تهران له اسرائیلو د "حساسو اټومي اسنادو" ترلاسه کولو ادعا کوي، ایراني رسنۍ دا عملیات "تر ټولو ستر څارګر ګوزار" بولي

د ایران رسمي تلویزیون د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې ایران له اسرائیل سره تړاو لرونکي "حساس" اسناد ترلاسه کړي، په ځانګړي ډول د دې هېواد د اټومي تاسیساتو په اړه سندونه پکې مهم دي، خو دا یې نه ‌دي روښانه کړي چې دا اسناد څه ډول ترلاسه شوي دي.

تلویزیون په لنډو ویلي: "د ایران استخباراتي ادارو له صهیونیست رژیم سره تړلي ډېر زیات ستراتیژیک او حساس معلومات ترلاسه کړي، چې پکې د زرګونو اسنادو ټولګه شامله ده او د دې رژیم له اټومي پروژو او بنسټونو سره تړاو لري."

ایران، چې وایي له ۱۹۷۹م کال د اسلامي انقلاب راهیسې یې د فلسطین ملاتړ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ اصلي بنسټ ګرځولی، د اسرائیل دولت په رسمیت نه پېژني.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه سیمه‌ییز او نړیوال تاوتریخوالی روان دی. اسرائیل دغه پروګرام د خپل ځان لپاره یو جدي خطر ګڼي، خو ډېری کارپوهان اسرائیل د منځني ختیځ یوازېنی اټومي ځواک ګڼي.

خو لوېدیځ هېوادونه، په ځانګړي ډول د اسرائیل ټلواله د امریکا متحده ایالات پر ایران تور پورې کوي چې غواړي اټومي وسلې تر لاسه کړي، خو د ایران اسلامي جمهوریت دا تورونه ردوي.

د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې عمومي رئیس رافایل ګروسي خبرداری ورکړی چې ایران "له اټوم بم جوړولو ډېر لېرې نه دی" او ټینګار یې کړی چې "ایران دا مهال اټومي وسله نه لري، خو د هغې لپاره اړین خام مواد لري".

نوموړي دا څرګندونې د بریتانیا له "فايننشل ټایمز" ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړې، ویې ویل چې ایران اوس داسې پراخ او مخ په زیاتېدو یورانیم لري چې ۶۰ سلنه چاڼ شوي او دا چې د ایران اټومي وړتیاوې یوازې په یوه برید له منځه نه‌شي وړل کېدای.

ایران د ګروسي دا راپور رد کړی، ویلې یې دي چې "د یورانیم د چاڼ کچې لپاره هېڅ محدودیت نشته". د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د اټومي انرژۍ ادارې په ګډ بیان کې ویلي، دوی د دې راپور خپرېدل خواشینوونکي بولي او دا یې "سیاسي" ګڼلی. دواړو ادارو ټینګار کړی چې تهران بیا بیا څرګنده کړې چې هېڅ پټ اټومي سایټ یا غیر اعلام شوې فعاله پروژه نه لري.

"په لویه پېمانه اسناد"

نیمه رسمي ایراني خبري اژانس "فارس" راپور ورکړی چې د ایران استخباراتي ادارې توانېدلې یو لوی مقدار ستراتیژیک او حساس معلومات او اسناد له "اشغال شوو سیمو" ولېږدوي، چې پکې د اسرائیلو د اټومي پروګرام پلانونه او تاسیسات هم شته.

دغه اژانس دا اقدام "د صهیونیست رژیم پر ضد د تاریخ تر ټولو ستر استخباراتي ګوزار" بللی دی.

ایران وخت په وخت د جاسوسۍ په تور د افرادو د نیولو اعلان کوي او اسرائیل تورنوي چې د دې هېواد له اټومي پروګرام سره تړلي هدفمنې وژنې او تخریبي اعمال ترسره کوي.

بل لور ته، اسرائیلو د ۲۰۲۵م کال د مې په میاشت کې دوه تنه ونیول، چې ګومان کېږي د ایران لپاره ‌یې د استخباراتي معلوماتو راټولولو ماموریت درلود.

د فارس خبري اژانس د "باوري سرچینو" له قوله لیکلي چې په ترلاسه شویو معلوماتو کې زرګونه داسې اسناد هم شته، چې د اسرائیلو د اشغالګرو پروژو او اټومي تاسیساتو سره تړاو لري. سرچینو زیاته کړې چې دا عملیات څه وخت مخکې ترسره شوي، خو د اسنادو د ډېروالي او د دوی خوندي انتقال له امله د موضوع افشا کول وځنډېدل.

فارس وايي ټول اسناد "مطلوبو خوندي ځایونو" ته رسېدلي او دومره ډېر دي چې یوازې بیاکتنه او د هغو اړوند انځورونو او ویډیوګانو کتنه اوږد وخت غواړي.

ایران ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د "اټومي نه‌خپرېدو تړون" له مخې، د سوله‌ییزې او د برېښنا تولید لپاره د اټومي انرژۍ د ترلاسه کولو حق لري.

خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له خوا بیا وار په وار پر ایران د پوځي برید ګواښونه شوي او دواړه هېوادونه له څو کلونو راهیسې په یوه پټه شخړه کې ښکېل دي.

تېر کال تاوتریخوالی هغه مهال اوج ته ورسېد، کله چې ایران دوه ځله په مستقیم ډول پر اسرائیلو د سلګونو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. تهران ادعا وکړه چې دا بریدونه د سوریې په دمشق کې د ایران کونسلګرۍ پر ودانۍ د وژونکي هوایي برید غچ و، چې مسئولیت یې اسرائیلو ته منسوب شو.

همداراز ایران ویلي دا بریدونه د اسماعیل هنیه (د حماس مشر) د وژلو او د حسن نصرالله (د حزب الله پخواني مشر) د وژل کېدو پر ضد هم یو ډول غبرګون و. دواړه پېښې اسرائیلو ته منسوبې شوې، چې یوه‌ یې په تهران کې او بله د بیروت په جنوبي حومه کې ترسره شوې وه.

د موساد عملیات

په ۲۰۱۸م کال کې د اسرائیل استخباراتي ادارې (موساد) پټ عملیات ترسره کړل، چې هدف ‌یې په تهران کې یو ګودام و، چېرته چې د ایران د اټومي پروګرام ارشیف ساتل کېده. د موساد پخواني مشر یوسي کوهین ویلي، دا عملیات یې په دوو کلونو کې پلان کړل او ۲۰ نا اسرائیلي اجنټانو پکې ګډون وکړ.

اجنټان وتوانېدل چې ۳۲ پولادي خزانې خلاصې کړي او د نیم ټن په اندازه اسناد په هماغه شپه اسرائیلو ته ولېږدوي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) له مخې، موساد شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ سندونه او ډیجیټل فایلونه ترلاسه کړي وو، چې ټول یې د شپې په شپږو نیمو ساعتونو کې له امنیتي ګزمې مخکې انتقال کړل.

د "هارټس" ورځپاڼې په وینا، "موساد" دا ځای له ۲۰۱۶م کال راهیسې تر څار لاندې نیولی و. دوی د یاد ګودام عیني نمونه د تمرین لپاره جوړه کړې وه او خپل عملیات‌ یې د اتو ساعتونو دننه پلان کړي وو.

د ترلاسه شویو اسنادو له مخې، د "اماد" په نوم پټ پروګرام افشا شو، چې پکې د پټو سایټونو (لکه ورامین او تورقزاباد)، د اټومي سروکو ډیزاینونه، د ځایونو پټ ساتلو مېتودونه او د ځمکې لاندې تونلونو نقاشۍ شاملې وې.

د هارټس د راپور له مخې، اسناد ښيي چې ایران هڅه کړې نړیوالې اټومي ادارې ته دروغ ووایي، اسناد پاک کړي او رسمي اسناد جعلي کړي.

په ۳۰ اپرېل ۲۰۱۸، نتنیاهو دغه اسناد د ملګرو ملتونو په غونډه کې نندارې ته وړاندې کړل او ایران یې تورن کړ چې د خپل اټومي پروګرام د اهدافو په اړه‌ یې نړیوالو ته دروغ ویلي دي. دا اسناد وروسته نړیوالو متحدینو لکه جرمني، فرانسې او بریتانیا ته هم وسپارل شول.

ایران دا عملیات رد کړي، او ویلي ‌یې دي چې دا یوازې "زاړه معلومات بیا را دبره شوي"، خو دا انکار د اسرائیلو او امریکايي چارواکو له خوا رد شو او ویې ویل چې دا اسناد د ایران د فریب مستقیم ثبوتونه دي.

امریکايي راپور د "دیمونا" پروژې جزییات برملا کړل

د ۲۰۲۴ ډیسمبر کې، یو امریکایي استخباراتي راپور د محرمو اسنادو له لېرې کولو سره دا ښکاره کړه چې متحده ایالات لا له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې پوهېږي چې اسرائیل په خپل (دیمونا) اټومي څېړنیز مرکز کې د وسلو لپاره د کار وړ پلوتونیم تولیدولی شي.

راپور، چې د امریکا د ملي امنیت ارشیف خپور کړی، د ۱۹۶۰ کال د ډېسمبر له یوه مهم استخباراتي یادښته نقل کوي. دغه یادښت، چې د اټومي انرژۍ د استخباراتو د کمېټې لخوا چمتو شوی، "لومړنی او یوازېنی پېژندل شوی راپور و، چې په څرګنده او بې‌ابهامه توګه ویل شوي و د دیمونا پروژه د پلوتونیم د بیا پروسسولو فابریکه لري او د وسلو له پروګرام سره تړاو لري."

راپور زیاتوي چې تر ۱۹۶۷م پورې شواهد موجود وو چې د دیمونا د بیا پروسس کولو فابریکه بشپړه شوې یا نژدې ده چې بشپړه شي او اټومي ریکټور ‌یې په بشپړ ظرفیت چلېده. دا یې مانا وه چې اسرائیل په شپږو تر اته اونیو کې اټومي وسلې تولیدولی شي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استخباراتي څانګې دا ادعاوې رسماً تایید یا رد نه شوای کړی، خو ځینې‌ یې "معقولې" بللې او د ۱۹۶۷م کال د اپرېل د تفتیشي ډلې ته یې سپارښتنه کړې وه چې د دې موضوع جدي څېړنه وکړي.

نړیوال ارشیف په خپل راپور کې زیاتوي، په راتلونکي لسیزه کې- لکه څنګه چې له اسنادو ښکاره کړې، واشنګټن ورو ورو دا حقیقت ومانه چې اسرائیل د وسلو د جوړولو وړتیا لري.

د ۱۹۶۰مو کلونو پر مهال، امریکا دې ته اندېښنه درلوده چې که اسرائیل یا ورته نور هېوادونه وسلو لرلو ته مخه کړي، نو دا به په منځني ختیځ کې د وسلو د سیالۍ لړۍ پیل کړي او د نړیوالو د هغو هڅو خنډ به شي چې د اټومي وسلو د خپرېدو مخه ونیسي.

خو تر ۱۹۶۹م کاله پورې، د راپور له مخې، د خپرېدو مخنیوي مساله د ولسمشر ریچرډ نېکسن او د اسرائیلو د لومړۍ وزیرې ګولډا مئیر ترمنځ پټ دوه اړخیز تفاهم ته تسلیم شو، چې له مخې ‌یې واشنګټن اسرائیل ته اجازه ورکړه "د غیر اعلان شوي اټومي ځواک" په توګه خپل وضعیت وساتي.

نېکسن او مئیر په یوه ضمني هوکړه کې پرېکړه وکړه چې د اسرائیلو اټومي پروګرام باید پټ وساتل شي، نه اعلان شي او نه هم د وسلو ازمایښت ترسره شي.

همداراز، اسرائیل د "اټومي ابهام" پالیسۍ تعقیب کړه، چې د خپلو اټومي وړتیاوو په اړه ‌یې مبهمه او ګنګړو ژبه کاروله. واشنګټن هم د اسرائیلو رسمي دریځ ومانه، چې ویل ‌یې "اسرائیل به د سیمې لومړنی هېواد نه وي چې اټومي وسلې استعمالوي یا معرفي کوي."

د امریکا د اټومي انرژۍ د کمېټې یوه څېړنډله، چې په ۱۹۶۶م کال کې ‌یې د دیمونا ریکټور ته سفر کړی و، د دې احتمال څرګند کړی و چې ښايي دوی دوکه شوي وي. سره له دې چې دوی باور درلود دا دوکه ممکنه نه ده، خو "فارن پالیسي" امریکايي مجله وایي، واقعیت د دوی د باور خلاف و.

دغه مجله راپور ورکوي چې اسرائیل لا له وړاندې د وسلو لپاره د پلوتونیم تولید پیل کړی و او تر ۱۹۶۷م جګړې مخکې ‌یې دوه یا درې اټومي وسلې هم چمتو کړې وې، د یوه احتمالي ناوریني حالت لپاره. مانا دا چې اسرائیل په عمل کې د اټومي وسلو د تولید وړتیا لرونکی دولت و.

د ۱۹۶۷م کال د مارچ میاشتې په یوه استخباراتي راپور کې، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) لخوا‌یې ایډیټ شوې نسخه موجوده ده، داسې اټکل شوی و چې "اسرائیل ښايي د پلوتونیم د بیاپروسسولو فابریکه جوړه کړې وي."

د آرشیفي اسنادو له مخې، راپور سپارښتنه کړې وه چې دا مساله دې د راتلونکي تفتیشي سفر پر مهال وڅېړل شي، خو د ۱۹۶۷م کال د اپرېل د میاشتې سفر هېڅ نوې پایله ورنه ‌کړه.

اسرائیل هېڅکله د اټومي وسلو د نه‌ خپراوي نړیوال تړون (NPT) نه‌دی لاسلیک کړی. دا هغه تړون دی چې موخه ‌یې د نړۍ په کچه د اټومي وسلو د خپرېدو مخنیوی دی.