د یوناما مشره طالب چارواکو سره پر اقتصادي ناورین او بشري حقونو غږېدلې

د عکس سرچینه، Balkhi
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) مشرې ډبورا لاینز د شنبې پر ورځ کابل کې له یو شمېر طالب چارواکو سره لیدلي او بېلابېلو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
اغلې لاینز د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنو کې افغانستان کې د پر خرابېدونکي اقتصادي وضعیت، بشري حقونو او د یو ټولشموله حکومت اړتیا پر اړتیا غږېدلې.
یوناما د دې لیدنو په تړاو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو استازې ټینګار کړی چې افغانستان سره به بېړنۍ مرستې چټکوي، خو ټولې خواوې باید د اقتصادي بحران مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
بله خوا طالبان وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به امریکا ته لاړه شي او هلته به د هغه هېواد له چارواکو سره خبرو کې د افغانستان د بانکي سېستم د بېرته فعالولو لپاره غږ پورته کړي.
خو یوناما خپله اعلامیه کې دې احتمالي سفر او د افغانستان د بانکي سیستم بیا فعالولو موضوع ته کومه اشاره نه ده کړې.
د کار په بدل کې غنم

د عکس سرچینه، UNAMA
دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې امریکايي چارواکو څو ورځې وړاندې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر پولي زېرمې به، چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي، طالبانو ته و نه سپاري.
خو امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره قانوني لارې چارې لټوي.
په ورته مهال طالبانو اعلان کړی چې د افغانستان اقتصادي بحران د کابو کولو لپاره د یوه ګام په توګه به سر له ننه کارګرو ته د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پروګرام پیلوي.
طالب چارواکو ویلي، چې په دې سره به لسګونو زرو کسانو ته د کار لار جوړه شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره په دې هېواد کې بېکاري او بېوزلي ډېره شوې، د دولت پانګې کنګل شوې دي او سلګونه زره خلک له هېواده وتلو ته اړ شوي.
طالبانو بیا بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې پانګې ازادې کړي او سیاسي مسایل دې له بشري مرستو جلا وساتي.