روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان د عامې روغتیا‌ سیستم بشپړ سقوط ته نږدې دی

ناورین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روغتیا نړیوال سازمان وایي، که بېړنۍ مرستې ونشي افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کېدلی شي

د رغتیا نړیوال سازمان چارواکو افغانستان ته خپل وروستي سفر وروسته خبرداری ورکړی چې د دې هېواد د عامې روغتیا سیستم بشپړ سقوط ته نږدې دی او له جدي‌ بحران سره مخ دی.‌

د یاد سازمان مشر ډاکټر ټېډروس ادانوم ګیبریسوس تېره ورځ‌ کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره کتلي او دې هېواد کې پر روان روغتیایي ناورین ورسره غږېدلی.‌

له دې سفر وروسته د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ که بېړنۍ مرستې ونشي نو افغانستان به له یو جدي بشري‌ ناورین سره مخ شي.‌

اعلامیه کې راغلي، کابل ته د سفر پر مهال د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو هلته وضعیت له نږدې کتلی او له ښکېلو غاړو سره د اړینو مرستو د رسولو پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.‌

اعلامیه وایي،‌ د مرستندویه ادارو لخوا د مالي‌ مرستو درېدل د دې لامل شوي‌ چې افغانستان کې د (صحتمندي) په نامه د عامې روغتیا تر ټولو لویه پروژه له جدي‌ ستونزو سره مخ ده.‌

د روغتیا نړیوال سازمان وایي،‌ دا مهال زرګونه کلېنکونه او طبي‌ مرکزونه د درملو او نورو توکو له جدي‌ کمښت سره مخ دي‌ او روغتیا پالانو او نورې عملې ته معاشونه نه دي‌ ورکړل شوي.‌

یاد سازمان وایي، د دې وضعیت له کبله زرګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوي‌ او روغتیاپالان د لومړیتوب پر اساس مجبور دي د ځینو ژوند وژغوري‌ او ځینې نور مرګ ته پرېږدي.‌

اعلامیه کې همدا راز خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان کې د کورونا وبا لپاره د جوړو شویو ۳۷ روغتونونو له ډلې یې ۹ وار د مخه تړل شوي او د کورونا وېروس ضد هر ډول اقدامات په ټپه ولاړ دي.‌

روغتیا نړیوال سازمان همدا راز افغانستان کې د ګوزڼ‌ او شري ناروغیو په تړاو هم خبرداری ورکړی او د بیړنیو اقداماتو غوښتنه یې کړې ده.‌

د ښځو روغتیا ته جدي‌ خطر

Afghan mother and baby with doctor. Photo collage illustration from photographs courtesy Getty Images
د عکس تشریح، افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره د عامې روغتیا برخه کې ستوزنې په ډېرېدو دي

د روغتیا نړیوال سازمان خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې افغانې ښځې باید روغتیایي اسانتیاو ته بشپړ لاسرسی ولري.

یاد سازمان همدا راز غوښتنه کړې چې ښځینه طبي‌ کاروونکو ته باید اجازه ورکړل شي‌ چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.‌

د دې سازمان په اعلامیه کې راغلي،‌ اوس چې طبي مراکز تړل شوي او ښځینه ډاکټرانې هم کمې شوې دي، ناروغانې کلینکونو او طبي مرکزونو ته په ډاډه زړه نه ورځي.‌

روغتیا نړیوال سازمان ژمنه کړې چې د ښځو او د نجونو زدکړو او همدا راز د ښځینه روغتیایي کارکوونکو د روزنې برخه کې به مرسته کوي.‌

یاد سازمان له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې افغانانو ته د طبي اسانتیاو برابرولو برخه کې خپل مسؤلیتونه پوره کړي.‌

طالبان مني چې اوسمهال د افغانستان د عامې روغتیا سیستم له ستونزو سره مخ دی،‌ خو ټینګار کوي چې لازمو مرستو سره به دا ستونزې حل شي.‌

یاده ډله همدا راز وایي، ښځینه طبي کارکوونکې اجازه لري چې د تېر په څېر خپلو دندو ته لاړې شي.