جنیوا کنفرانس پای ته ورسېد؛ افغانستان سره د څه باندې ۱۳ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وشوه

د عکس سرچینه، UN Photo by Violaine Martin
په جنیوا کې له افغانستان سره د مرستو لپاره بلل شوې غونډه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د څه باندې ۱۳ میلیاردو ډالرو له مشروطې ژمنې سره پای ته ورسېده.
د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د چټک اوربند او د ملکي کسانو لپاره د نړیوالو قوانینو مراعتولو غوښتنه وکړه.
دغه راز په دغه غونډه کې جنسیتي مساوات د مرستو له شرطونو یو بلل شوی. د غونډې ګډونوالو دغه راز د افغانستان سولې بهیر ملاتړ کړی.
د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، د ۲۰۲۱ کال لپاره څه باندې درې میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه، چې په وینا یې که ژمنې پوره شي، د څلورو کالو لپاره څه باندې ۱۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
ځینې هېوادونو خپلې مرستې د یو کال لپاره اعلان کړي خو د مالیې وزارت د مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ په وینا په راتلونکې کې به دوی د افغانستان پرمختګونو ته ګوري او که پرمختګ وي نو دوی به هم خپلې مرستې زیاتوي او تر څلورو کلونو به دوام کوي.

د عکس سرچینه، Twitter
د غونډې په پای کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د کورونا وبايي شرایطو ته په پام له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له ''بې سارې '' مرستې مننه وکړه او د هغو شرایطو هرکلی یې وکړ، چې د افغانستان پلویانو د خپلو مرستو لپاره ایښي دي.
ښاغلي اتمر وویل، افغان دولت به د نړیوالو مرستو په لړ کې ځواب ویونکی واوسي.
په شویو مرستو کې اسیایي پراختیایي بانک د راتلونکو څلورو کالو لپاره افغانستان سره د ۹۰۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه. اروپایي ټولنې هم نږدې یو نیم میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه.
امریکا د راتلونکي کال لپاره ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه، خو ۳۰۰ میلیونه مرسته یې د سولې پروسه کې پرمختګ سره مشروطه کړه.
جرمني هم همدا راز د راتلونکو څلورو کالو لپاره له افغانستان سره د ۴۳۰ میلیونه یورو مالي مرسته اعلان کړه.
د هېوادونو په کچه تر اوسه تر ټولو ډېره مرسته هند اعلان کړې چې درې ملیارده ډالره ده . افغان چارواکي وايی هند په کابل کې د شاتوت بند جوړولو ژمنه هم تازه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه راز اروپايي ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۱.۲ میلیارده یورو مرسته اعلان کړه خو استازي یې ټېنګار وکړ چې دا مرستې به ولسواکۍ، د قانون حاکمیت، بشري حقونو، او جنسیتي برابرۍ ته د ژمنتیا په موجودیت کې کیږي.
استرالیا د ۲۰۰ میلیونه ډالرو، ناروې د ۱۷ میلیونه ډالرو، جاپان د ۱۸۰ میلیونه، ډنمارک د ۶۴ میلیونه ډالرو، هالنډ د ۲۰۰ میلیونه یورو، کاناډا د ۲۰۰ میلیونه ډالرو او برېتانیا د ۱۵۵ میلیونه پونډو مرستې اعلان وکړ.
دغه راز ایټالیا افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د ۳۵ ملیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، UN
په جنیوا کې د افغانستان په اړه د نړیوال کانفرانس پر دویمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان کې پر سوله او اوربند خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش دې غونډې په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ پر دوام ټېنګار وکړ.
ښاغلي ګوتېرېش د سولې، بشري حقونو، او د ښځو پر حقونو ټېنګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د لا ډېرو تلفاتو د مخنیوي او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره باید سمدستي د بشرپالنې له مخې افغانستان کې اوربند وشي.
افغان ولسمشر چې د ویډیو کانفرانس له لارې یې دې غونډې ته وینا کوله وویل چې داسې سوله غواړي چې د افغانستان د اساسي قانون او د بشري حقونو له نړیوالو ارزښتونو سره برابره وي.
ښاغلي غني وویل د راتلونکې لپاره د افغان دولت ستراتیژي پر سوله، دولت جوړونې او بازار موندې متمرکزه ده.

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د نوي کمیسیون رامنځته کولو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دې برخه کې په تېرو پنځو کلونو کې ډېر پرمختګ شوی او له اداري فساد سره د مبارزې د اوسنۍ ستراتیژۍ له دوه معیارونو پرته نور ټول عملي شوي دي او پاتې دوه د تطبیق په حال کې دي.
د سولې هوکړه او د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه
د سولې په اړه د دې تازه څرګندونو سره هم مهاله د بشري حقونو د څار سازمان غوښتنه کړې چې په افغان سوله کې دې د ښځو د حقونو پر سر معامله نه کیږي.
دې بنسټ یوه یبان کې ویلي که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه کې د ښځو د حقونو پر سر معامله وشي نو دا به د ښځو له هغو حقونو سره خیانت وي چې د تېرو دوه لسیزو په اوږدو په سختۍ په لاس راغلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بیان کې د دې بنسټ د فعالې سمیرا حمیدي له قوله ویل شوي:
"افغان مېرمنې اوس له دې واقعي امکان سره مخامخ دي چې پر دې حقونو به معامله وشي. هغه پرمختګ چې ښځو کړی باید د سولې په دې هوکړه کې شاتګ ونه کړي. د ټولو افغانانو حقونه په تېره د ښځو او نجونو حقونه باید د هرې کېدونکې هوکړې د زړه حیثیث ولري ".
د غونډې نورو وینا والو څه وویل؟
په جنیوا کې د افغانستان په اړه غونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل روسیه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمنه ده چې کېدای شي دا امنیتي ستونزې منځنۍ اسیا ته هم ورسیږي. نوموړي زیاته کړه هېواد یې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې هر کلی کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې له مرکچي پلاوو وغوښتل چې ژر یوې هوکړې ته ورسیږي. نوموړي د سولې برخه کې د روسیې پر ژمنتیا ټېنګار وکړ.
غونډې ته وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هیله وکړه چې د افغان سولې بهیر بریالی شي او افغانستان کې سوله ټېنګه شي. نوموړي وویل پاکستان افغانستان کې د سولې او د امنیت ټېنګښت لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل افغانستان کې د جګړې دوام یو ناورین دی او ټېنګار یې وکړ چې بهرني ځواکونه باید په مسؤولانه توګه له افغانستانه ووځي.
ښاغلي ظریف ټينګار وکړ چې ملګري ملتونه باید په افغان سوله کې اصلي رول ولوبوي او ایران چمتو دی چې دې برخه کې مرسته وکړي.