طالبان: نړیوال دې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره مرسته وکړي

د عکس سرچینه، RTA
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
طالبان وايي، حکومت یې نوی دی او د خونړیو طبیعي پېښو بار په یوازې ځان نه شي وړلی نو له همدې امله یې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په دې برخه کې د مرستې لاس ورکړي.
دغه څرګندونې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي نن (پنجشنبه) په کابل کې په هغه کنفرانس کې وکړې چې د ملګرو ملتونو تر څنګ د بېلا بېلو نړیوالو او کورنیو مرستندویه بنسټونو او د مختلفو هېوادونو د سفارتونو استازو برخه پکې اخیستې او د طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته پر مرستو رسولو ورټول و.
امیرخان متقي وویل چې وروستیو خونړیو سېلابونو او تر هغې مخکې زلزلې په افغانستان کې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي چې له کبله یې دغه هېواد د بهرنیو مرستو او لاسنيوي ته اړتیا لري.
د ښاغلي متقي په خبره حکومت یې تر اوسه د نړیوالو بنسټونو په مرسته څه باندې شپږ میلیون زیانمنو شویو ته مرستې ویشلې او تر ۲۰ زرو ډېر کسان یې د سېلابونو له خطر سره مخ سیمو نه ایستلي او په لنډمهاله پنډغالو کې یې ځای پر ځای کړي دي.
خو دی وايي، "له جګړې تازه وتلي حکومت لپاره دا ننګوونکې چاره ده. که څه هم موږ خپله هڅه کړې خو بسنه نه کوي. پر نړیوالې ټولنې او نړیوالو مرستندویه ادارو غږ کوو چې د زلزله ځپلو او سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي."
ښاغلي متقي همدا راز وویل چې وروستیو خونړیو سېلابونو تر ۱۲ زرو زیات کورونه او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې چې پر کرنه بسیا افغانستان یې سخت ځپلی او د مرستندویه ادارو مرستې ته اړ کړی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر همدا راز یو ځل بیا په ټینګار سره غوښتنه کړې چې که نړیوال غواړي افغانستان پرخپلو پښو ودرېږي او د چا مرستې ته اړ نه شي نو د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې او د دوی له حکومته دې هر راز بندیزونه پورته کړل شي.
ده همدا راز وویل چې په سوداګریزو چارو کې دې اسانتیاوې ورته رامنځ ته کړای شي او د افغانستان حاصلاتو ته دې د نړیوال بازار موندنې په برخه کې مرسته ورسره وشي.
یوناما: یوازې د خوراکي توکو ویشل او سرپناه جوړول د ستونزې حل نه دی

د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشر رامز اکبروف ویلي چې دغه هېواد اقلمي بدلون سخت ځپلی او له فقر سره مخ افغانان یې له لا ډېر کړاو سره مخ کړي دي.
اکبروف همدا راز وویل چې د ستونزې حل یوازې د خوراکي توکو ویشل او خلکو ته د سرپناه جوړول نه دي بلکې په افغانستان کې پرمختیايي چارو ته اړتیا ده.
دی وايي، "سېلابونو بندونه ویجاړ کړي او د پاکو اوبو سیسټم یې له منځه وړی دی چې پانګونه او کار پرې په کار دی. کورونه یې ویجاړ کړي دي چې باید دا هر څه په داسې ډول بېرته ورغول شي چې د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولري. زلزلې او سېلابونو د خلکو مالونه له منځه وړي، کرنیزې ځمکې او د اوبو رسولو سیسټمونه یې ویجاړ کړي چې بېرته رغول یې پر کرنه ولاړ هېواد او بزګرانو ته خورا مهم دي. دوی باید غذا تولید او ژوند وکړای شي."
ښاغلي اکبروف وېره څرګنده کړه چې که دغه بنسټیز کارونه ونه شي نو افغانستان به د تل لپاره له بې وزلۍ سره مخ پاتې شي.
هغه په دغه کنفرانس کې په خبرو کې وویل چې د دوی د اټکل له مخې په افغانستان کې "شاوخوا ۱۱۲ زره کسان سېلابونو ځپلي دي، د دغه هېواد شاوخوا ۴۵ سلنه کورنۍ یې په یو نا یو ډول اغېزمنې کړې او تر ټولو ډېرې یې ختیځې سیمې ځپلې دي".
دی وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو (له جنوري تر جون) یې د خوړو نړیوال سازمان، یونیسف، د روغتیا نړیوالې ادارې او ځينو نورو بنسټونو په مرسته تر ۲۲ میلیون ډېرو کسانو ته مرستې رسولې دي.
ښاغلی اکبروف له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو د دوام ژمنه وکړه او ویې ویل چې په دغو سختو حالاتو کې یې تر څنګ ولاړ دي. همدا راز یې وویل چې په اوسنیو حالاتو کې تر ټولو ډېر ماشومان او ښځې په ځانګړي ډول میندواره هغه ډېرې زیانمنونکې دي چې ځانګړي پام او لاسنيوي ته اړتیا لري.
په کابل کې د طالبانو حکومت او بېلا بېلو نړیوالو بنسټونو تر منځ دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې د افغانستان بېلا بېل ولایتونه خونړیو سېلابونو ځپلي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.