یان ایګلنډ: د ټرمپ د مرستو ځنډول به د افغانستان لپاره "ناوریني" پایلې ولري

د عکس سرچینه، AFP
د بشري مرستو د یوې نړیوالې ادارې مشر خبرداری ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ له لوري ۹۰ ورځو لپاره بهرینو هیوادونو سره د مرستو ځنډولو حکم به د افغانستان پر بشري حالت خورا ناوړه اغېز پرېباسي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، افغانستان کې چې لا له وړاندې د بشري مرستو د رسولو چارې ټکنۍ شوي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مرستو بندولو حکم به "ناوریني" پایلې ولري.
تر اوسه لا د دې حکم د پلې کېدا لپاره ډېر څه روښانه نه دي او دا چې د امریکا د ولسمشر دا اجرایوي امر افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د نورو نا دولتي ادارو له لوري د مرستو رسولو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي " د ۹۰ ورځو لپاره د مرستو ځنډولو پایلې به د ناورین تر کچې وي."
افغانستان کې له ۲۳ میلیونو ډېر خلک چې د هیواد د وګړو نیمايي شمېر دی سم لاسي مرستو ته اړ دي.
له نړیوالو ناورینونو، سیاسي ناندریو او د طالبانو حکومت د هغو تګلارو له امله چې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار یې محدودیتونه لګولي له دې هیواد سره په مرستو کې د پام وړ کمی لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي " که تېر ته وکتل شي د مرستو لپاره موږ ښه بویجه ترلاسه کړې وه، مرستې مو پراخه کړې وې، ما ښايي درې میاشتې د مرستو ځنډولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو خو نور یې نه شو کولی."
ښاغلی ایګلنډ وايي له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، څلور وارې افغانستان ته تللی او هر ځل له طالبانو غوښتي چې په ښونځیو او پوهنتونونو کې دې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي" تاسو نشئ کولی د وګړو نیمه برخه له زدکړو پاتې کړئ."
له ۲۰۲۲ کال راهیسي طالبانو په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی. ښاغلی ایګلنډ وايي له دغو محدودیتونو سره سره دوی خپل کار ته دوام ورکړی خو د بودیجې کموالي افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر له ګواښ سره مخ کړی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته په ورتلو خپلو اجرایوي فرمانونو کې ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې. د افغانستان په تړاو د مرستندویانو اندېښنې ځکه ورسره راپورته کېږي چې تېرو درې کلونو کې د بشري مرستو د لوی برخې لګښتونه امریکا ورکول.