ولې په نړۍ کې د نارینه تناسلي سرطان پېښې په چټکۍ په ډېرېدو دي؟

د عکس سرچینه، SCIENCE PHOTO LIBRARY
په ۲۰۱۸ کې، یو متقاعد برازیلی سړی جواوا وروسته له هغه ډاکټر ته لاړ چې پر خپله تناسلي اله یې زخه ولیده.
دا ۶۳ کلن سړی وايي: "روغتون ته لاړم چې پوه شم چې دا زخه څه ده، خو ټولو ډاکټرانو راته وویل چې دا د اضافي پوستکي له کبله راپیدا شوې او د درملو سپارښتنه یې راته وکړه."
خو زخې د درملو له کارولو سره سره په دوامداره توګه وده وکړه او ورو-ورو یې د هغه پر ګډ ژوند هم اغېز وکړ.
د جواوا او مېرمنې ترمنځ جنسي اړیکې کمې شوې.
دی وايي چې موږ جنسي اړیکه نه درلوده او د دې ستونزې د علت د موندلو په لټه کې شوو.
جواوا- چې دا یې اصلي نوم نه دی، پنځه کاله بېلابېلو متخصصانو ته لاړ چې ډېرو ورته درمل وړاندیز کړل او د نویو ازموینو سپارښتنه یې وکړه، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه.
په ۲۰۲۳ کې بیا د جواوا د تناسلي الې سرطان تشخیص شو.
هغه وايي: "زما کورنۍ لپاره، دا خبر ناڅاپي او ډېر خواشینوونکی و. ډېر له دې کبله چې ما ومنله چې زما د تناسلې یوه برخه دې غوڅه شي، ان داسې احساس مې کاوه چې دوی زما سر پرې کوي."
دا د سرطان یو ډول دی چې په اسانۍ سره یې په اړه خبرې کول ګران کار دی، ځکه ښايي پر ټوکه تعبیر شي.
د تناسلي الې سرطان دی، خو پرې اخته کېدل او له کبله یې د مړینې کچه په ټوله نړۍ کې په ډېرېدو ده.
د وروستیو څېړنو له مخې، برازیل- د جواوا پلرنی هېواد، د دې ناروغۍ ترټولو لوړه کچه لري.
دغلته په هرو ۱۰۰ زره نارینه وو کې ۲،۱ نارینه پرې اخته دي.
"له جراحۍ وېره"

د برازیل د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، د تناسلي الې سرطان ۲۱ زره پیښې راپور شوې، چې له ۴ زره ډېرې یې د مړینې لامل شوې دي.
په تېره یوه لسیزه کې د تناسل د پرې کولو له ۶۵۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي- معنا دا چې په اوسط ډول په دغه هېواد کې په هرو دوو ورځو کې د یوه تن تناسلې اله پرې کېږي.
د برازیل تر ټولو بېوزله ایالت مرانهیانو ټوله نړۍ کې د دغه سرطان تر ټولو لوړه کچه لري، په هرو ۱۰۰،۰۰۰ نارینه وو کې ۶،۱ قضیې لري.
د تناسلي سرطان نښې تر ډېره په تناسلې اله کې له ټپ یا زخم سره پیلېږي چې نه روغېږي او بد بویه مایع لري.
که پر وخت تشخیص شي، د درملنې له لارې یې د رغېدو ډېر چانس شته، لکه د زخم لرې کول، رادیوتراپي او کیموتراپي.
خو که په وخت درملنه ونه شي، د تناسل جزوي یا بشپړپرې کول او ممکن د خصیو په څېر د تناسلي سیسټم د نورو برخو غوڅول هم اړین وګرځي.
جواوا په جنورۍ میاشت کې د خپلې تناسلې الې یوه برخه پرې کړه او وایي چې له کړاو ډک وخت وتلی دی.
هغه وايي: "دا هغه څه دي چې موږ یې هېڅکله تصور هم نه کوو چې له موږ سره به پېښ شي او کله چې دا پېښ شي، موږ د دې په اړه نورو خلکو ته نه شو ویلی. "
هغه وايي: "زه له جراحۍ ډارېدم، خو بله چاره نه وه." زه له جراحۍ وروسته په لومړیو څو اونیو کې غمجن وم، انکار ترې نه شم کولی. د تناسلي برخې له لاسه ورکول خورا خطرناک دي."
د ځینو ناروغانو په بشپړ ډول غړي غوڅېږي، چې ژوند یې کاملاً ورسره بدلېږي.
په ساوپاولو کې د اې سي کاماراګو سرطان مرکز د یورولوجۍ څانګې متخصص تیاګو کاملیو موریانو وايي: "د یوې برخې د غوڅولو په حالت کې، ادرار د تناسل له لارې وځي، خو د بشپړ غوڅېدو په حالت کې، ادرار د بیضه او مقعد ترمنځ ځای ته ځي او ناروغ اړ کېږي چې د ناستې پرمهال ادرار وکړي."
د متخصصینو په وینا، د تناسلي الې سرطان د رامنځ ته کېدو د خطر ګڼ عوامل شته، چې د ختنې (سنتولو) د ځای د پوست تنګوالی چې په فیموز نامه یادېږي او په سګرټو روږدي کېدل هم پکې شامل دي.
د برازیل د یورولوژي ټولنې غړی موریسیو ډینر کورډیرو وايي چې شخصي حفظ الصحه هم په ناروغۍ د اخته کېدو له عامو عواملو ګڼل کېدای شي.
هغه وايي: "کله چې یو سړی د خپلې تناسلي الې سر په سمه توګه بهر ته راونه باسي او د سنت شوي ځای لاندې پوستکی په سمه توګه پاک نه کړي، یو ډول رطوبت پکې تولیدېږي او راغونډېږي او دا حالت د باکتریایي انتاناتو لپاره خورا مناسب چاپېریال رامنځته کوي او که دا کار تکرار شي نو دا د تومور جوړېدو لپاره د خطر په عامل بدلېږي."
کوردیرو وايي، د ښې حفظ الصحې سربېره، د انسان پاپیلوماویرس (HPV) سره دوامداره انفیکشن، د ویروسونو یوې ډلې ته نوم ورکړل شوی، "یو له اصلي عواملو څخه دی، په ځینو مواردو کې، د خولې او د تناسلې الې د سرطان په ګډون HPV د سرطان لامل کېدای شي.

کورډیرو وايي: "په برازیل کې، د واکسین پر موجودیت سربېره، د نجونو لپاره د HPV واکسین کچه ټیټه ده - یوازې ۵۷ سلنه او د هلکانو لپاره، دا له ۴۰ سلنې څخه ډېر نه دی."
"واکسین د ناروغۍ مخنیوي کې ۹۰ سلنه اغېزناک تمامېدای شي. "
نوموړی په دې باور دی چې د واکسین په اړه ناسم معلومات، د اغېزمنتوب په اړه شکونه او د واکسیناسیون د کمپاینونو نشتوالی د دې لامل شوی چې له دې واکسین لږه ګټه واخیستل شي.
کیسه یوازې د برازیل هم نه ده، بلکې د تناسلې الې سرطان په اړه د وروستۍ څېړنې له مخې، په ټوله نړۍ کې یې د پېښو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
په ۲۰۲۲ کې، د عامې روغتیا او څارنې JMAR ژورنال د لویې کچې احصائیوي تحلیل پایلې خپرې کړې چې د ۴۳ هېوادونو وروستي معلومات پکې شامل دي.
دې څېړنې ښودلې چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ ترمنځ د تناسلې الې سرطان ترټولو لویې پېښې په یوګندا کې (په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې ۲،۲) کې وې، ورپسې برازیل ( په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې ۲،۱) او تایلنډ (په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې ۱،۴) ښودل شوي.
تر ټولو ټیټه کچه (په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې یوازې صفر اعشاریه ۱) وه.
د چین د 'سن یات سین' پوهنتون د 'لیون فو او تیان تیان' په مشرۍ د څېړونکو ډلې وموندله: "که څه هم په پرمختللو هېوادونو کې لا هم د تناسلې الې د سرطان له امله د مړینې کچه لوړه ده، دا کچه په ډېری اروپایي هېوادونو کې یو شان ده."
دوی راپور ورکړی چې په انګلستان کې له ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۹ پورې په هرو ۱۰۰،۰۰۰ کسانو کې کې له ۱،۱ څخه ۱،۳ ته زیاتوالی موندلی او په جرمني کې د ۱۹۶۱ او ۲۰۱۲ ترمنځ، پیښې په هرو ۱۰۰،۰۰۰ کسانو کې د ۵۰ سلنې په ډېرېدو سره له ۱،۲ څخه ۱،۸ ته رسېدلی.
دا شمېرې مخ په ډېرېدو دي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په نړۍ کې د تناسلي سرطان پېښې له ۷۷ سلنې ډېرې شي.
دا بدلون په لویه کچه د وګړو پر بوډاتوب پورې اړه لري. متخصصان وايي چې په نارینه وو کې د انفیکشن ترټولو لوړه کچه په ۶۰ لسیزه کې رامنځ ته شوې.
کورډیرو وايي: "د تناسلي سرطان یوه نادره مګر خورا د مخنیوي وړ ناروغي ده. د هر عمر نارینه لپاره دا مهمه ده چې هره ورځ له جنسي اړیکې وروسته خپله تناسلي اله په صابون او اوبو ومینځي."
هغه دا مشوره هم ورکړه چې "د کورواله پرمهال د کانډوم کارول د تناسلې الې د سرطان خطر کمولو کې مرسته کولی شي."
جواوا اوس مهال د خپلې وروستۍ ازموینې پایلو ته انتظار باسي، چې د روان کال وروستیو کې به یې ترلاسه کړي. هغه وايي: "زه ډاډه یم دا ازموینې به وښيي چې زه روغ شوی یم."
نوموړی زیاتوي "اوس، د تناسلي الې پرې کولو سره، درد ورک شوی او حالت مې ډېر ښه شوی. خو زه باید د خپل ټول ژوند لپاره د خپلې تناسلي برخې د یوې برخې غوڅولو له کبله له رامنځ ته کېدونکو پایلو سره لاس او ګرېوان یم."