ایا د مصنوعي ځیرکتیا په مشوره د چمتو شويو خوړو تېرول ګران دي؟

د عکس سرچینه، Dodo Pizza
- Author, پډرېک بېلټن
- دنده, د بيبيسي د ټېکنالوژۍ خبریال
ایا مصنوعي ځیرکتیا د خوړنځي 'رسټورانټ' له څښتنانو سره د مشتریانو جلبولو لپاره د نویو خوندورو مېنیوګانو جوړولو کې مرسته کولی شي او که دا یوازې د ناورین لپاره یوه نسخه ده؟
د ډوډو پیزا د رستورانت او ډیليوري څانګې د مېنیو د پراختیا مدیر سپارټاک اروتیونیان وایي: "موږ له [مشهور مصنوعي ځیرکتیا چټباټ] 'چټجيپيټي' وغوښتل چې د دوبۍ لپاره د غوره پیزا نسخه جوړه کړي.
"او دا یې یوه نسخه جوړه کړه. موږ پرانیسته او دا په حقیقت کې یو لوی بریالی ګام و او لا هم په مېنیو کې شته."
د دوبۍ ۹۰ سلنه (درې میلیونه) وګړي کډوال دي. اروتیونیان وایي، "دلته ډېر کلتورونه شته. هندیان، پاکستانیان، فیلیپینیان، عربان او اروپایي وګړي."
هغه له ChatGPT د داسې پیزا ډیزاین وغوښت چې دا کلتوري تنوع پکې روښانه کړي. د 'چټجيپيټي' ځواب داسې و چې په پیزا کې یې د عربانو د چرګ شاورما، د هنديانو ګرېل شوی پنېر، د منځني ختیځ زعتر بوټي او د طحیني چکني شامل کړل.
د ډوډو پیزا مشتریانو ته په ښکاره ډول دا پیزا ډېره خوندوره ښکارېده. اروتیونیان وایي: "زه به د یو 'پخلیوان' (اشپز) په توګه هېڅکله دا مواد په پیزا کې ګډ نه کړم، خو بیا هم دا خوندونو ترکیب حیرانوونکی ښه و."
خو ځینې نورې پیزاګانې چې مصنوعي ځیرکتیا جوړې کړې وې، مېنیو ته ونه رسېدې. د بېلګې په توګه، د 'توتیو' (سټابري) او پاستا ترکیب یا د بلوبیري (تور توتان) او د سهارنۍ د حبوباتو ترکیب.

د عکس سرچینه، Spartak Arutyunyan
د امریکا ډالاس د ویلوېټ ټیکو کې- هلته چې ویسینیا ویلیس د پخلنځي د مشرې په توګه کار کوي، د مصنوعي ځیرکتیا "اېای" یوه ورته تجربه وکړه.
هغې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه "په ریښتینې توګه په لټه" کې شوه، نو هغې چټجيپيټي ته د یوې اونۍ د دوی د ټاکو ځانګړی سنډوېچ جوړولو دنده وسپارله.
مېرمن ویلیس وایي له روباټ یې وغوښتل چې "له اوو ترکیبونو ګټه واخلي او یوازې یوه ټورتیلا ډوډۍ او یو پروټین غوره کړي." د ځینو ترکیبونو پایلې ډېرې خوندورې نه وې.
میرمن ویلیس وایي "ځینې ډېر عجیبه ترکیبونه وو او زه پوره ډاډمنه نه یم چې سور رنګه کړايي، د ناریال سویا او اناناس به یوځای خوندور شي".
خو هغې درې ترکیبونه جوړ کړل چې ډېر له هیلو ډک ښکارېدل او په پای کې یې د 'پروان' (یو ډول سمندري چنګاښ) او د بوټۍ کباب او مکسیکويي خواړه غوره کړل چې په عمومي توګه وپلورل شول. دوی په یوه اونۍ کې ۲۲،۰۰۰ ټیکو وپلورل.
"کله چې تاسو یو څه تخلیقي کمښت ولرئ، فکر کوم چې AI د کارولو لپاره خورا ښه وسیله ده، چې دماغ بېرته کار وکړي- 'دا ترکیب شاید واقعا کار وکړي ، راځئ چې هڅه وکړو'. AI داسې وړاندیز کولی شي چې شاید ما یې په اړه فکر نه وي کړی".
خو میرمن ویلیس زیاتوي چې "زه به له مصنوعي ځیرکتیا سره کاملا سرغړونه ونه کړم. د ترکیبونو د تایید لپاره باید یو انساني عنصر وي."

د عکس سرچینه، Venecia Willis
خو هرڅوک د خوړو کاروبار کې د مصنوعي ځیرکتیا له نظر سره مینه نه لري. لندن مېشتی د بېلابېلو خوړو جوړوونکی جولین ډي فیرال، وایي هغه له مصنوعي ځیرکتیا ډډه کوي ځکه چې دا "د حدس ضد ښکاري" او د دې انتخابونه عموماً له سالم عقل څخه خالي وي.
ایملي ایم بینډر، چې په سیاټل کې د واشنګټن پوهنتون د ژبو پروفیسره ده، خبرداری ورکوي چې AI چټ بوټونه "جادو نه دی". هغه وایي دا یوازې هغه سیستمونه دي چې د انټرنېټ په ګډون له بېلابېلو سرچینو نه بیا سره یوځای کوي او منظموي یې.
"که تاسو چټجيپيټي ته داسې څه ووایاست چې د یو ترکیب په څېر ښکاري، نو دا ځکه چې په انټرنېټ کې ترکیبونه شته."
هغې زیاته کړه چې چټ بوټ ممکن د یوه کس د پخلي له بلاګ څخه ترکیب راواخلي، چې د لوستونکو شمېر یې کموي او د سبسکرېپشن یا اعلانونو له لارې د دوی عاید اغېزمنوي.
خو، د بریتانیا ځنځیري سوپرمارکيټ "ویټروز" له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د خوړو نوې تمایلات وپېژني. اوس مهال په دې تمایلاتو کې "سمش برګر" شامل دی- چې پر ډېرې ګرمې تبۍ له پخې شوې غوښې جوړېږي.
د ویټروز نوښتونو مشره لیزي هېووډ وایي: "موږ ولیدل چې سمش برګر په خواله رسنیو کې پر یوه ټرېنډ اوښتی. اوس بریتانیا کې درې یا څلور ځانګړي سمش برګر رستورانتونه پرانستل شوي دي، چې دا له زموږ سره همغږي ده، ځکه موږ خپل سمش برګر هم وړاندې کړل."
د خوږو بیسکوټو (کروکي) په اړه، هغې وویل، مصنوعي ځیرکتیا ومونده چې په ټولنیزو رسنیو کې یې یادول له تېر کال څخه "۸۰ تر ۹۰٪ پورې زیات شوي وو او موږ په درېیو میاشتو کې دا په ازمایښتي پلورنځیو کې پرانیستل".

د عکس سرچینه، Waitrose
په سینګاپور کې د ایټالیا اصلي اوسېدونکی ستېفانو کانټو د مصنوعي ځیرکتیا یو ځواکمن کاریال اپ/اپلیکېشن جوړ کړی. دا اپ د هغو توکو پر بنسټ ترکیبونه وړاندیزولی شي چې تاسو یې په خپل یخچال یا المارۍ کې لرئ. هغه د چټجيپيټي په مټ پروګرام ته په اشاره وویل، چې خپل اپ ته یې ChefGPT یا جيپيټي سراشپز نوم ورکړی.
ښاغلی کانټو، چې د ورځې دنده یې په یوه سافټویر شرکت کې ده، وايي "زه ایټالوی یم، نو طبعاً پخلی کوم".
نوموړی وایي دا نظریه یې وروسته له هغه چې له چټجيپيټي یې الهام ورکوونکي ترکیبونه وغوښتل، "د اونۍ رخصتیو کې" ترلاسه کړه.
دا اپ د ډراپ-ډاون مینوګانې او تڼئ هم لري چې کاروونکي ته اجازه ورکوي خپل پخلنځي کې موجوده وسایل او توکي مشخص کړي، یا دا چې ایا دوی په بیړه کې دي او ښه پخلی نشي کولی. AI بیا د دې معلوماتو پر بنسټ ترکیب او د خوړو انځور جوړوي.
ښاغلی کانټو وایي چې د تېر کال په پیل کې د اپ د پرانیستلو په یوه نیمه اونۍ کې یې ۳۰ زره کاروونکي ترلاسه کړل. خو وروسته ورته د چټجيپيټي ټیکنالوجۍ اړوند له " OpenAI څخه یو لوی بېل" راغی.
هغه اوس OpenAI ته د دې AI کارولو لپاره منظم فیس ورکوي. کانټو وایي دا هغه معیار دی کله چې د هغه په څېر یو پیلوونکی شرکت د بلې کمپنۍ د ټیکنالوژۍ پر بنسټ خپل اپ جوړوي.
هغه زیاتوي چې لاهم هڅه کوي "د اعلانونو او ګډونونو تر منځ سم توازن پیدا کړي او هغه کچه ټاکي چې وړیا کاروونکو ته څه ورکړي." او څنګه "د وړیا کاروونکو د معلوماتو له پلورلو پرته مالي ګټه واخلي."
بېرته دوبۍ ته، په ډوډو پیزا کې سپارټاک ارټیونیان وایي مصنوعي ځیرکتیا باید د یوې تفریحي وسیلې په توګه وکارول شي، نه د داسې څه لپاره چې تاسو پرې خپله بشپړه مېنو جوړه کړئ.
که څه هم ډوډو پیزا اوس په دوبۍ کې خپلو هغو مشتریانو ته چې د دې اپ له لارې فرمایش ورکوي، اجازه ورکوي چې خپله د AI په مرسته د پیزا غیر معمولي اضافي ابتکارات وکړي. دغه شرکت وایي چې په نړۍ کې خپلو نورو څانګو ته د دې AI ځانګړتیا غځولو پلان لري.