په یوه ښکاره او تونده نیوکه کې ایلان مسک د ټرمپ مالیاتي لایحه "کرکجنه او کرغېړنه" بللې ده

ایلان مسک، چې یوازې څو ورځې مخکې یې په ناڅاپي ډول سپینه ماڼۍ پرېښې او د حکومت د "موثریت ادارې" مشري یې پرې ایښې وه، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مالیاتي لایحې پر وړاندې خپل لومړنی علني او توند انتقاد کړی دی.

هغه دغه لایحه چې د استازو جرګې تصویب کړې ده، په کلکو ټکو رد کړه او هغو استازو ته چې یې ملاتړ کړی، وویل: "شرم دې وي!"

ایلان مسک، چې د نوې جوړې شوې وزارت، "د موثریت وزارت" (چې د "دوج" په نوم یادېږي) مشري پر غاړه درلوده او د څلورو میاشتو لپاره یې هڅه کوله چې د فدرالي حکومت لګښتونه راکم کړي، د سه‌شنبې په ورځ (جون درېیمه) د ټرمپ د مالیاتي اصلاحاتو لایحه چې هغه "ستر او ښکلی پلان" بللی، سخت غندلی او ویې ویل دا طرحه به د حکومت کسر بودیجه نوره هم زیاته کړي او د بې‌ساري پور لامل به شي. مسک دا لایحه "یوه کرکجنه او شرموونکې بربنډونه" وبلله.

نوموړي ویلي، نور "زغم نشي کولی" او د ایکس شبکې له لارې یې (چې دی یې څښتن هم دی) د کانګرس استازو ته ولیکل: "شرم دې وي پر هغو چې دې لایحې ته یې رایه ورکړې!"

هغه په یوه لړۍ پوسټونو کې لیکلي چې دا لایحه "د خوګ په غوښو ډکه شوې" یوه طرحه ده، چې بهرنۍ بڼه یې ملي ده خو دننه یې داسې ځانګړي مواد ځای پر ځای شوي چې استازو د خپلو ټاکنیزو سیمو د رایه ورکوونکو د راضي کولو لپاره پکې ورګډ کړي دي.

مسک ویلي دا لایحه به "د امریکا د حکومت د اوسني ستر کسر بودیجه لا پراخه کړي او شاوخوا ۲.۵ ټرېلیونه ډالره نوی پور به پر امریکايي ولس بار کړي، هغه ولس چې له مخکې له یو ناسم او بې‌ثباته دولتي پور سره مخ دی".

په امریکايي سیاسي ادبیاتو کې د "د خوګ په غوښو ډکه" اصطلاح هغو لوایحو ته کارېږي چې که څه هم ملي ماهیت لري، خو پکې ځینې برخې د استازو له خوا د خپلو ټاکنیزو ګټو لپاره ورزیاتې شوې وي.

دا د ایلان مسک له لوري د ډونلډ ټرمپ د حکومت پر وړاندې لومړنی علنی او سخت انتقاد دی، چې له سپینې ماڼۍ تر وتو وروسته یې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ماسک د "موثریت وزارت" د ۱۲۹ ورځنۍ مشرتابه پر مهال هم له نیوکو خلاص نه و؛ د تېرو پنځو میاشتو په جریان کې د دولتي کارکوونکو پراخ اخراج او د فدرالي ادارو لغوه کېدل، پر مسک پراخ انتقادونه راوپارول.

د هغه ډېر اقدامات سمدلاسه د داسې قضایي لانجو لامل شول چې تر اوسه روانې دي - لکه د امریکا د تعلیم او تربيې وزارت لغوه کول، چې تېره اونۍ یوه فدرالي قاضي دا کار "غیرقانوني" وباله.

په هغه مالیاتي لایحه کې، چې ټرمپ یې په ویاړ یادوي، څو ټرېلیونه ډالر مالیاتي معافیتونه وړاندیز شوي، چې د کارپوهانو په وینا به د دولت عواید راکم کړي، زیات پور اخیستو ته به لاره هواره کړي او د ستر کسر بودیجې لامل به شي.

له دې سره هم‌مهاله، دیموکراتان وايي د دغو لویو مالیاتي معافیتونو ګټه به تر ډېره شتمنو خلکو ته ورسېږي، حال دا چې دولت د کسر بودیجې د جبران لپاره هڅه کوي چې په هغو بودجوي برخو کې کمښت راولي، چې د متوسطو او بې‌وزلو امریکایانو د اړتیا وړ خدمات لکه روغتیايي خدمتونه، تقاعدي حقوق او د تعلیمي مرستو بودجه ترې تمویلېږي.

د مسک دې څرګندونو ته په غبرګون کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیفیټ وویل: "ولسمشر له وړاندې د دې پروژې په اړه د ایلان مسک پر دریځ پوهېده." هغې دا قانوني طرحه "ښه او ستره" وبلله او زیاته یې کړه چې (ټرمپ) پرې ټینګ ولاړ دی."