د بریتانیا پارلمان غړي وايي، حکومت باید پر ټېک ټاک د ناسمو معلوماتو خپرېدو مخه ونیسي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانوي پارلمان یو شمېر غړو ویلي، حکومت باید خپلو ټولو ادارو ته د خواله رسنۍ ټېک ټاک په ګډون له ځوانانو سره د خبرو اترو په پار مشورې خپرې کړي.
د کلتور، رسنیو او سپورت په هکله دا کمېټۍ پر انلاین بڼه د ناسمو معلوماتو خپرېدو مخنیوي چارې څاري.
دا مشوره په داسې حال کې ورکړل شوې، چې د معلوماتو غلا کېدو اندېښنو له کبله پر هغو موبایل ټیلیفونو کې د ټېک ټاک پر کارولو بندیز لګېدلی، چې د دولت ملکیت دي.
د کمېټۍ غړي وايي، کره معلومات باید له 'مربوطې' لارې تبادله شي.
دوی دغه راز ویلي، ځوانان له دې کبله هم د کره او سمو معلوماتو ترلاسه کولو ته اړتیا لري، چې دوی په تدریجي ډول له دودیزو رسنیو لېرې کېږي او د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره خواله رسنیو ته مخه کوي.
په داسې حال کې چې د رسنیو همغږۍ ادارې اکسفام د شمېرو له مخې د ۱۵ او ۲۴ کلونو عمر لرونکي ځوانان هره ورځ نژدې یو ساعت ټېک ټاک کاروي، کمېټه وايي، اړتیا دا ده، چې دغه ځوانان ''چېرې چې دي، همالته ولیدل شي.''
په رپوټ کې راغلي:
''حکومت باید له ځوانانو سره د اړیکې موندلو لپاره څرګنده ستراتیژي ولري او د داسې نویو اپلیکشنونو او دریځونو ودې ته پام وکړي، چې دې مخاطیبینو ته په زړه پورې وي.''
د یادونې ده، چې د بریتانیا پارلمان پر وایفای ټېک ټاک بلاک شوی، خو له دې سره سره د پارلمان ځینې غړي اوس هم دغه خواله رسنۍ کاروي.
د بریتانیا دفاع سکرتر ګرانټ شافس نژدې ۲۰۰۰۰ فالورز لري، خو وايي پر شخصي ټیلیفون دغه اپلیکشن نه کاروي.
د دفاع وزارت دغه راز یو ځانګړی حساب فعال ساتلی، چې نژدې ۱۷۵۰۰ فالورز لري.
د چین له دولت سره د اړیکو درلودلو له کبله په ګڼ شمېر هېوادونو کې ټېک ټاک تر فشار لاندې دی، خو دغه خواله رسنۍ د چین له حکومت سره اړیکي درلودل تل رد کړي دي.