BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د هارورډ زده کوونکو د مې په ۲۷ مه د نړیوالو زده کوونکو په ملاتړ کې یو لاریون وکړ.

    د امریکا د وېزې بندیز: نړیوال زدکوونکي نور کوم غوراوي لري؟

    د نړۍ له لر و بره محصلان وايي دوی اندېښمن او په یو ناڅرګند حالت کې دي، ځکه چې د ټرمپ اداره پلان لري د امریکا د زدهکړې وېزو د اپاینټمنټونو بهیر د لنډ وخت لپاره ودروي. یوه رسمي یاداښت چې د بي بي سي د امریکا د متحده ایالاتو شریکې رسنۍ سي بي ایس لخوا لیدل شوی، د ګمارنو په برخه کې د لنډمهاله ځنډ امر کړی ځکه چې د بهرنیو چارو وزارت د زد کوونکو او بهرنیو د تبادلې وېزو لپاره د غوښتونکو د ټولنیزو رسنیو د ارزونې د زیاتوالي لپاره چمتووالی نیسي.

  • له کم‌عمره نجلۍ سره واده کوونکي ته 'له ماشومانو د ناوړې ګټې' او 'قاچاق' سزاګانې ټاکل شوې

    اسلام اباد کې د کم‌عمرو کسانو ودوونکو ته د اوو کالو بند سزا وټاکل شوه

    د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د کم‌عمره کسانو د ودولو د مخنیوي مسوده لاسلیک کړې او تر دې وروسته به دغه قانون د پلازمېنې اسلام اباد په حدودو کې پلی کېږي. تېره اونۍ د دغه قانون مسودې د پارلمان له دواړو جرګو د تایید رایې تر لاسه کړې دي.

  • ننګرهار کې د غزې په ملاتړ د لاریونو انځور

    افغانستان کې د غزې په ملاتړ لاریونونه: د طالبانو رییس الوزرا د 'قرآن کریم' د ختمونو غوښتنه کړې

    د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جمعې له لمانځه وروسته د اسرائیلو له خوا په غزه کې د روانې جګړې او مرګژوبلې د غندنې او د غزه والو په ملاتړ ګڼ لاریونونه شوي دي. پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې لاریونوال د فلسطین بېرغ او اسرائیل ضد شعارونه لېږدوي او د غزې د اوسېدونکو په ملاتړ او د اسرائیلي حکومت د غندنې نارې بدرګه کوي.

  • نږدې تېره یوه اونۍ کې "نامعلومو وسلوالو" درې عالمان نیولي او نامالوم ځای ته یې وړي دي.

    ولې په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر ملایان نیول کېږي؟

    افغانستان کې یو شمېر هغه دیني عالمان یو پر بل پسې نیول کېږي چې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي. دوی کې ځیني نیول شوي کسان د "اسلامي او جهادي ارزښتونو ملاتړ" په نوم د یوې شورا غړي دي. دغه شورا په تېره جنورۍ کې کابل کې د یوې ناستې پر مهال د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې وې.نږدې تېره یوه اونۍ کې "نامالومو وسلوالو" درې عالمان نیولي او نامالوم ځای ته یې وړي دي.

  • عینک کان

    ولې چین تر اوسه افغانستان کې د نړۍ د میسو د دویم لوی کان استخراج نه دی پیل کړی؟

    د افغانستان او چین ترمنځ د عینک مسو کان د تاریخي تړون له لاسلیکه ۱۷ کاله وروسته لا هم د دغه کان د مسو استخراج يا رايستلو کار نه دی پیل شوی. کارپوهانو او هغو کسانو چې په دې پروژې کې له نژدې ښکېل دي بي بي سي ته ویلي، چین به "هېڅکله" د عینک مسو کان کیندنې کار پیل نه کړي، خو د طالبانو حکومت وايي، "ډاډه شوي"، چې کان کیندنه به پیل شي.

ځانګړي مطالب

  • د نړۍ له ګوټ ګوټه مسلمانان د سعودي عربستان په مکه معظمه کې د حج د فریضې د ترسره کولو لپاره عبادت کوي، د قرآن کریم تلاوت کوي او د کعبې شاوخوا طواف کوي.

    د حج په اړه پنځه حقیقتونه، ایا مخکې پرې پوهېدئ؟

    حج د مسلمانانو لپاره یو سپېڅلی سفر دی چې هر کال نژدې دوه میلیونه عبادت کوونکي د سعودي عربستان مکې ښار ته ورځي. دا د اسلام له پنځو بناوو یا ستنو یوه ده او هر هغه مسلمان چې بدني او مالي وس ولري، په ژوند کې یو ځل پرې حج ادا کول فرض دي.

  • له زېږون وروسته رواني کړاو

    له زېږون وروسته رواني ستونزې: 'فکر مې کاوه چې خپل ماشوم مې وژلی دی'

    ایلي وايي، په لومړي سر کې یې ډېره خوښي محسوسوله. ماشوم یې په کور کې له سختو دردونو سره وزېږېد، خو دا چې نوې مور شوه، ډېره خوشحاله وه. دې په دریو ورځو کې یوازې څو ساعته خوب کړی و او له هغه وروسته یې پرېکړه وکړه، چې هېڅ خوب ته اړتیا نه لري.

  • د عشق حماسه فلم یوه صحنه

    طالبان او سینما: د افغانستان د انځوریز تاریخ حافظه چې اوس یې نوم او بڼه بدله شوې

    د طالبانو حکومت په تازه ګام کې د "افغان فلم" ادارې نوم پر سمعي او بصري ریاست بدل کړی دی. د رپوټونو له مخې د دغې ادارې څرنګوالی یا ماهیت هم بدل شوی او چارې به یې تر پخوا توپیر ولري.

  • لکڼوال

    نور احمد لکڼوال د هند غوره لیګ (ای پي اېل) په سږنيو سیالیو کې تر ټولو ډېرې وېکټې اخیستې دي

    په هند کې د کرېکټ په روانو سوداګریزو لوبو کې افغان چپ‌لاسي ورو توپ اچوونکي نور احمد لکڼوال تر ټولو ډېرې ۲۴ وېکټې ترلاسه کړې دي. له دې سره لکڼوال د ۲۰۲۵ کال د هند غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو د ډېرو لوبغاړو سوځوونکو توپ اچوونکو د نوملړ په سر کې ځای خپل کړی او (بانجاني خولۍ) یې پر سر کړې ده. د کرېکټ ځینې مبصران سر له اوسه وايي چې د ای‌پي‌اېل په نورو پړاوونو کې به لوبډلې هڅه کوي چې لکڼوال له ځانه سره ولري.

  • د اپولو ماموریت فضايي ګاډي سپک وزن لرونکي وو.

    څنګه پر سپوږمۍ کې د 'فضايي ګاډي ټایر پنکچرېدو' مخنیوی کېدای شي؟

    له نیمې پېړۍ وروسته بېرته سپوږمۍ ته د انسان ستنېدل او بیا له هغه ځایه مریخ ته رسېدل په ریښتیا د نويو ټایرونو یا له سره د (ګاډۍ) د پنځولو په مانا دي. دا ځکه نوی نوښت دی، چې که هلته په مریخ کې ټایر پنچر شي د راستنېدو لار یې ډېره اوږده ده.

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

روغتیا

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

د منځني ختیځ کړکېچ

د اقلیم بدلون

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۳۱ می ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۳۰ می ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    تر ټولو ډېر لوستل شوي