د امریکا کانګرس ته افغانستان لپاره د سیګار د ماموریت پای ته رسولو وړاندیز شوی

د عکس سرچینه، Sigar
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر یا سیګار په خپل تازه رپوټ کې ویلي، کانګرس ته یې وړاندیز کړی چې د امریکا لخوا دې له افغانستان سره د مرستو کمېدو ته په کتو را روان کال د څار دا ماموریت وتړل شي.
د سیګار راپور وايي، د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د بشري مرستو برخه کې شته محدودیتونه لا پراخ کړي او د دې لامل شوی، چې د بشري مرستو لږترلږه ۸۳ پروګرامونه وتړل شي.
دا درې میاشتنی راپور کاږي چې امریکا په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره بشري مرستو لپاره ۸۸۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی وايي، د امریکا د بودجې د مدیریت دفتر ته يې وړاندیز کړی چې د دغه بنسټ فعالیت دې د را روان کال په سپټمبر کې ودرول شي.
امریکا واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې د افغانستان له بیارغونې سره خپلې مرستې له څه کم ۷ میلیارد ډالرو څخه څه باندې یوه میلیارد ته راکمې کړې او سیګار ویلي چې فکر نه کوي دا مرستې دې بېرته ډېرې شي.
په دغه راپور کې سپارښتنه شوې چې له ۲۰۲۶ مالي کال وروسته به د امریکا نړیواله پرمختیايي اداره د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا مرستې څاري.
سیګار ویلي، امریکا څه باندې درې کلونه مخکې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې له دغه هېواد سره د بشري او پرمختیايي پروګرامونو برخه کې له دریو میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې.
د یادونې ده چې د افغانستان پر بیارغونې د څار امریکايۍ ادارې مشر جان سوپکو تېر کال د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوې ناستې ته ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له افغانانو سره د امریکا لخوا له بشري مرستو نه ګټه اخلي، خو د طالبانو حکومت دغه رپوټ رد کړی و.
طالبان وايي، تل یې هڅه کړې، چې مرستې په روڼتیا سره وویشل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سیګار وايي چې ملګري ملتونه هم په تېرو دریو کلونو کې افغانستان سره بشري مرستو لپاره د ټولو اړتیا وړ بسپنو راټولولو کې پاتې راغلی او په تېرو دوو کلونو کې ېې د روان ۲۰۲۴ کال د بشري غبرګون پروګرام ته تر درېیمې برخې لږه ډېره بسپنه راټوله کړې وه.
د سیګار په راپور کې په نورو برخو کې هم د افغانستان د وضعیت جاج اخیستل شوی.
په دغه ربوټ کې د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري بنسټ 'یونسکو' له قوله ویل شوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پوهنتونونو کې د نوملیکنې کچه له نیمايي ډېره ټیټه شوې.
د سګار تازه راپور دا هم ویلي چې په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا مخ په کمېدو ده.
د یادونې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي ټام وېسټ د دندې له ختمېدو راوروسته پر دې دنده څوک نه دي ګومارلي.