناد کاوه او هغه یې "فاشیست" او "بې ثباته" کس یاداوه.

هغې ټاکنې د ډیموکراسۍ لپاره د مبارزې په توګه یادې کړې وې.

نظر پوښتونکي فرانک لونتیز پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و: "کاملا هرېس ځکه په ټاکنو کې ماته وخوړه چې ډېر پام یې پر ټرمپ ورټول و."

نوموړي زیاته کړې: "رای ورکوونکي له پخوا ټرمپ پېژني؛ هغوی غوښتل په دې ډېر پوه شي چې د هرېس د خپلې ولسمشرۍ د لومړیو ورځو او کال لپاره څه برنامې لري."