د حزبالله ملکي شبکې په نښه کولو کې د اسرائیل تګلاره څه ده؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, رامي رُحَیّم
- دنده, د منځني ختیځ خبریال- بیروت
کله چې اسرائیلو تېره میاشت اعلان وکړ چې په حزبالله پورې تړلې د کوچنيپور ورکولو لبنانۍ خیریه ټولنه مؤسسه په نښه کوي، نو د دغه سازمان د څانګو نوملړ په اړه هیجاني لټون پیل شو.
په ټول هېواد کې خلکو هڅه وکړه مالومه کړي، چې ایا دوی د اسرائیلو لخوا د بمبارۍ له پیلېدو وړاندې په هغه ځای کې له خپلو کورونو تښتې ته اړ دي چې د دې مؤسسې څانګې پکې پرتې دي.
د 'القرض الحَسَن' یا (AQAH) ټولنه چې یوه خیریه موسسه ده او له سود پاک کوچني پورونه ورکوي، په تېره لسیزه کې د متحدو ایالتونو د بندیزونو او د لبنان د بانکوالۍ سکټور د سقوط په درشل کې د پام وړ وده کړې.
حسن له خپلې کورنۍ سره په بیروت کې اوسېږي، د 'القرض الحَسَن' '' له یوې څانګې ۲۲ متره (۶۵۵ فوټه) لیرې دی.
هغه د اسرائیلو د پوځ ویاند افیخای ادرغي ته – چې په عربي ژبه پر خواله رسنیو له خپلو مېنو د خلکو د وتلو امر کړی، په اشاره وویل: "موږ یې په اړه له دغه سړي افیخای څخه اورېدلي... بیا د بیروت په جنوبي ښار ضاحیه کې بمباري پیل شوه".
حسن د تګ لپاره بل هېڅ ځای نه درلود، خپله کورنۍ یې د سمندر غاړې ته بوتله، هلته یې په موټر کې یو ځای په ویښه شپه تېره کړه.
د اسرائیلو هوايي ځواک په هغه شپه د 'قرض حسن' پر څانګو شاوخوا ۳۰ بریدونه وکړل، خو د حسن کور ته څېرمه څانګه ترې پاتې شوه او هغه په سبا سهار بېرته ستون شو.
اسرائیل په لبنان کې د خپل کمپاین د یوې برخې په توګه، له حزبالله سره تړلې ځینې ملکي سازمانونه په نښه کوي.
پر 'قرض حسن' سربېره، د اسلامي روغتیا ټولنه (IHS) یې هم بمبار کړې، چې د حزبالله لخوا تمویلېږي او په ټول هېواد کې د بېړنيو خدمتونو، روغتونونو او روغتیايي مرکزونو چارې پرمخ وړي. دغه راز یې د لټون او ژغورنې ټیمونه هم بمبار کړي چې لسګونه ژغورونکي یې وژلي دي. اسرائیل ادعا کوي چې حزب الله "د اسلامي روغتیا ټولنه د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د سرپوښ په توګه کاروي" او وژل شویو کسانو پوځي رول لوباوه، هغه ادعا چې دغې ټولنې رد کړې ده.
اسرائیلو هغه ودانۍ هم په نښه کړې چې د دوی د بمباریو له کبله له خپلو مېنو وتلو بېځایه شویو خلکو پنا ور وړې وه.
دا ډول بریدونو دلته په لبنان کې پراخه شکونه راپورته کړي چې اسرائیل هغه ملکي وګړي په نښه کوي چې د حزبالله ملاتړي دي – په پراخه کچه دلته د حزبالله "بیعت" په نوم یادېږي، چې د توري لفظي مانا "چاپېریال" ده او د ددې ډلې د ټولنیز بنسټ په مانا تفسیرېږي.
دا له هغو سلګونو زرو لبنانیانو جوړه شوې ټولنه ده چې د ګوند ملاتړ کوي، رایه ورکوي، له هغو بېلابېلو ملکي سازمانونو لخوا په دنده په کې ګومارل کېږي چې ورسره تړلي دي، یا د حزبالله د جنګیالیو او غړو خپلوان دي.
له دې ټولنیز بنسټ سره د حزبالله اړیکي - چې په سویل کې د شیعه اکثریت په سیمو کې متمرکزې دي، چې د ختیځ بقاع دره او د بیروت جنوبي سیمې له اوږدې مودې راهیسې د دې ډلې لپاره د ځواک سرچینه ګڼل کېږي.
خو دا یې د حزبالله د دوښمنانو په کتار کې راوستي دي.
اسرائیل وايي د 'قرض حسن' مالي فعالیتونه د حزبالله پوځي فعالیتونه تمویلوي - هغه ادعا چې دې ډلې رد کړې او وايي دا د سود په اړه د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سم عامو لبنانیانو ته له سود پرته کوچنیو پورونو ورکولو بغیر نور هېڅ رول نه لري.
تیره میاشت د "القرض الحسن" په څانګو له بریدونو وروسته، هغه وخت د اسرائیل د دفاع وزیر په اېکس کې وویل چې اسرائیل "د ترهګر سازمان د توغندیو توغولو او پېرلو وړتیا له منځه وړي."
د نړیوال بشردوستانه قانون له نظره، کارپوهان وايي پرته له دې چې د اسرائیلو دا ادعا دې په پام کې ونیول شي چې ګنې 'قرض حسن' د حزبالله په تمویل کې رول لوبوي، دا یو قانوني پوځي هدف نه دی.
د بشري حقونو او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي بېن ساول په وینا "نړیوال بشردوستانه قانون د یوه دوښمن پر اقتصادي یا مالي زېربنا د بریدونو اجازه نه ورکوي، ان که دوی په غیر مستقیم ډول د هغه نظامي فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکړي".
ښاغلي ساول وویل بمباري "د ملکي او پوځي اهدافو ترمنځ توپیر له منځه وړي" او "د ملکي خلکو پر وړاندې د "بشپړې جګړې" دروازې پرانیزي.

د عکس سرچینه، EPA
نو اسرائیل څه تمه کولی شي چې پر حزبالله پورې تړلي ملکي سازمانونه بمبار کړي؟
د کارډیف پوهنتون کې د سیاست او نړیوالو اړیکو استاده او د حزبالله ډلې په اړه مخکښه کارپوهه، امل سعد، پر دې باور ده چې د بریدونو هدف د حزبالله د "مقاومت د ټولنې" له منځه وړل دي.
اغلې سعد وايي: "حزبالله شاید له دولت وروسته دویم لوی کارفرما (کار ورکوونکی) وي. د دې ملکي بنسټونه سلګونه زره لبنانیان، په تېره شیعهګان اغېزمنوي. دا د ټولنې د لا زندۍ کولو یوه لاره ده."
دا به لومړی ځل نه وي چې د حزبالله پر یوه ټولنیز مرکز برید کېږي. په ۲۰۰۶ کال کې د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ د وروستۍ جګړې په ترڅ کې اسرائیلو په ضاحیه کې شاوخوا کلي له ځمکې سره هوار کړل او دوه کاله وروسته یې یوه پوځي ستراتیژي چې د همدې تجربې پر اساس جوړه شوې وه، په ډاګه کړه چې د ضاحیه نظریې په نوم یادېږي.
دا لومړی ځل په ۲۰۰۸ کې د هغه وخت ډګر جنرال ګادي ایزنکوټ طرحه وه چې هغه وخت د اسرائیلو د پوځ د شمالي قوماندې مشر و. دا نظریه - لکه څنګه چې معلومه شوه - د ملکي سیمو پر وړاندې د "غیر متناسب ځواک" پلي کولو غوښتنه وکړه، هلته چې اسرائیل باور لري له هماغې سیمې برید شوی دی، خو هدف یې دا دی چې د لبنان پر خلکو فشار راوړي چې د حزبالله ملاتړ کمزوری کړي.
نوموړي د حزبالله د هغه وخت مشر ته په اشاره وویل: "زموږ له نظره، دا پوځي اډې دي ...، خلکو ته زیان رسول د [حسن] نصرالله د مخنیوي یوازېنۍ وسیله ده".
نصرالله د ۲۰۲۴ سپتمبر کې پر ضاحیه بمبارۍ کې ووژل شو. اوس، اسرائیل پر هغو سیمو بریدونه کوي چې له جګړې ډېرې لیرې دي، لکه وردانیه، د صیدا شمال ختیځ، همداشان د حزبالله د ملکي سازمانونو شبکه هم په نښه کوي.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو بيبيسي ته په غبرګون کې وویل، دوی "یوازې د حزبالله ترهګریز سازمان پر ضد عملیات کوي، نه د لبنان د وګړو یا طبي تاسیساتو پر ضد او په دې توګه د ملکي خلکو د زیان کمولو لپاره ډېری تدابیر نیسي ".
دوی دا هم ویلي چې: "د اسرائیلو دفاعي ځواک عملیات د پراخو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ او له نړیوالو قوانینو سره سم پلان شوي دي."

د عکس سرچینه، EPA
"القرض الحسن" یوازې یو له هغو څو سازمانونو دی چې له حزبالله سره تړاو لري، په سلګونو زره لبنانیانو ته – په تېره هغه چې د غورځنګ بنسټ جوړوي- د پایېدو لارې موندلو کې مرسته کوي.
د دې کیسه د لبنان له مالي او اقتصادي سقوط سره تړلې ده.
د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې تاسیس شوی، دا کورنیو او نویو ودو شویو جوړو ته پورونه ورکوي، له دوی سره د بېلابېلو شخصي اړتیاوو پوره کولو کې مرسته کوي. په وروستیو کې، دې ټولنې د داسې شیانو لکه د کرنیزو پروژو او سولر تختو (شمسیو) لپاره د پورونو ورکول هم پیل کړي.
متحده ایالاتو په ۲۰۰۷ کې پر "القرض الحسن" بندیزونه ولګول او ویې ویل چې دا د حزبالله لخوا "د خپلو مالي فعالیتونو اداره کولو لپاره د پوښ په توګه کارول کېږي".
د ۲۰۱۹ په اګست کې دغه بنسټ ته هغه مهال یو ځل بیا پام ور واوښت چې د متحدو ایالتونو خزانې وزارت د نورو څیزونو په درشل کې پر جمال ټرسټ بانک بندیز ولګاوه.
خو د متحده ایالاتو د بندیزونو ترکیب او د ۲۰۱۹ اکتوبر کې د لبنان د بانکوالۍ سکتور سقوط د دې لامل شو چې دا بنسټ د پخوا په څېر وده وکړي. د امریکا له خوا پر هغو اشخاصو او ادارو د بندیزونو په پایله کې چې له حزبالله سره اړیکې لري، د لبنان بانکونو د هغو کسانو حسابونه وتړل چې پرې شک و ښايي د امریکا له خزانې وزارت سره د بانکونو ستونزو لامل شي. ډېری یې خپلې پیسې "القرض الحسن" ته ولېږدولې.
په ۲۰۱۹ کې له مالي او اقتصادي سقوط وروسته چې لبناني بانکونو د خلکو د پیسو سپما ودروله لا ډېرو خلکو پر بانکي سیستم باور وبایله چې هلته یې پیسې زېرمه کړې.
"القرض الحسن" ډېری لبنانیانو لپاره چې د متحدو ایالتونو د بندیزونو له امله له مالي سیسټمه وتلي وو او همدا راز ډېرو نورو لپاره چې د مالي سیستم له ځوړ مخامخېدو وروسته یې سپما لپاره بل هېڅ ځای نه درلود، د یوه ملاتړ په توګه لمنځه ولاړ.

د عکس سرچینه، Reuters
له میلیونونو ډېر به یې داسې کسان وي چې له خپلو مېنو بېځایه شوي او اوسمهال لبنان کې سره تیت او پرک شوي- ډېری یې د سوېل، بقاع او د بیروت له سوېلي سیمو دي.
ډیری یې په حکومتي سرپناوو او تشو ودانیو کې اوسېږي. دوی په بېوسۍ خپل کلي او ښارونه په خپلو سترګو ګوري چې اسرائیلي ځواکونو بمبار او ویجاړ کړي دي.
ځینې پکې هغه دي چې وېره لري ښايي کورونه یې د بمبارۍ د راتلونکې څپې خوراک شي، په داسې حال کې چې له "القرض الحسن" سره پیسې لري اوس اندېښمن دي چې د دوی د شدیدې اړتیا په وخت کې د دوی سپما ختمه شوې ده.
له جنګي سیمو لیرې پر بېځایه شويو هم بمبار شوی- لکه د اکثریت عیسویانو په شمالي کلي ایتو کې، هلته تېره میاشت په یوه هوایي برید کې ۲۳ تنه ووژل شول - او په ټول هېواد کې د دوی کوربنې ټولنې مخ په زیاتېدو دي؛ هېڅوک نه پوهېږي چې اسرائیل به کله او چېرې برید وکړي.
په ورته وخت کې د اکتوبر په لومړیو کې اسرائیلو د لبنان پر جنوبي سیمو د یرغل په ترڅ کې له یوې میاشتې راهیسې د حزبالله او اسرائیلي پوځ ترمنځ مستقیمې نښتې روانې دي.
پر ځمکه چې هر تګلوري کې جګړه مخ ته ځي، اسرائیل د "القرض الحسن" په څېر پر ملکي ادارو د بریدونو له لارې پر ټوله لبناني ټولنه فشار راوړي.
ځینو استدلال کړی چې دا ډول بریدونه ممکن د یوې ستراتېژۍ برخه وي چې هدف یې د لبنان ټولنیز جوړښت ماتول او هېواد د حزبالله او د هغه "د مقاومت ټولنې" لپاره په دوښمنانه چاپېریال بدلول دي.