ولې ډېر ځوانان په سرطان اخته کېږي؟

د عکس سرچینه، Luisa Toscano
نن سېشنبه (د فبرورۍ ۴مه) د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، په دغه هېواد کې پر سرطان د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل په خبره، یوازې په پلازمېنه کابل کې په تېر یوه کال کې نږدې شپږ زره پېښې ثبت شوې دي. تازه نړیوالې څیړنې ښيي چې پر سرطاني ناروغیو د اخته ځوانانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
که څه هم د طالبانو د روغتیا وزارت دا نه دي ویلي چې په ټوله کې په افغانستان کې څومره کسان پر سرطاني ناروغیو اخته دي، خو د روغتیا نړیوال سازمان په هرو پنځو کلونو کې د سرطان ناروغۍ په اړه څېړنه کوي، او د دغه سازمان د څلورو کلونو وړاندې (۲۰۲۰) شمېرې ښیي، چې هر کال ۲۳ زره افغانان د خولې او مرۍ پر سرطان اخته کېږي.
د ډبلیو اېچ او په وینا افغانستان کې پر دغه سرطان د اخته کېدونکو کسانو تر نیمايي ډېر (۱۶ زره) ژوند بایلي.
د روغتیا نړیوال سازمان دا هم ویلي چې په افغانستان کې تر ټولو عام سرطان د سینې دی چې ښځې پرې اخته کېږي.
د لانسېټ په نوم نړیوالې روغتیایي مجلې ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې پر سرطان ۲۲۸۱۷ کسان اخته شوي او د مړینې پیښې بیا ۱۶۰۱۸ وې. تازه نړیوالې څیړنې ښیي چې پر سرطاني ناروغیو د اخته ځوانانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د لویزا توسکانو کیسه
کله چې لویزا توسکانو پوه شوه چې د سینې په سرطان اخته شوې، هکه حیرانه شوه.
د دوو ماشومانو دغه ۳۸ کلنه مور وايي،"دا په بشپړه توګه له تمې لېرې وه، زه ځوانه او روغه رمټه وم، هیڅ داسې نښې مې نه درلودې چې زه به په سرطان اخته شم. زه باور نشم کولی. داسې تمه مې نه وه چې دا دې ما ته پېښ شي."
د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې دا تشخیص وشو چې د لویزا د سرطان ناروغي یې په درېیم پړاو کې ده. په دې معنا چې ناورغي یې پرمختللې وه.
هغې څلور نیمې میاشتې کیموتراپي وکړه، وروسته یې د سینې د یوې برخې د لېرې کولو لپاره جراحي عملیات وکړل او بیا یې راډیو ټراپي وشوه. د اګست په میاشت کې یې درملنه بشپړه شوه، خو د سرطان د ناروغۍ د بېرته راستنېدو د مخنیوي لپاره لا هم درمل خوړولو ته اړتیا لري.
دا وایي، "کیموتراپي بریدګره وه، خو زما بدن ښه مقاومت کاوه، چې دا زما د فعال، ځوان او انعطاف منونکي بدن له برکته و." وروسته د جراحي عملیات وشول.
"له نېکه مرغه، زه مجبوره نه وم، چې ټوله سینه مې لېرې شي. تر ټولو سخته یې زما د ویښتو تویېدل وو. دا ټول ژر او په چټکۍ پېښ شول. کله چې مې په هېنداره کې کتل، وېرېدم او زما دې ډار پر ماشومانو هم اغېزه کوله."
د لویزا کیسه، کومه جلا کیسه نه ده، خو دا روښانوي چې په ځوانانو کې د سرطان ناروغۍ په ډېرو ده. ډېری وخت، زیاتره ځوان مشران پرته له دې چې د ناروغۍ کورنۍ مخېنه ولري، پر سرطان اخته کېږي.
سرطان په زړو کسانو کې د بیولوژیکي، چاپیریالي او ژوند بڼې له امله رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه د عمر په لوړېدو د حجرو وېش ډېرېږي، چې د بدلون د رامنځته کېدو او د سرطان خطر لامل کېږي.
له همدې امله، د سرطان متخصصینو له اوږدې مودې راهیسې په ځوانانو کې د سرطان لومړني تشخیصونه د میراثي جنیتیکي لاملونو سره تړلي بولي، لکه د سینې سرطان کې (BRCA1 او BRCA) بدلونونه. خو له دې ټولو سره سره د لویزا په شان ډېری ناروغان، له جینیتکي اړخه، روښانه نښې نه لري او نه یې بدن ښيي.
د پېښو ډېروالی

د عکس سرچینه، Getty Images
په انکولوژي بي اېم جې کې وروستۍ خپرې شوې یوې څېړنې موندلې چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې له ۵۰ کلونو کم عمره کسانو کې د سرطان ژر رامنځته کېدونکې پېښې ۷۹ سلنه ډېرې شوې دي. په ورته ډله کې په سرطان پورې اړوندې مړینې ۲۸ سلنه ډېرې شوې. څېړنې په ۲۰۴ هېوادونو کې د ۲۹ ډوله سرطان ارزونه کړې ده.
په ورته ډول، د لانسېټ عامه روغتیا کې یوه رپوټ کې څرګنده شوې، چې په امریکا کې د نسلونو ترمنځ په ثابت ډول د ۱۷ ډوله سرطانونو کچه لوړه شوې، په ځانګړې توګه د ۱۹۶۵ او ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ په زېږېدلو کسانو کې.
د امریکا د سرطان ټولنې (اې سي اېس) یو نوی رپوټ وايي، له ۵۰ کلونو کم عمره سپین پوستو مېرمنو کې د سینې سرطان د پېښو کچه په کال کې یو اعشاریه څلور سلنه ډېره شوې ده. خو د ۵۰ کلونو نارینه وو کې د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د دې ناروغۍ وده صفر اعشاریه اووه سلنه وه.
د انکولوژي بي اېم جې رپوټ له مخې، نور سرطانونه، لکه د نازوفارېنکس، معدې، او کولمو هم د ځوانانو تر منځ ډېر شوي دي.
ممکن لاملونه
څېړونکي د سرطان د لاملونو د پېژندلو لپاره سیالي کوي، په داسې حال کې چې د لانسېټ څېړنه خبر داری ورکوي، دوامداره وده کولی شي د سرطان مخنیوي کې د لسیزو پرمختګ بر عکس کړي.
د انکولوژي بي اېم جې او لانسېټ رپوټونو له مخې، تر اوسه د خوړو له امله لکه د سرې غوښې او لوړ سوډیم لرونکو خوړو، د مېوو او شېدو لږ مصرف، د الکولو او تمبکو ډېر کارول د شکمنو لاملونو په ډله کې دي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ډېر چاغښت د پاړسوب او هوروموني ګډوډیو له لارې د سرطان خطر له زیاتوالي سره تړاو لري.
د لانسیټ رپوټ یادونه کوي، په امریکا کې د ځوانانو ترمنځ د ۱۷ سرطانونو له ډلې ۱۰ یې لکه، د بډوډو، تخمدان، سږو، پانقرانس او تریخې (صفرا کیسه) په ګډون له چاغوالي سره تړلي دي. خو دا ټول لاملونه نه دي.
کارپوهان د نورو احتمالي لاملونو د پېژندلو په لټه کې هم دي. ځینې په دې باور دي چې د مصنوعي رڼا یا د سړک غاړې څراغونو ته په دوامداره توګه مخامخېدل، ښايي د بدن بیولوژیکي ساعت ګډوډ کړي او د سینې، لویو کولمو، تخمدان او پروستات سرطان خطرونه ډېر کړي.
نورو څېړنو ښودلې، چې اوږده موده د شپې له رڼا سره تماس ښايي د میلاتونین کچه هم راټېټه کړي او د سرطان وده وهڅوي.

د عکس سرچینه، Luisa Toscano
یو شمېر څېړونکي بیا وايي، د الټرا پروسس شوي خوړو اضافه کوونکي، لکه امولسیفیارونه او رنګونه، ښايي د کولمو د پاړسوب لامل شي او ډي اېن اې ته زیان ورسوي. د سرطان څېړنې لپاره د امریکایي ټولنې په وینا، د کولمو ګډوډي نه یوازې د کولمو له سرطان سره تړاو لري، بلکې د سینې او وینې سرطان سره هم تړلي دي.
د طبي کارپوهانو په اند د انټي بیوټیکونو د کارولو زیاتوالی چې له ۲۰۰۰م کال راهیسې په ټوله نړۍ کې تر ۴۵ سلنې ډېر شوی، په ځانګړې توګه د ماشومانو تر منځ ښايي یو بل لامل وي، ځکه دا په کولمو کې د ګډوډۍ لامل کېږي.
د ایټالوي ساینس پوهانو یوې ډلې د ۲۰۱۹ کال په خپل رپوټ کې وړاندیز کړی چې دا د سږو سرطان، لیمفوما او پانقراس سرطان، د پښتورګو حجرو کارسنوما او ملټيپل میلوما سره تړاو لري.
د سکاټلینډ د اېډېنبرا پوهنتون د کولو پروکټولوژي پروفیسور او د بي اې جې انکولوژي رپوټ شریک لیکوال مالکوم ډنلوپ وايي، ان په نسلونو کې د قد زیاتوالی د سرطان د کچې په لوړېدو کې رول لوبولی شي.
له متخصصینو سره اړیکه ونیسئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د ژوند بدلونکې تجربه
په همدې حال کې د دې را څرګندېدونکې سناریو سره، لوی سازمانونه لکه د سرطان نړیوال کنټرول ټولنه (UICC) دېته هڅول شوې، چې د ژر را منځته کېدونکو سرطانونو په اړه د عمومي متخصصینو ترمنځ پوهاوی لوړ کړي او ډاډ ترلاسه شي چې په ځوانو ناروغانو کې نښې له پامه نه غورځول کېږي.
"که چېرې یو ۶۰ کلن کس د غایطه موادو د دفع کولو بڼه، ستړیا او پاړسوب رپوټ ورکړي، ډاکټران دا نښې جدي ګڼي او د بشپړې معاینې سپارښتنه کوي. په همدې حال کې، یو کس چې ۳۰ کلن او فعال وي او د کولمو د سرطان دا جدي نښې ونه لري نو هغه کې ښایي یوه نښه د دردونو په بڼه وي."
د برازیل د کلینیکي انکولوژي ټولنې مشر ډاکټر الکساندر جیکوم وايي، په ځنډ تشخیص د ژوندي پاتې کېدو چانسونه له خطر سره مخامخ کوي. "دا هغه کسان دي چې د ژوند په لومړي پړاو کې دي، کورنۍ جوړوي، د ژوند کولو لپاره هر څه لري. د سرطان تشخیص دوی او د دوی خپلوان حیرانوي."
خو ډاکټر جیکوم زیاتوي، ځوان ناروغان اکثرا د لومړني تشخیص په وخت کې درملنې ښې زغمي، ځکه خو د دوی د رغېدو چانس ښه وي.
لویزا چې د سرطان درملنه یې کړې وايي: "تر ټولو لوی درس دا و چې زده کړم، سختې او د خوښۍ ورځې دواړه په یو ډول ومنم. کله چې راباندې خپګان او ورته احساسات راغلل، ما دا بهیر تېر کړ. کله مې چې د ځواکمنتیا احساس کاوه، د شېبو درناوی مې وکړ، پوهېدم چې دا به هم تېرېږي."
د نورو لپاره د هغې مشوره دا ده چې: "یوه ورځ ځان ته وخت ورکړئ، خپل بدن ته غوږ ونیسئ، غوره دا ده چې ځینې ورځې ارام وکړئ او دا ستونزه نه لري. سرطان یو ډار او سیوری له ځان سره لري، خو تاسو یې تعریف ته اړتیا نه لرئ. ان په سختو شېبو کې ژوند ستاسو لپاره معنا لري."