کابل کې طالبانو له پاکستاني پلاوي سره پر ځینو مسلو هوکړه کړې

د ویډیو تشریح،
کابل کې طالبانو له پاکستاني پلاوي سره پر ځینو مسلو هوکړه کړې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي،‌ کابل ته له تللي پاکستاني‌ پلاوي ‌سره دې هوکړې ته رسېدلي چې تورخم کې موټر چلوونکي له وېزې پرته پر کرښه تګ راتګ وکړي.

ټاکل شوې وه د روانې مارچ له ۳۱مې وروسته پاکستان د لویو لاریو هغو موټر چلوونکو ته اجازه ورنه کړي چې وېزه ونه لري.

حفیظ الله معروف د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره پر همدې او نورو مسایلو خبرې کړي چې پاکستاني پلاوي سره یې پرې هوکړه کړې.