د ايران ولسمشر خپل مرستيال د ګرانبيه سفر له کبله له دندې ګوښه کړی

دبيري

د عکس سرچینه، Tasnim News Agency

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان خپل يو مرستيال شهرام دبيري د نوروز يا نوي کال پر مهال انټرکټيکا ته د ګرانبيه او جنجالي سفر له کبله له دندې کوښه کړی دی.

نوموړی د نوروز يا نوي کال پر مهال له يوې ښځې سره چې ويل کېږي مېرمن يې ده انټرکټيکا ته په کروز کښتۍ کې د رخصتۍ لپاره تللی و.

د ايران د ولسمشر دفتر دغه سفر "د روانو اقتصادي ستونزو په نظر کې نيولو سره ناعادلانه او د نه منلو وړ" بللی دی.

د شهرام دبيري او د هغه د مېرمنې انځور چې د انټرکيټکا پر لور تلونکې کښتۍ مخې ته يې اخيستی و پر ټولنيزو رسنيو ډېر لاس په لاس کېده او د خلکو غوسه يې پارولې وه.

د ایران ولسمشر ویلي چې د رسمي چارواکو ګرانبيه سفرونه، حتی که په شخصي لګښت هم وي، توجیه کیدی نشي او د چارواکو د ساده ژوند معیار سره اړخ نه لګوي.

پزشکیان د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دبیري د "نه توجيه کېدونکې" کړنې له امله د پارلماني چارو د مرستیال له دندې لرې شوی، حتی که دا سفر هغه له شخصي لګښته هم کړی وي.

د ایران اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ دی، دغه هېواد د حماس او حزب الله په څېر ډلو چې امریکا، بريتانيا او اروپايي ټولنه يې ترهګرې ډلې بولي، د ملاتړ له کبله د لوېدیځو هېوادونو تر بندیزونو لاندې دی.

د نړیوال وجهي صندوق د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې په ایران کې د بېکارۍ کچه ۸.۴ سلنه وه، او کلنی انفلاسیون یې ۲۹.۵ سلنې ته رسېدلی و.

راپورونه وايي، هغه کښتۍ چې ښاغلی دبيري يې مخې ته ولاړ و، انټرکټيکا ته پر ټکټ يې لږ تر لږه ۶۶۸۵ ډالره لګښت راځي.

تر ډېره دغې يخې او لږ نفوس لرونکي وچې ته ساینس‌پوهان او پلټونکي سفرونه کوي خو په دې وروستیو کلونو کې د سیلانۍ کښتیو دا سفرونه زیات مشهور شوي.

هغه هالنډۍ کښتۍ چې په عکس کې د ښاغلي دبیري شاته تر سترګو کېږي د ۱۹۷۶ او ۲۰۰۴ ترمنځ د هالنډ سمندري ځواکونو له خوا د پوځي او ملکي څېړنو لپاره کارېدله.

لا تر اوسه معلومه نه ده چې دبیري څه ډول ټکټ اخيستی او يا څرنګه له ايرانه انټرکټيکا ته رسېدلی دی.