بواسیر څه ته وايي، څنګه یې مخنیوی او درملنه وکړو؟

  • Author, اِمره بال
  • دنده, بي بي سي-ترکیې څانګه

بواسیر یا هیموروییډ له عامو ناروغیو یوه ده چې د ځانګړتیاوو له امله یې په اړه ډېرې کمې خبرې کېږي، خو کېدای شي ډېره ځوروونکې وي.

بې دلیله به نه وي، که موږ یې 'زموږ د وخت ناروغي' وبولو، ځکه لاملونه یې ډېرو ته روښانه دي:

  • ډېره ناسته
  • په تشناب کې د اوږدې مودې ناسته
  • بې خوځښته ژوند
  • چاغښت
  • د پروسس شویو خوړو ډېر مصرف
  • د فایبر نشتوالی
  • د کافي اندازه مایعاتو نه څښل
  • سټرس یا فشار

بواسیر څه دی؟

پروفیسور ډاکټر محرم اوزتاش، چې د استانبول په اتیلیم پوهنتون کې د عمومي جراحۍ متخصص دی، د بواسیر ناروغۍ په اړه وايي:

"دا ناروغي یو له هغو عامو قضیو ده چې موږ د عمومي جراحۍ په څانګه کې ورسره مخامخېږو. پراخ ټولنیز اغېز لري، ځکه کوم کسان چې پرې اخته کېږي، د عادي کارونو کولو مخه یې نیسي او دا د هغوی لپاره ډېره ځوروونکې ده."

دې ناروغۍ ته "بواسیر" یا "هموروییډ" ویل په ساینسي لحاظ سم نه دي. د ترکیې د کولمو او مقعد د جراحۍ ټولنې عمومي جراح او رییس پروفیسور ډاکټر فزا یاربوغ کاراکایلي بي بي سي ته وویل: "بواسیر په حقیقت کې یو ارګان دی چې موږ ټول یې لرو. دا د مقعد په پای کې موقعیت لري او د وینې له رګونو او نښلوونکي نسج څخه جوړ شوی دی. له همدې امله، دا سمه نه ده چې ووایو، "زه بواسیر لرم، بلکې باید ووایو چې زه د بواسیر ناروغي لرم."

پروفیسور ډاکټر اوزتاش د دې ناروغۍ د څرنګوالي په اړه وايي: "بواسیر د وخت په تېرېدو سره پېچلتیاوې او نښې نښانې رامنځته کوي ځکه چې تنګېږي او پراخېږي. کله چې پیچلتیاوې او نښې نښانې لکه خارښت، درد او وینه بهیدل رامنځته شي، موږ ورته بواسیر ناروغي وایو."

یو کس څو ځله په بواسیر اخته کېدای شي؟

که څه هم دا یوه عامه ناروغي ده، خو دا چې یو کس څو ځله پرې اخته کېدای شي، په اړه یې هیڅ علمي شواهد نه شته. دا ناروغي تر ډېره بې ضرره ګڼل کېږي، نو ځکه یې په اړه احصايې راټولې شوې نه دي.

ډاکټر محرم اوزتاش وايي: "موږ باید بواسیر هم د اپینډیسایټس او د صفرا کیسې د جراحۍ په څېر وګڼو . زموږ روغتون ته چې کوم کسان راځي له ۷۰ تر ۸۰ سلنه یې د همدې ناروغیو له امله وي. له همدې امله موږ نه شو کولی ووایو پر بواسیر ناروغۍ د اخته کېدو ځلونه او کچ څومره دی."

د استانبول د باسکینت روغتون د طبي ټیم غړی ډاکټر کاراکایلي هم وايي، په دې وروستیو کې یې روغتون ته ډېری ځوانان د بواسیر ناروغۍ له امله مراجعه کوي:

"ښايي دا د ناروغۍ په اړه د پوهاوي له امله وي، خو د بې تحرکه ژوند او ناسالمو خوراکي رژیمونو له امله په ځوانانو کې د دې ناروغۍ د ډېرېدو شاهدان یو. له همدې امله موږ دا ناروغي 'زموږ د وخت ناروغي' نوموو."

پروفیسر اوزتاش یې په اړه وايي:

"د شخصي تجربې پر بنسټ ویلای شم چې ډېر ځوان ناروغان ماته راځي. داسې ښکاري چې د دې ناروغۍ د پیلېدو عمر تر پخوا کم شوی دی."

څنګه یې مخنیوی کولی شو؟

د متخصصینو په وینا، د قبض مخنیوی پر بواسیر ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي تر ټولو مهمه لاره ده.

پروفیسور ډاکټر اوزتاش وايي، خلک باید تشناب کې په اسانۍ او له فشار پرته خپل حاجت رفع کړي، نو د دغسې حالت لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې پر قبض د اخته کېدو مخه ونیول شي:

"د قبضیت د مخنیوي لپاره، دا اړینه ده چې بډایه فایبر لرونکي خواړه لکه غلې- دانې او میوې وخورئ، ډېر مایعات وڅښئ، او په فزیکي فعالیت او تمرین کې بوخت شئ."

پروفیسر ډاکټر کاراکایلي د خلکو د تشناب عادتونو ته اشاره کوي او وايي، د اوږدې مودې لپاره په تشناب کې ناسته، له اړتیا پرته تشناب ته د تګ عادت لرل یا د اړتیا پر مهال په ځنډ سره تشناب ته تلل؛ هغه عوامل دي چې له امله یې قبضیت پیدا کېږي:

"د تشناب په وخت کې د موبایل کارول یا د ورځپاڼې لوستل یو بل فکټور دی چې کولی شي د بواسیر ناروغۍ لامل شي."

اوزتاش زیاتوي، هر هغه څه چې پر معده فشار زیاتوي، کولی شي پر بواسیر هم فشار زیات کړي. د بېلګې په ډول میندواري یې په مېرمنو کې یو لنډمهاله فکټور دی. مېرمنې د نهو میاشتو لپاره سخته دوره تجربه کوي، مګر دا حالت د ماشوم له زېږون وروسته حلېږي."

بواسیر ناروغي څنګه درملل کېدای شي؟

د عام باور برعکس، جراحي د بواسیر ناروغي د درمللو لومړی نه، بلکې وروستی حل دی.

پروفیسور ډاکټر محرم اوزتاش وايي، د لومړنۍ درملنې لپاره، موږ د ټولو هغو عواملو پر له منځه وړلو تکیه کوو چې د بواسیر ناروغۍ لامل کېږي:

"لومړی، موږ له ناروغ څخه پوښتنه کوو چې قبضیت لري که نه. ځکه لومړی یې باید د قبصیت ستونزه حل شي. که موږ په داسې حالت کې جراحي وکړو، نو شونې ده ان په لومړیو پړاوونو کې بواسیر ناروغي بیا راشي."

د بواسیر ناروغانو لپاره تر ټولو لویه ستونزه درد، وینه بهېدل او خارښت دی. دا هغه شیان دي چې د ناروغانو لپاره ځوروونکي دي. موږ د دې پیچلتیاوو د له منځه وړلو لپاره دا لارې وړاندیزوو:

  • ذهني فشارونه او خوابدۍ مو کمې کړئ
  • د قبضیت مخنیوي لپاره بډایه فایبر لرونکي خواړه وخورئ
  • په فزیکي توګه فعال اوسئ
  • ډېر مایعات وڅښئ

ایا "طبیعي" درملنې ګټورې دي؟

د بواسیر ناروغۍ درملنې لپاره ځینې "طبیعي" درملنې هم وړاندیزېږي او شته، خو متخصصین پر دغو طبیعي رودو (طریقو) د تکیې نه کولو سپارښتنه کوي.

پروفیسر ډاکټر کاراکایلي وايي، د بواسیر ناروغي بېلابېل ډولونه لري موږ یې باید عادي ونه ګڼو او موږ د کلیوالي درملنو هیڅ سپارښتنه نه کوو:

"موږ فکر نه کوو چې د مقعد په ساحه کې دې له بوټو څخه د جوړو شویو غوړو او نورو کارول ګټور وي."

ډاکټر محرم اوزتاش وايي: "موږ د دې ناروغۍ لپاره کافي درمل لرو که اړتیا وي جراحي هم امکان لري، نو پر نورو میتودونو تکیې ته اړتیا نه شته."

د بواسیر وینه بهېدنه د اندېښنې وړ ده؟

پروفیسر ډاکټر کاراکایلي وايي، د مقعد وینه بهیدنه باید جدي ونیول شي:

"دا نظر چې هر ځل وینه بهېدنه د بواسیر ناروغۍ له امله وي، ناسم دی. موږ وینو چې اوسمهال د کولمو او مقعد سرطان ۱۵ سلنه پېښې له ۵۰ کلنۍ په کم عمره کسانو کې پېښېږي. که خلک د مقعد وینه بهېدنه ولري، نو خامخا باید ډاکټر ته لاړ شي."

ډاکټر اوزتاش وايي، ډاکټران باید پرته له دې چې د ناروع عمر په پام کې ونیسي، که اړتیا یې ویني نو ناروغ ته دې 'کولونوسکوپي' معاینات وکړي.