د هند لخوا د غنمو او درملو مرسته به د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني چارواکي وايي، هند ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه پنځوس زره مېټرک ټنه غنم او درمل د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.
ټاکل شوې ده چې دا غنم او درمل به د واګه له پولې راتېر او بیا د پاکستان له خاورې افغانستان ته ولېږدول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دا پرېکړه یې له افغان ولس سره د خواخوږۍ پر بنسټ کړې ده.
اعلامیه کې راغلي چې په اسلام اباد کې د هند شارژدافئر ته په دې اړه رسمي وضاحت ورکړل شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نه غوښتنه کړې وه چې د هند مرستو ته اجازه ورکړي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته ورسېږي.
په ورته مهال په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي له افغانستان سره د دې مرستو لپاره د هند د حکومت او د لومړي وزیر نرېندرا مودي مننه کړې.
نوموړي پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، هیله لري چې نور هېوادونه او نړیوالې ادارې به هم په دې سختو شرایطو کې افغانانو سره د مرستې لپاره مټې بډ وهي.
هند شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان لپاره د هند مرستو ته دي د پاکستان له لارې اجازه ورکړي.
د غلام خان بندر له لارې د سوداګرۍ هیله

د عکس سرچینه، Mohammad Sadiq Twitter
بل لور ته د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، پر غلام خان دروازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هلو ځلو د لا زیاتوالي لپاره ګامونه اخلي.
نوموړي پنجشنبه د دې دروازې له لیدو وروسته پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، د غلام خان دروازه له عرب سمندره بیا تر افغانستان پورې تر ټولو لنډه لاره ده.
صادق خان هوډ څرګند کړی چې دا دروازه به ډېر ژر د سوداګرۍ او ټرانزيټ لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه مهمه لاره شي.
هملته پر غلام خان دروازې د تسوداګرو مشر عبدالله خان بیا د ټيليفون پر کرښه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د پاکستاني چارواکو په دې تازه ګامونه خوشاله دی.
خو نوموړی زیاتوي چې لاهم هلته یو شمېر ستونځې شته چې، د ده په خبره، د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګرۍ کې يې خنډ جوړ کړی.
د غلام خان بندر دغه سوداګر وایي، دوی له پاکستاني چارواکو غوښتنه کوي چې پر همدې دروازه دي د کرښې دواړو غاړو ته سپرلیو ته هم د تورخم او چمن په څېر د تلو راتلو اجازه ورکړي.