سرطان ضد درمل 'څلور کاله اضافي وخت راکړ'

لینډا وايي، درملو یې د ژوند کلونه وغځول.
د عکس تشریح، لینډا وايي، درملو یې د ژوند کلونه وغځول.
  • Author, فیلیپا روکسبې
  • دنده, د روغتیايي چارو لپاره د بي بي سي خبریاله

د انګلنډ عامې روغتیا اداره (این ایچ اېس) اوس یو نوی درمل ناروغانو ته ورکولای شي، چې د تیونو سرطان پرمختللې بڼې په درملنه کې مرسته کوي.

کلینکي تجربو ثابته کړې، چې کیپیواسرټیب نومې درمل (ګولۍ) د سرطان د دغه ډول پرمختګ سوکه کوي او په ځینو ناروغانو کې ټیومرونه کوچني کوي. په انګلنډ کې د درملو ارزونې ادارې له اجازې وروسته این ایچ اېس ته اجازه ورکړل شوې، چې دا درمل ناروغانو ته ورکړي.

دا درمل د هغو ناروغانو لپاره د درملنې یو بل فرصت دی، چې سرطان یې خپور شوی وي او د درملنې وړ نه وي، خو د یوې خیریه موسسې مسوولینو په وینا د سرطان درملنې درمل باید ژر تر ژره تائید شي.

د تیونو سرطان په بریتانیا کې تر ټولو زیات عام ډول دی، د دې هېواد له ۷ ښځو یوه په خپل ژوند کې په دې ناروغۍ اخته کېږي او ۷۵ سلنه ناروغانې له لومړي تشخیص وروسته تر لسو کلونو پورې ژوندۍ پاتې کېږي.

که دغه ډول سرطان بېرته پیدا کېږي، د بدن نورو برخو ته رسېږي، د درملنې هدف دا وي، چې کنټرول یې کړي، علامات یې کم کړي او د ژوند تېرولو کیفیت ورسره ښه شي.

په احتمالي درملنه کې کیموتراپي، یا داسې درمل شامل دي، چې د سرطان خپرېدو مخنیوي کوي.

دا درمل معمولاً د هارمونونو مخه نیسي، د بدن دفاعي قوت زیاتوي او یا هم هغه څه په نښه کوي، چې د سرطان ژوڼکو یا سیلونو د پراخېدو لامل کېږي. کیپیواسرټیب نومي دا نوي درمل د هدفي درملنې یو ډول دی.

د یو ډول پروټیني مولیکولونو مخه نیسي، چې اې کې ټي نومېږي او د سرطان پراخېدو لامل کېږي.

سایسنپوهانو نژدې ۲۰ کاله مخکې د دې درملو پر جوړولو پیل کړی و او په خبره یې د سرطان پرمختللې بڼې درملنې لپاره دا تر هغو ټولو ډېر اغېزمن درمل دي، چې دوی ته معلوم دي.

پروفیسر نیک ټرنر تر کلونو پورې د دې درمل په هکله څېړنه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پروفیسر نیک ټرنر تر کلونو پورې د دې درمل په هکله څېړنه کړې.

د رایل مارسدین، د سرطان درملنې څېړنو انسټیټیوټ او طبي انکلوژۍ پروفیسر نیک ټرنر چې په دې برخه کې د مخکښو څېړونکو له ډلې یو دی وايي:

''دا خورا ښه غوراوی دی، چې تر ډېره وخته کار کوي – تر ډېرو میاشتو پورې، او د ځینو خلکو لپاره خو تر کلونو پورې.''

په تجرباتي بهیر کې د هغو ۷۰۸ ناروغو ښځو سرطانونو د پراختیا لپاره د نورو پرتله دوه برابر ډېر وخت ونیوو. د یادونې ده، چې د دې ښځو هارمون تراپي درملنه هم په ورته مهال روانه وه. دا موده له ۶.۳ میاشتو تر ۳. ۷ میاشتو پورې یاده شوې ده.

د ۲۳ سلنه ناروغو ښځو ټیومرونه هم د دې درملنې په ترڅ کې کوچني شول.

پروفیسر ټرنر زیاتوي: ''دا به اصلا د کیموتراپي اړتیا کې هم یو څه ځنډ رامنځته کړي، چې ډېرې ښځې د جانبي عوارضو له کبله ترې ډارېږي. د تیونو سرطان پرمختلې بڼه د درملنې وړ ده او موږ یې مهربانه او غوره درملنې ته اړتیا لرو.''

جینیټکه تجربه

دا درمل د هغو کسانو لپاره مناسب دي چې د جین ځینې بدلونونه لري، چې د هورمون ریسیپټر مثبت ثانوي تیونو سرطان سره تر نیمایي پورې خلکو باندې اغیزه کوي - دا ترټولو عام ډول دی، چې د ایسټروجن په شتون کې وده کوي.

د انګلنډ عامې روغتیا اداره کې د کلینیکي څانګې مشر پروفیسر پیټر جانسن وايي، دې سره د ځینو هغو لپاره ''د درملنې یو اضافي فرصت'' په لاس راځي چې له مخکینۍ هارمون تراپي سره سره یې سرطان وده کړې، خو په خبره یې د هر چا لپاره به دا درمل مناسب نه وي.

د برېیسټ کېنسر نوو، نومې خیریه ټولنې اجرایوي مشره کلائر روونې بیا وايي، ډېره خوښه ده، چې دا درمل به ځینو کسانو ته د هغه څه لپاره چې دوی غواړي ویې کړي، یو څه قیمتي وخت په لاس ورکړي، خو په وینا یې ''ناروغانو دې ته د لاسرسي موندلو لړ کې بې ځایه انتظار وکړ''، ځکه مخکې این ای سي اي ادارې دا رد کړي وو او په وینا یې د تیونو سرطان درملنې درمل باید د هغو لپاره ژر تر ژره تائید شي، چې اړتیا ورته لري.

دا وايي، د انګلنډ عامې روغتیا اداره اوس باید جینیټیک معاینات وکړي، چې وړ کسان له نور ځنډ پرته دا درمل ترلاسه کړي. دا زیاتوي سکاټلنډ هم باید په دې درملنه کې پانګونه وکړي، چې له ځنډ پرته په ټوله بریتانیا کې ناروغان دې درملو ته لاسرسی ومومي.

د بي بي سي له راډیو فور نن ورځ خپرونې سره مرکه کې پروفیسر جانسن وویل، این ای سي ای د این ایچ اېس لپاره د نویو درملو تائید پر مهال د دې د لګښت په ګډون هراړخیزه ارزونه کوي.

دی زیاتوي په تېرو ۷ کلونو کې دغې ادارې د تیونو سرطان درملنې هغو ۲۵ درملو له ټولګې چې د تائید لپاره وړاندې شوي وو، ۲۴ یې منظور کړي دي.