چین، ایران او روسیه "چابهار ته نژدې" اوبو کې ګډ تمرینونه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین دفاع وزارت اعلان وکړ چې دا هېواد به په راتلونکو ورځو کې له ایران او روسیې سره ګډ سمندري پوځي تمرین ترسره کړي.
دغه وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، دا تمرینات به د ایران له اوبو سره نژدې ترسره شي.
(سپاه پاسداران) ته نژدې "تسنیم" خبري اژانس ویلي دا ګډ سمندري تمرینات به د دوشنبې پر ورځ (کب ۱۸مه/د مارچ ۱۰مه) د ایران سوېل ختیځ او د چابهار بندر ته نژدې پیل شي.
د ایران، روسیې او چین ګډ سمندري تمرینات په تېرو کلونو کې پرلهپسې او هر کال ترسره شوي دي.
خو دا ځل تمرینات داسې مهال ترسره کېږي چې اسرائیل او امریکا په تېرو میاشتو کې څو ځله ایران ته د پوځي برید ګواښ کړی او ویلي یې دي چې دا یو له هغو غوراویو دی چې د ایران د اسلامي جمهوري نظام د اټومي پروګرام د مهارولو لپاره یې په پام کې لري.
له هغه وخت راهیسې چې ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ ته رسېدلی، دا ګواښونه ډېر شوي دي.
د ایران، روسیې او چین د نویو پوځي تمریناتو خبر یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې د ایران مشر، د ډونلډ ټرمپ د لیک په اړه د امریکا د ولسمشر د مذاکرې وړاندیز "امرانه" وباله.
که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، مخکې ویلي وو چې ایران "تر اوسه" د ټرمپ لیک چې د آیتالله خامنهای په پته استول شوی و، نه دی ترلاسه کړی.
دوه ورځې مخکې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري ناسته کې، چې تر ډېره د امریکا اقتصادي وضعیت ته ځانګړې شوې وه، وویل: "ژر به د ایران په اړه خبرونه واورئ. ډېر ژر."

د عکس سرچینه، EPA / Reuters
ډونلډ ټرمپ همداراز ویلي وو چې ده ایتالله خامنهای ته لیک استولی او هغه مذاکرې ته وربولي. په هغه وخت کې هم د ایران د اسلامي جمهوري نظام استازولۍ د ملګرو ملتونو له لارې اعلان وکړ چې دوی د ټرمپ له لوري کوم لیک نه دی ترلاسه کړی.
د دغو خبرونو له خپرېدو وروسته، آیتالله خامنهیی په خپل تازه دریځ کې پر دې ټینګار وکړ چې "قوي دولتونه" پر ایران د مذاکرې فشار راوړي. همداراز یې اروپايي هېوادونه هم د دې لپاره ملامت کړل چې د ایران د برجامي ژمنو د نه عملي کېدو له امله انتقاد کوي.
له دې څرګندونو وروسته، سپینې ماڼۍ سملاسي غبرګون وښود.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز په یوه اعلامیه کې وویل: "موږ هیله لرو چې د ایران رژیم د ترهګرۍ پر ځای د خپلو خلکو او ملي ګټو ساتنه لومړیتوب وبولي."
رویټرز خبري اژانس ویلي برایان هیوز د ټرمپ دغه خبرداری تقریباً ټکي په ټکي تکرار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام مسله د مذاکرې یا پوځي لارې حل شي.
ټرمپ له ایران سره د مخامخېدنې د څرنګوالي په تړاو ویلي و: "دوې لارې دي: یوه لاره پوځي ده او بله هوکړې ته رسېدل."
ایران په تېرو اونیو کې څو ځله پر خپل دریځ ټینګار کړی دی.
د ایران سرسختانه دریځ چې له امریکا سره به مستقیمې خبرې ونه کړي، یوازې څو ورځې وروسته له هغه لا قوي شو، چې ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ له پیلولو لږ وروسته د "اعظمي فشار" فرمان صادر کړ.
دغه فرمان، چې د امریکا د ملي ګټو لپاره چمتو شوی، د ایران اقدامات د امریکا د ملي امنیت لپاره یو ګواښ بولي.
د ایران، چین او روسیې د ګډو پوځي تمریناتو مخینه

د عکس سرچینه، Getty Images
دا لومړی ځل نه دی چې ایران، روسیه او چین ګډ سمندري تمرینات ترسره کوي، خو له هغه وروسته چې روسیې پر اوکرایین برید وکړ، ایران او چین د مسکو د پوځي مرستو او همکاریو له امله تر نړیوال فشار لاندې راغلي دي.
د ۱۴۰۱ کال کب کې هم دغو درېیو هېوادونو د څلور ورځو لپاره سمندري تمرینات ترسره کړل.
تر دې یوه کال وړاندې هم ایران، روسیې او چین د هند سمندر په شمالي برخو کې پوځي تمرینات ترسره کړي وو، چې د "۲۰۲۲ ګډ سمندري امنیت کمربند تمرین" نوم ورکړل شوی و.
په دغو تمریناتو کې د ایران د پوځ سمندري ځواک او د سپاه پاسداران ځواکونو ګډون کړی و.
د دغو تمریناتو ځای د عمان سمندر او د فارس خلیج او هرمز تنګي ته نژدې غوره شوی دی، دا هغه ستراتیژیکه سمندري لار ده چې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل له همدې لارې لېږدول کېږي.
له دې وروسته چې ایران د شانګهای امنیتي، سیاسي او اقتصادي سازمان او بریکس سازمان دایمي غړی شو، له چین او روسیې سره یې اړیکې لا زیاتې پراخې شوې.
وروستیو کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په تهران کې د یوې ناستې پر مهال وویل: "ایران به د خپلې اټومي مسلې په اړه له امریکا سره مستقیمې خبرې ونه کړي" او د اټومي موضوع په اړه "له روسیې او چین سره به په همغږۍ حرکت" وکړي.
په همدې حال کې، روسیې هم په تېرو اونیو کې له امریکا سره مستقیم مذاکرات کړي او ټینګار یې کړی چې دواړو هېوادونو د ریاض په مذاکراتو کې د ایران پر موضوع هم بحث کړی دی.
د ۲۰۲۵ زیږدیز کال په لومړیو کې، ایران او روسیې بالاخره د ستراتیژیکو همکاریو یو تړون لاسلیک کړ. د کرملېن ویاند اعلان وکړ چې دغه سند به "د تهران او مسکو ترمنځ نظامي، سیاسي، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پسې پیاوړې کړي."
شاوخوا یو کال وړاندې، د ناټو پخواني سرمنشي ینس سټولټنبرګ د "مستبدو حکومتونو ټلوالې" ته اشاره کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې دې هېوادونو د لوېدیځې ډیموکراسۍ پر ضد "لا نژدې همکارۍ" ته مخه کړې.
ینس سټولټنبرګ بيبيسي ته ویلي وو چې روسیه، ایران، چین او شمالي کوریا اوس تر پخوا ډېر متحد او همغږي شوي دي.